د محمدالله احمدزی لخوا خپرې شوې لیکنې
موږ رښتيا روژه نيولې؟: محمدالله ارين
موږ رښتيا روژه نيولې؟: محمدالله ارين روژه د خير، برکت، رحمت، مغفرت، قرآن کريم د نزول، دعا د قبليدو، نفل په فرضو د حسابيدو، دوزخ او شيطان د تړل کیدو مياشت ده خو په افغانستان کې تر ډيره دا خبرې يوازې د ویلو تر کچې دي او موږ خو په دې دنيا د روژې کومې ګټې نه دي ليدلي،البته هغه ګټې چې له الله تعالی سره دي هغه به له هغه څخه غواړو، خو د بنده ګانو مکلفیت او پوره کيدل يي موږ نه دي ليدلي. په دې مياشت کې برکت کډه کړې، خير پکې هیڅ چاته نه رسيږي په ځانګړي ډول غريب خوغرق دی، مخکې به غريب لږ
د برښنا شرکت برښنا: صمدخان غر
اوس اوس که مو چيرې ټلویزيون ته سر ورښکاره کړی وي بس برښنا ده، سپما ده، اعلانونه دي او که سهار وختي د سړک سر ته را و وزي ټول ښار به ددې شرکت موټرو او مامورينو په سراخيستی وي، خو که د شپې په ښار کې وګرځې نو بيا به تپه تياره وي او د برښنا اعلان به در ياد شي چې وايي( برښنا د تيارو روښانه کونکې) خو زه له دې اعلان سره ډير موافق نه يم ځکه له کله چې زموږ سيمې
دآسیادزړه ګلشن
تـلـلي وم خپـل وطــن تــه دآسیا دزړه ښکلي ګلشن ته ګلونه مړاوي شوي وو ترخاورولاندي شوي وو په خوله مي خندا وه په سترګومي ژړا وه پس له مودي مي ولیدل خپل خپلــوان یوي خواته خوشحالي وه بل خواته خپګان یوي خواته بينظمه آبادي وه بلي خواته سخته بربادي وه هیڅ نظم اوترتیب نه وو په کابل کــي څنګه به جوړشي دتاریخ په درشل کي جوړیږي هري خواته لوړلوړبلډنګونه بیت المال شوتالا ډکیــږي جیــبونــه پلان اونقشه نشـته داڅرنـګه قانـو
جاويد او کرن د مینې دوه سفيران!
موسيقي د انساني روح د تسلۍ يوه فطري ذريغه ده. د اوبو شڼا د سيند فطري غږ،دمرغانو غږاودبنګړو غږ او هغه څه چې د انساني روح د تسلۍ فطري ذريعه ګڼل کيږي موسيقي بلل کيږي. جاويد او کرن دا چې د نورو ژبو غوندې پښتو هم د موسيقي خواږه لري د پښتو ادب په ډګر کې څومره ورته کار شوی دی يوه لنډه کتنه به ورته وکړو. پښتو ادب ته موسيقې له پخوا راغلې ده خو څومره چې پښتوموسيقي وده وکړه د خوږو کيف يې څومره اغېز وکړ دا هغه وخت و کله چې رفيق شينواري د ولسي سندرو هغه لاره م
د ولسمشرۍ د نوماندانو په اړه د طلوع ټلویزيون شوې سروې ناسمه ده
افغان ځواک: څه موده وړاندې د طلوع په نوم خصوصي رسنۍ يوه سروې خپره کړهياده سروې چې د ټاکنيزو هڅو او خلکو د خوښې نوماندانو په اړه شوې وه پکې ښودل شوې وه چې عبدالله په ټول هيواد کې د پراخ نفوذ لرونکی دی. په ياده سروې کې تر ټولو په زړه پورې خبره يي دا وه چې په سويل کې تر ټولو نوماندانو د عبدالله عبدالله فيصدي ډيره وه. څو تنو چې د ټليفون له لارې يي په ياده سروې کې ګډون کړی و، افغان ځواک ته د شوې سروې کيسه داسې وکړه. يو تن چې محمود نوميږي او په دې سروې کې يي ګډون کړی د
فيسبوکي سياست پوهان او پيران
فيسبوکي سياست پوهان او پيران عصمت الله سپيڅلی esmatullahspesalay@gmail.com زه انټرنيټ يا د نړۍ جال ته ډير لاسرسی نه لرم. کله هم چې ورته لاسرسی پيدا کړم، خپل څه نه ليکم د نورو ګورم ځکه وايي پردی کټ تر نيمو شپو وي. نن سهار مې هم يو دوست سره نيټ و بس ماهم پکې خپله آيډي خلاصه کړه ټوله پاڼه مې وکته بس ډيرې خبرې پکې وې خو د ميرمن فتانې ګيلاني يوې لنډې تبصرې ته مې ور پام شو: نوموړې په خپله تبصره کې داسې ليکلي و:
د شهر نو پارک که د هېرا منډي
د شهر نو پارک که د هېرا منډي صمد خان غر samadkhanghar@gmail.com د کابل نوی ښار چې په دري کې ورته شهر نو وايي د ډيرو قيمتي هټيو، هوټلونو، او ..... ځای دی، چې د دې آسانتياوو تر څنګ پکې يو پارک هم آباد دی. ياد پارک په خپل وخت کې د ښکو پارکونو يوه بيلګه وه چې د ښار په دې مرکزي سيمه يا زړه کې آباد و، په تيرو کلونو کې پکې څه ناڅه بيارغونه هم شوې، خو يو څه چې پکې نه وي دي هغه پکې د يو شمېر نامالومو ښځو شتون دی.
