اتڼ هم سپک شو

ليکوال: حفيظ الله مومند

که موږ خپل چاپېريال ته وګورو، نو د کايناتو په هر څه کې به راته مختلفې بڼې، رنګونه او راز راز توپيرونه ښکاره شي. همدغه ظاهري توپيرونه دي، چې نړۍ يې ښکلې کړې، يو بل يې سره بېل کړي او د انساني ژوند د دوام لپاره يې اسانتياوې او کيفيت رامنځ ته کړي.

که څه هم د وخت په تېرېدو سره په ځينو شيانو کې بدلونونه رامنځ ته شوي، خو داسې نه دي شوي، چې په ټوله مانا دې په اصل کې داسې څه رامنځ ته شي، چې هغه دی څوک ونه پېژني. د بېلګې په توګه په پخوا وختونو کې به خلکو ږيرې اوږدې پرېښودې، خو په اوس وخت کې د ځينو خلکو ږيرو بل ډول بڼې غوره کړي، خو داسې لا نه دي شوي، چې د يوه زلمي هلک پر مخ دې د ږيرې وېښتان له منځه تللي وي. ( کوسه ورونه مستثنی دي). که ښځو ته وګورو، نو د سل کاله پخوانۍ او اوسنۍ ښځې په ناسته ولاړه او لباس کې ډېر توپيرونه راغلي دي، خو ښځه لا په جسم  او اصلي خويونو لکه څنګه چې  زرګونه کاله پخوا وه، هماغه ښځه ده.

خبره يوازې تر ظواهرو پورې نه محدودېږي، بلکې ټول ژوندي شيان او حتی بې ساه توکي هم د جوړښتونو له امله د خپلو ځينو نورو شيانو چې موږ يې ورته خواص او عادات ويلی شو، تابع دي. د بېلګې په توګه ښځه له ځانجوړونې، ښکلي لباس، خبرو اترو او نورو شيانو سره مينه لري او نر د پورته کارونو دومره پروا نه لري. همدارنګه ځينې داسې چارې دي، چې هغه ښځې د نارينو  په پرتله ښې کولای شي، خو ځينې کارونه بيا داسې دي، چې هغه بيا نارينه ښه تر سره کوي.

 سره له دې چې د دېموکراسۍ په دغه نړيوال سيلاب کې څوک هم بل څوک له خپل انتخاب نه نه شي منع کولای، خو دا لا تر اوسه په ټوله نړۍ کې عامه ده، چې د نر او ښځې توپیر د هغوی د لباس، ناستې ولاړې او عاداتو له مخې کېږي. همدغو اصلونو بيا په ځينو ټولنو کې کولتوري ارزښتونه جوړ کړي، چې د سلګونو او زرګونو کلونو په تېرېدو يې په ټولنه کې د نه ماتېدونکي اصلونو په توګه تبارز کړی، چې همدا کار ملتونه يو له بله بېلوي او د هغوی کولتوري ارزښتونه ټاکي.

لکه چې ومو ويل، همدغه مشروعو روايتونو نړۍ ښکلې کړې او د طبعيت په دوام کې يې يو ډول نظم رامنځ ته کړی.

خو که چېرته د لږ وخت لپاره دغه تسلسل پرې شي، نو انسانان به عجيبې او غريبې بڼې خپلې کړي. که چېرته يو سړی زموږ په ټولنه کې د ښځو يو ګرد سور کميس واغوندي، پکول پر سر او بيا سينډل په پښو کړي، نو تاسې ته به د هغه حالت څومره حيرانوونکی او خندنی ښکاره شي؟!

که همدغه کار د پښتنو په يوه لري کلي کې څوک وکړي، نو هغې کورنۍ ته به تر ډېره د يوه شرم او پېغور په توګه پاتې شي. له دې خبرو نه ښايي دا جوته شوي، وي، چې نر بايد د نر او ښځه بايد د ښځو په څېر ځکه وي، چې دواړه د خپلو طبعي خواصو په پلي کولو ښه ښکاري او که داسې ونه کړي، نو دواړه به د خندا وړ شي. مينه به ورکه او يو ډول نا اشنا ګډودي به رامنځ ته شي.

له بده مرغه د راغلې دېموکراسۍ سره زموږ په هغو کولتوري ارزښتونو کې چې افغاني ټولنه پرې ژوندۍ ده، ځينې بدلونونه رامنځ ته شول او يا هم د رامنځ ته کېدو په حال کې دي. که تاسې ځينو رسنيو ته ځير شﺉ، نو زلمي به په کې داسې حرکتونه کوي، چې د يوې پېغلې به زده نه وي. د زرګونو خلکو په مخ کې به د پاخه عمر سړی، چې ږيره به يې هم پرېښې وي، ناببره په کنسرت کې داسې نڅا شروع کړي، لکه ټول عمر يې چې په هندوستان کې د نڅا په ورکشاپونو او سيمينارونو کې برخه اخيستې وي. په رادېوګانو کې د ځوانانو داسې غږونه پيدا شوي دي، چې په ګرانه به يې دا توپیر وشي، چې دا نر او که ښځه ده؟! په لوی لاس به په خپل غږ او انداز کې داسې بدلون راولي، لکه په دې چې ځان ماډرن ښيي. دا خلک  پرته له دې چې شرم محسوس کړي، له ځانه نجونې جوړوي.

