د محمدالله احمدزی لخوا خپرې شوې لیکنې
دميرمن كلتوري ـ ټولنيزبهيرد اته څلويښتمې غونډې رپوټ
دميرمن كلتوري ـ ټولنيزبهيرد اته څلويښتمې غونډې رپوټد میرمن کلتوري - ټولنیز بهير غونډه د شنبې په ورځ د وږي د میاشتې په نولسمه نېټه ۱۳۹۰/۶/۱۹ له غرمې وروسته په یوه نیمه بجه دپوهنې په کتابتون کې پیل شوه، د غونډې ویانده آغلې ګلالۍ امرخېل وه او مشري يې آغلې ساهره شريف کوله په لومړي سرکې میرمن شریف پر کاري مسایلو خبرې وکړې او د هغې تر څنګ يې د رڼا پر کلنۍ مشاعره هم خبرې سره وکړې او راتلونکې جمعه يې د یادې غونډې ورځ وټاکله او ددې غونډې ځینو ګډونوالو ته یې د ستاینلی
اتڼ هم سپک شو
اتڼ هم سپک شو ليکوال: حفيظ الله مومند که موږ خپل چاپېريال ته وګورو، نو د کايناتو په هر څه کې به راته مختلفې بڼې، رنګونه او راز راز توپيرونه ښکاره شي. همدغه ظاهري توپيرونه دي، چې نړۍ يې ښکلې کړې، يو بل يې سره بېل کړي او د انساني ژوند د دوام لپاره يې اسانتياوې او کيفيت رامنځ ته کړي. که څه هم د وخت په تېرېدو سره په ځينو
غزل
غزل یوه هیله ده ښایسته ده لکه مینهد دردونو یو شیبه ده لکه مینهد آسمان د ستورو خونو کې ده پټهتل ځلیږي خو خپه ده لکه مینهرنګ ېې نشته، ده سپیڅلې لکه پرخهتړمو اوښکو یو څپه ده لکه مینههر احساس ورته د زړه په سترګو ژاړيد شاعر د درد ټپه ده لکه مینهد بیلتون د سرو لمبو په جام کې لامبيد غمجن زړګي نشه ده لکه مینهد ارمان د سمندر تر غاړې ناستهپه سرو سترګو رحیمه ده لکه مینه
د حیران صیب د یو نظم الهام
د حیران صیب د یو نظم الهام د محمدالله ارین احمدزي لیکنه یوه میاشت وړاندې که خدای مې غلط نکړي د روژې د میاشتې په شپږمه نیټه ښاغلي ډاکټر صیب حنیف حیران ته خدای تعالی لور ورکړه نه پوهیږم دی به پرې خوشال و که نه ، ځکه موږ ته یې لا تر اوسه شریني نه ده راوړې او داسې خاص خونده یې نه وه خو د مبارکۍ تر ویلو وروسته به یې یوازې په مننې او خیر یوسې باندې خولو خوځوله، خو زه پرې ډي
مسافـر
مسافـر سید فخرالدین هاشمي ګوره ! څنګه درنه کوږ شوم د روزګار ســــــــېلۍ وهلی نه مې ستا هیله زرغون کړه نه مې خپل ژوندون بسیا کړ زلمــــــــــیــتوب بلا وهلی مســــــــــافـر یم لاس تړلی څه په ورکو لارو سر یم له خپل ړنګ کلې بهـر یم هلته ژوند و چا تریخ ک
غزل
غزل نن مې د سترګو په نظر کې نه یې که ته د کلي په ګودر کې نه یې یاخو زما په سترګو بد لګیږي یا خو جوړ ته په پیښور کې نه یې قسم دې نور مې په کې زړه ډوبیږي ته چې په ښکلي مازدیګر کې نه یې اوس مې جانانه دومره نه یادیږې اوس د دې ښار هریو منظر کې نه یې
مینه به دې کنګل کړم
مینه به دې کنګل کړم.......................کله مې هم چې د نفرت کولو لړۍ درنه پیل کړه تا به له زړه وباسم او زړه به هم پوه کړم چې نور دې یاده نه کړي خو مینه به دې د زړه په منځ کنګل پاتې کړم ...غواړم د ژوند د هرې شیبې په تېرېدو سره چې ختمیدو ته ورلنډيږم ستا نیمګړې کنګل شوې مینه په څاڅکو څاڅکو سره ویلې کړم...په خپلو ټولو دعاوو کې به مې له خدایه د اوږد ژوند نه ، د خوندور ژوند هم نه یواځې او یواځې د داسې یوه ژوند هیله وکړم چې د هرې شیبې په تیریدو