دآسیادزړه ګلشن: د يعقوب منګل څو غزلې او نظم
دآسیادزړه ګلشن تـلـلي وم خپـل وطــن تــه دآسیا دزړه ښکلي ګلشن ته ګلونه مړاوي شوي وو ترخاورولاندي شوي وو په خوله مي خندا وه په سترګومي ژړا وه پس له مودي مي ولیدل خپل خپلــوان یوي خواته خوشحالي وه بل خواته خپګان یوي خواته بينظمه آبادي وه بلي خواته سخته بربادي وه هیڅ نظم اوترتیب نه وو په کابل کــي څنګه به جوړشي دتاریخ په درشل کي جوړیږي هري خواته لوړلوړبلډنګونه بیت المال شوتالا ډکیــږي
غزل
غزل خلاصه زربه دروازه كړم درته راغلم؟خيردي يوكُوكي مي واخله نورځه لاړشه؟په يخني كي دي خوله كړم درته راغلم؟په باران كي مي سروشنډونه رنگ لاړ شي؟شنډي راچه يي په خوله كړم درته راغلم؟هغه گوري كشرورورمي راته گوري؟وس به جوړه څه لانجه كړم درته راغلم؟ابراهيم طوفان له سنگه دي نورنه ځي؟په ديدن به دي مړه كړم درته راغلم؟
نا اشنا ميلمه ( لنډه کيسه)
نا اشنا ميلمه ( لنډه کيسه) ليکوال: محمد الله ارين نن د پاڼې دوی کور ته موټر ولاړ و او ډول ډول خلک ورکره کښته پورته کیدل. د پاڼې کور له سړک سره نيږدې د لويې ويالې پر غاړه و، تر ډيره به په ستونزه موټر ور تلای شوای، خو دا موټر له دې دومره ستونزمنې لارې سره سره د دوی کورته ورغلی و او د دروازې په مخ کې يې ښه په عزت سره ولاړ و. په دې ډول ډول سړيو کې يو سپين ږيری مازديګر لمانځه ته جومات راغی، ټولو ورته رډ رډ کتل خو د لمانځه له خلاصيدو سره سم ټولو کليوالو ورسره روغبړ ا
ملالۍ په میوندکي
ملالۍ په میوندکي***داچه ړنګه بنګه٬مسته په خیال راروانه دهدا دغروره ډکه٬سپیڅلي ښکلي افغانـــه دهنه سرخي اونه سفیده وهي پرمخ اونه سینګاردا داصله پیداشوي٬ښاپیرۍ اوګلرُخانـــــــه دهدانګریزانوسره ئ دجنګ په ډګرکي ملاتړلـــيبیرغ په لاس داپه میوندکي( ملالۍ) قهرمانه دهدبکتاش په مینه کي ئ پخپلووینوشعرونه دي لیکليدادکعب لورپه بلخ کي شهیده( رابعه) جانـــــــــه ده
ګلالۍراشه
ګلالۍراشه***ستاداخوږي خبري څومره پرماښي لګیــږيلکه په للمو غنموچه بارانونه راوریــــــــږيوه ګلالۍ٬ګلالۍراشه چه زړه مي نه صبریږيشپه ترسهاره ستاپه یاد کي مي ډیر ژړلـــــيماشوم زړګۍ مي تاراڅخه غواړي نه قراریږيوه ګلالۍ٬ګلالۍراشه چه زړه مي نه صبریږيستاددیدن په هیله مدام ګر ځمه راګرځـــــمآسمان ته ګورم چه لمر ژرکله ډوبیــــــــږيوه ګلالۍ٬ګلالۍراشه چه زړه مي نه صبریږي
آشنادي
آشنادي***زړه آشنادي٬ځګر آشنـــاديستاپه طرف٬زمانظر آشناديته چه غلي غلي ګوري ماتهددیواله دسیوري شاتــــــــهماته ستادمړوسترګوهنرآشناديباغونه مي ډیردي لیدليله یاده مي ندي وتلـــــيماته داناروباغ ستاپه ټټرآشناديچه پکښي کیږي دیدنونهاوپوره کیږي آرمانونــهماته ددوومینوهغه ماذدیګرآشناديته چه منګۍ واخلي٬شي روانهدهمځولو په سرکي خیرامانــــهماته ستادمستوخنده ګانوبرګودرآشناديستا
تصویر د خیال آئینه ده