زموږ او ستاسې په ټولنه کې پخوا د نر لپاره نڅا يو سپک کار ګڼل کېده، خو د نڅا يو داسې صنف هم و، چې هغه ته به خلکو په درنه سترګه کتل، داسې درانه به يې ورته کتل چې په دغه کار کې به ورته د سپکاوي هېڅ نه ښکاره کېدل، بلکې په ليدو به يې په زړونو کې يو ډول وجد پيدا شو، آن چې د ځينو به ورته له سترګو اوښکې تويې شوې.

د حرکاتو د هنر دغه ژانر اتڼ نومېده، چې د لنډيو په څېر يې په نړيوال کولتور کې ساری نه و. د افغانستان په جشنونو، ودونو او د ملي نواميسو نه د ساتنې پر وخت به  په کليوالي سیمو کې کېده.  اتڼ په حقېقت کې د هغه  جنګي تاکتيک تمثيل و، چې له زرګونو کلونو راهيسې يې د پښتنو د هېوادپالنې او مېړانې پيغامونه لېږدول. په اتڼ کې به زړو او ځوانانو په مختلفو لباسونو کې په ګډه برخه اخيسته، چې يو ډول احساساتي حالت به يې رامنځ ته کاوه. ځکه  به نو په  اتڼ کې خوند او رنګ دواړه وو. اتڼ به د خلکو احساسات  پارول او د پښتني غيرت وړانګې به  ترې خپرېدې. يانې دا په نړۍ کې هغه يوازينۍ نڅا وه، چې په پښتني اند انسان به په کې اتل ښکاره کېده.

له بده مرغه د ګډوډيو په دې بهير کې زموږ دغه وياړلی اصل هم د نورو کولتوري ارزښتونو په څېر په امان کې پاتې نه شو. کلونه وشول، چې د اتڼ په برخه کې ځينې داسې کړۍ او ګروپونه پيدا شول، چې د پښتون کولتور دغه وياړلی ارزښت يې ډېر زيانمن کړ. دغه ښاغلیو په داسې لباسونو کې چې خښتګونه يې ښکاري، د بڼې نه پرې په تمامه مانا د نجونو ګومان کېږي، په ودونو او مېلمستیاو کې د يو څو روپو په بدل کې د اتڼ په نامه داسې څه کوي، چې يو پښتون وجدان يې کله هم د زغم توان نه لري. دوی په اتڼ کې عجيب او غريب بدلونونه چې په ټوله مانا يې په کولو ښځې ښکاري، رامنځ ته کړي. يوه هنرمنده به مبتذله بېخونده او شرموونکې سندره وايي، خو دوی به يې تر شا په زينو، د کوټې پر سر او يا هم په کوم بارګېن کې د پښو پر څوکو ناست او بې ځايه به د بادپکو په څېر وېښتان ښوروي. دوی په دې نه پوهېږي، چې د دوی دغه کار يو له بله سره هېڅ هنري تړاو نه لري او چې کله په هنري جزياتو کې تړون نه وي، نو هلته بیا له هنره ريشخند جوړېږي او سر ته رسوونکي يې بيا د ښو پر ځای بد څه چې ډېر بد ښکاري. دوی په دې نه پوهېږي، چې اتڼ به خپل ځای او وخت درلود.  اتڼ هېڅکله په سپکو او له شرمه ډکو وختونو کې نه دی تر سره شوی. که دغه ښاغلي، د خپل کولتور د بډاينې لپاره څه نه شي کولای، نو زموږ د دغه ملي ارزښت سره خو دې نورې لوبې نه کوي. او که چېرې ورسره ډېره مينه لري، نو بيا دې د نڅا يو بل ډول وپنځوي. له دې سره به يې خپل احساسات خړوب او هم به په نڅا کې د نوښت وياړ وګټي او له دغه حالته چې نن يې د ليدونکو زړونه تر پوزې راوستي او پخپله هم ورسره د ښکلا پر ځای بد ايسي، ځان او هغوی له دغه ابتذاله ژغورلي وي هيله ده چې د اتڼونو اتحاديې او ټولنې دغه ناوړه حالت ته نور د پای ټکی کېږدي او له دې وروسته د شهامت دغه سمبول ( اتڼ) نور پسې لا سپک نه کړي!!!