دمیرمن کلتوري- ټولنیز بهیر خبرتیا
دمیرمن کلتوري- ټولنیز بهیر خبرتیامیرمن کلتوري – ټولنیز بهیر په پام کې لري په نږدې راتلونکې کې رڼا کلنۍ ستره مشاعره په کابل کې جوړه کړي.ټاکل شوې په دې مشاعره کې د کال دری غوره شعرونه هم د ټاکل شوي واکمن هیات له خوا وټاکل شي، او له مشاعرې وروسته د رڼا مشاعرې د شعرونو ټولګه هم چاپ شي.دمیرمن کلتوري- ټولنیز بهیر دارالانشآ ټولو افغان میرمنو شاعرانو ته خبر ورکوي چې خپل یو یا دوه قطعې شعرونه له خپلې لنډې پیژندنې او یوه عکس سره د میرمن بهیر په برښن
غزل
غزل هغه چي ښار پرې ښایسته وو له دې ښاره واووتځلانده ستوری د اسمان وو له مداره واووتما له مودو ورته نیولې وه یو چا ته لارههغه سړی زما په مخکي په دې لاره واووتاول مئین وو اوس شاعر هم شو ترې لاس ومنځيسید خو سم د کار سړی وو، اوس له کاره واووتدجدای خزان مي مړاوي کړل دزړه ګلونهکنډر کنډر زړه مي د وصل له بهاره واووتچا چي د زوی دعا کوله خیر یې نه غوښتلونافر
دمبارکۍ پيغام
دمبارکۍ پيغام دنېک مرغه کوچني اختردرارسېدوله امله دلویې پکتيافرهنګي اوخپرندويه ټولنې مشرتابه اوټول غړي دنړۍ ټولومسلمانانوته په ځانګړي ډول افغان ولس ته که هغه دکوردننه اودباندې ژوندکوي دزړه له کومې مبارکي وايي خالق دې وکړي چې شونډې مودخنداغوټۍ سپړلې وي اوپراننګومودشفق سرخي خوره وي درنوهېوادوالواخترونه په اسلام کې دمسلمانانولپاره ځانګړې ورځې دي چې په ټوله نړۍ کې مسلمانان دعبادت ترڅنګ ځانګړي سيمه
اختر
د«آرین ویبلاک »نومیالی اوپیژندل شوي اوپه ماګران سایت ټولوچلونکو ته دکوچنی اخترمبارکی وړاندی کوم. اخترمومبارک شه!لمړی هیله می ستاسو روغتیااو بیا دافغانستانټولوخلکوته سوله ازادی اوسرلوړی غواړم. اخترښه مو مبارک نن وړاخترښه له روزوسرهلمونځ٬اوږده نفلونه دی قبول شی طراوسرهګوندی دپاک نیت روزه سبب شی ګناه وبښيپاک الله قبول کړي زمونږه عذرله توبوسرهغواړوموږاخترڅی ټول وګ
دوستانو ته د اختر مبارکۍ
دوستانو، ملګرو، خویندو ، وروڼو، لرو برو پښتنو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته له خپل لوري د اختر مبارکۍ نیکې هیلې او سلامونه وړاندې کوم. هیله من یم چې د روژې مبارکه میاشت مو په خیر سره تیره کړې وي لمونځونه، تراویح او ختمونه مو د الله پاک په دربار کې قبول او منظور شوي وي او د کوچني اختر شپې او ورځې درباندې په خوښۍ تیري شي، دوستانو له دې سره سره چې هره ورځ په هیواد کې د وینو لښتي بهیږي نه پرې څوک په روژه کې زړه سوځوي او نه هم له روژې پرته نه یې څوک په ګرمي کې سیوري ته کوي او نه یې هم
غزل
غزل که مقتول دی که قاتل دی هغه زه یم چي لګیا په دې باطل دی هغه زه یم دنیاوالو اورلړوني رانه جوړدی خو بیا هم که څوک غافل دی هغه زه یم ورور وژني خو په هیڅ مزهب کي نشته په دې کسب چي قایل دی هغه زه یم دجنت ټیکیدارانو پریکړه وکړه ددوزخ که څوک قابل دی هغه زه یم له الفت نه مي دزړه سمندر ډک دی پروت چي تږی په ساحل دی هغه زه یم له قابیل نه دې خبر