تصویر د خیال آئینه ده شیبې دژوندانه بدلیږي او د بدلون په دغه لړی کې د انسان ژوند د ماشومتوبه ها تر مرګ دمه پورې د شيبو زیږنده وي او دغه شیبې د انسان په ذهن کې د تصویرونو په شان یو خیال جوړ یږي چې څوکې د خپلې لیدلوري په پر تله دغه تصویرونوته دژوندون د آئینې نوم ورکوي. چاته مینه وګرځي او د خپل معشوق او یا معشوقې تصویر سره په خیالونو کې لوبې کوي او څه هم پیښې وګرځي د ژوندون د ښه او بدوشیبو چې د تصویر په بڼه د ذهن د کتاب په ژورو کې ځای ونيسي چې د وخت او د عمر په تیریدو سره کله نا کله
څوشعرونه څوخبرې
څوشعرونه څوخبرې موږ چې په کومه ټولنه کې اوسېږو حتمي به د همهغې ټولنې په رنګ رنګېږو، پيغمر(ص) فرمايي: هرمحفل تاثيرلري. محفلونه په ټولنه کې دايرېږي او محفل چې په کومه ټولنه کې دايرېږي دهمهغه ټولنې اوسيدونکي پکې راټولېږي. د ټولنې له تاثيراتو هېڅ وګړی نه شي پاتې کېدلی د ارواپوهنې پوهان په دې برخه کې ډېر ښه منطقي مثال وړاندې کوي: دخړو غرونو مرغان او نور ژوي ځکه خړ وي چې چاپېريال يې خړ وي او د شنو هغه ځکه رنګارنګ وي چې چاپېريال يې رنګين وي. دچاپېريال اغېز د انسان دظاهري بڼې ترڅنګ پرباط
څو غزلې
څو غزلې غزلګرانه هېڅ به مې له لاسه نه ووځې چې مې داسې له احساسه نه ووځېد پردو په محبت کې لېونی شوېد پردو له اختلاسه نه ووځېسترګو شونډو اننګو ته دې چې ګورمد ګلونو له جواسه نه ووځېچې ماښام شي کوڅې ډکې له بلا شي؟کنه هسې له وسواسه نه ووځې !د ښکلا اوبه دې سپينې پکې برېښېد سندرو له ګيلاسه نه ووځې له هغې که بې خبره ساده راغلې
څوشعرونه څوخبرې
څوشعرونه څوخبرې ګل ولی شاه ساده حيدرخېل موږ چې په کومه ټولنه کې اوسېږو حتمي به د همهغې ټولنې په رنګ رنګېږو، پيغمر(ص) فرمايي: هرمحفل تاثيرلري. محفلونه په ټولنه کې دايرېږي او محفل چې په کومه ټولنه کې دايرېږي دهمهغه ټولنې اوسيدونکي پکې راټولېږي. د ټولنې له تاثيراتو هېڅ وګړی نه شي پاتې کېدلی د ارواپوهنې پوهان په دې برخه کې ډېر ښه منطقي مثال وړاندې کوي: دخړو غرونو مرغان او نور ژوي ځکه خړ وي چې چاپېريال يې خړ وي او د شنو هغه ځکه رنګارنګ وي چې چاپېريال يې رنګ
غزل
غزل نن مې بیا خوره دغم رڼا په تورتمونو شوه مړه مې تلوسې ته په ژړا په تورتمونو شوه ګورمه ایسار مې د لیمو په قید د اوښکو پل نن رانه روانه په ادا په تورتمونو شوه بیا راته د بخت طالب دغم سیپاره وسپړه ورکه ښاپیرۍ مې د ثنا په تورتمونو شوه جوړه مې پلمه راته د اوښکې زولنه شوله لاړه نارواو کې روا په تورتمونو شوه غچ ته یې د درد چغه یوازې په سلګو شوله پټه رحیمه پرې د وفا په تورتمونو شوه
د میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر د درویشتمې غونډې ریپوټ
نعیمه غني د میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر د درویشتمې غونډې ریپوټ میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر تیره شنبه د تلې د میاشتې په دوویشتمه نیټه غونډه وکړه آغلې ګل مینه یوسفزۍ د غونډې مشره، میرمن دل افروز ځیرک اوله پکتیا ولایت څخه لیکوال او فرهنګیان هر یوه فرید احمد تسکین، ولي مرجان او عبدالرحمَن ګل سروال په غونډه کې د میلمنو په توګه حضور درلود د غونډې ډيره برخه د پښتونخوا د سوات په سیمه کې په یوې پښتن
د میرمن کلتوري- ټولنیز بهیرد نولسمې غونډې رپوټ
نعیمه غني د میرمن کلتوري- ټولنیز به