نعیمه غني
د میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر د درویشتمې غونډې ریپوټ
میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر تیره شنبه د تلې د میاشتې په دوویشتمه نیټه غونډه وکړه آغلې ګل مینه یوسفزۍ د غونډې مشره، میرمن دل افروز ځیرک اوله پکتیا ولایت څخه لیکوال او فرهنګیان هر یوه فرید احمد تسکین، ولي مرجان او عبدالرحمَن ګل سروال په غونډه کې د میلمنو په توګه حضور درلود د غونډې ډيره برخه د پښتونخوا د سوات په سیمه کې په یوې پښتنې معصومې نجلۍ(ملالې یوسف زۍ) باندې د پوهنې د دښمنانو له خوا د وژونکې حملې غندنې ته ځانګړې شوې وه.
په غونډه کې د بهیر میرمنو دا حمله یو وحشیانه عمل وبللو او ملالې یوسفزۍ ته یې د بیا رغیدو او صحت دعا وکړه، او د دې ناوړه عمل تر سره کوونکو ته یې د سختې سزا غوښتنه وکړه.
همداراز د کاري مسایلو په برخه کې هم دې ټکي ته اشاره وشوه چې د میرمن بهیر له اهدافوڅخه هم یو دا دی چې د میرمنو په وړاندې د هر راز تاوتریخوالې او تبعیض په وړاندې دې د میرمنو د دفاع له پاره خپل غږ پورته کړي او د میرمن ټولنیز- کلتوري بهیر د کړنلارې د نهمه مادي په څلورم بند کې په څرګنده توګه ذکر شوي چې د ناوړه اعمالو، دودونو او خرافاتو له منځه وړل کوم چې د میرمنو او نجونو د زده کړې او ژوند په لار کې خنډ ګرځي زموږ له لومړنیو اهدافو څخه دي.
په دوهمه برخه کې میرمن دل افروز ځیرک د میرمن بهیر له غړو نه غوښتنه وکړه چې د ګویته انستتیوت په نوښت او میرمن بهیر په مرسته د افغانستان د معاصروادبیاتو په جشن کې د ګډون لپاره دې خپل ادبي آثار چمتو کړي تر څو د میرمن بهیر ونډه په دې ادبي- کلتوري پروګرام کې ګتوره تمامه شي.همداراز د بهیر نوې راغلې غړې نظیفه نصري ژمنه وکړه چې دمیرمن بهیر له پاره به په یوه بریښنا پاڼه کار کوي.له دې وروسته د غونډې ویاندې لیمې نیازۍ د حسنیې حمیدي نه غوښتنه وکړه چې خپل شعر د کره کتنې لپاره وړاندې کړي، چې شعر په لاندې ډول وو.
در آرزوی وصال
نترسم آنقدر من از جفایت
به قدر غصه ها و اشکهایت
مرا آن قدر مجنونت ساختي
اګر خواهي بیافتم پيش پایت
تویي آن مونس مهروې قلبم
که شبها می نشینم چشم برایت
به روز حشر ګر پرسند مرا از
محبت ها، بګویم از برایت
فقط یکبار لبخندې به من ده
نګر چسان کنم جان را فدایت
اګر روزې بیایي در حریمم
کنم جان ودلم را فرش پایت
اګر روزې برندت از کنارم
کنم افغان و زاري در سرایت
ز دوري یې مدام تو تنم سوخت
بمان خالې ز خونم در حنایت
ز هجر تو درین کنج فلاکت
کنم یاد از بلایې چشمهایت
ز شور هجر دیرین تو دیشب
بې اختیار مې ګفتم ثنایت
خداوندا ازین هجر جهان سوز
ببخش ګر میدهم جان بې رضایت
(حمیدي) ګریه و غم بې تمام است
بمان تنها همیشه این جزایت
د نوموړې د شعر په اړه د بهیر میرمنو بیلابیل نظرونه درلودل. پاکیزې د دوهم او څلورم بیت د وزن ماتیدلو نه د نقد ګوته ونیوه، سایره شریف یې په شعر کې د نارینه د احساس د شتون خبره کوله، شکریې یې هم له ځینو اصطلاحاتو لکه، خالې زخون او هجر جهانسوز خوښ نه کړل او لومړې اصطلاح یې نا مناسبه او دوهمه یې غلطه وبلله خو اوږۍ،حوريې او نجیبه ستانکزۍ په یوه غږ وویل چې دا د شاعرې لومړنۍ هڅې دي او دومره وړې غلطي خو د پخو شاعرانو په اشعارو کې د اصلاح وړ دي، دا به هم کرار،کرار دې ټکو ته پام کوي اود اوس لپاره دا یوه بریالۍ هڅه بللی شو.
د مشاعرې په برخه کې لومړی د ننګرهارولایت څخه سمیرا بهار خپل شعرد تلیفون په لیکه خپل شعر واورولو ورپسې حاضرو میرمنو هرې یوې شاه ګل ګلزاده، اوږۍ امیل، سایرې شریف، حورې سپیڅلې، حلیمې نیازۍ، حسنیې حمیدي، فرشته غني، نجیبې ستانکزۍ، ریحانې بهیر،دل افروز ځیرک، شکریې کمالزۍ، بلقیس محبوبي حقیق،نظیفې نصیر،ګل مینه یوسفزۍ او نعیمې شعرونه ولوستل .د غونډې په پای کې د ښاغلی روئید همت شعرې ټولګه(وختونه دي تیریږي) د ښاغلي ولي مرجان درمان شعري ټولګه( چې ته مې ولیدې، سندرې مې دروښویدې) او د خوست ولایت څخه چاپیدونکې د محبت مجله د غونډېې په ګډون والو وویشل شوې چې میرمنو یې مننه وګړه.غونډه د مازدیګر په څلورنیمو بجو پای ته ورسیده.