غزل
غزل پکتياکې بلاډېرې دي باغچې دګلابونو اخترته به دروړمه څوغونچې دګلابونو ترڅوچې دټوپک شپيلۍ بدمرغه ورکه نشي ترهغې به سوزيږي ګلدرې دګلابونو دازړه به درته اورشي دچنارپه شان به سوزې که ښخې په وجود دې شوې لمبې دګلابونو داځکه چې اشنامې پکې ناسته پاسته کړې خوشبوځي د دې
سترګي
سترګي که می سترګي ستاپه خواباندی کږي شويمین زړه کې می دسترګو انګازي شويیونری غږ می له غوږه تیرو بیر شودبرښنا په څیراسمان کې ګونګوسي شوي خیال دمینی دی په ماباندي غږ وکړ توري وریځي دسپوږمۍ په مخ رڼي شوي یونظردی دخیالونو په ما راغیزمادبڼ دونو وچي پاڼي شني شويهیلي سپړی دغوټیو تنکي پاڼیدموسکا شونډو په څیرپه خنداسري شويسرحد نه لری انځوردمینی خیال میپه لیدویې داغیار سترګي ړندي شوي
پښــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــتو لنډۍ
څو ښکلې پښتو لنډۍ ویې لولۍ او که که مو کومه نوې ښکلې لنډۍ په ذهن کې درګرځې د تبصرو په کړکۍ یې موږ سره شریکه کړۍ او یا یې هم د بلاګ له لارې د اړیکو د مینو له لار را ولیږۍ ترڅو یې خپرې کړو او نو ر هم ترې خوند واخلي. څوک د واده په ارمان دینه چاته په کور کې شاه بلبلې ناستې دینه کله خفه کله غصه شي زما اشنا د ماشومانو خوی کوینه څوک یې مړوند باندې اوده شي
ټګ ریبار
ټګ ریبارد رنګونو له بازاره څه دې راوړلراته ووایه له یاره څه دې راوړلد لاس نښه چې جانان درکړه تا څه کړهته هم ټګ شولې ریباره څه دې راوړلنن خو راشه یو څه غوړې کیسې وکړهد ښایسته ؤ له بنډاره څه دې راوړلملنګان په انتظار درته ولاړ ديد شاهانو له درباره څه دې راوړلله مودو وروسته راپیښ شولې نېکملهته چې راغلې په دې لاره څه دې راوړل
بلاله
بلاله ستا د اذان نوا ده ورکه په ماښام بلالهاوس روژه ماتی به کوم په کوم امام بلالهته وې د مور د زړه دوينو د غو ټېو پرخهاوس راورېږې مې د زړه په اور مدام بلالهد اسلام دين او د پښتون په نوم ډ غر ې وهياصلي نا مرد دی بېلوي رانه ګلفام بلالهستاجدايي کړم سندريزه د نغمو په کوګلسلګۍ د غم غواړ ي رباب نن داعلام بلالهنن مې د اوښکو ډيوې داسې غمځپلې شولېچې هر فريادې کړي فغان دا ستا په نام بلاله
نوى غزل
نوى غزل ډېر پريشان درپسې بېرته راغى طالبه ځان درپسې بېرته راغىله تا خپه و خو شيبه نه کيدهدغه انسان درپسې بېرته راغىعشقه چې ستا سترګې پرې نه ډکيدېهغه باران درپسې بېرته راغىپه ليونتوب يې ارتقا نه کيدهڅيرې ګرېوان درپسې بېرته راغىطالبه تا چې درلوده له ځانههغه ګومان درپسې بېرته راغىطالب منګل
راځۍ له نورو یې زده کړو!
راځۍ له نورو یې زده کړو! د محمدالله ارین احمدزي لیکنه افغانستان د ځمکې د کرې پر مخ په داسې یو موقعیت کې پروت دی چې تر ډيره ورته خپل جغرافیوي موقعیت غمونه جوړ کړي دي. تل پکې د نړۍ هر زور واکی خپل زور د خپل زور د ساتنې لپاره کارولی او یا یې هم د کومې بلې موخې لپاره دې هیواد ته را مخه کړې. هغه وخت چې لا هم د طالبانو واکمني وه امریکایانو د لومړي ځل لپاره د هلیکوپتر له