د محمدحنيف حيران لخوا خپرې شوې لیکنې
نوی غزل: محمدحنيف حيران
په شعار او په خبرو باندې نه شېجنګ د تورو تش په زغرو باندې نه شيانقلاب له جمعيته پيدا کيږيهغه څه دي چې ملګرو باندې نه شي؟ياره ستا مينه په څه باندې کړم ماتهپه نباتو او شکرو باندې نه شيدوطن ساتل د سر په بدل بويهدا په سرو، سپينو، ګوهرو باندې نه شياوس مې ستا په يادکې اوښکې قيمتي دياوس مې مينه مرغلرو باندې نه شيځئ چې خپله مټې پورته کړو يارانوپه
غزل: محمدحنيف حيران
ښايي دا چې دې پيالې په واک کې نه ديساقي پام، زمونږ هم خولې په واک کې نه ديد نظر د ګستاخۍ ګناه مې معاف کهنن مې خپلې ارادې په واک کې نه دي(( د وړو خدايانو غم بايد چې وکړوڅو مولوی خدای ته سجدې په واک کې نه دي))هم د تېرو زمانو يو پوره وړيهم مو خپلې زمانې په واک کې نه ديکه زما زړګی له واکه دی وتلیستا هم سترګې پښتنې په واک کې نه ديکه مو ورور پرې
نوی غزل: محمدحنيف حيران
خوله دې راکړله په تا باندې څه وشول؟ته خو وشرمېدې، ماباندې څه وشول؟ولې خاندي، په دنيا باندې څه وشول؟خوله مې واخېسته رضاباندې څه وشول؟غنمرنګه! ملامت راباندې نه يېد آدم (ع) يوه خطا باندې څه وشول؟اوس دې سوړ اسوېلی نه راوړي جانانهنه پوهېږم، په هوا باندې څه وشول؟ته يې پوی کړې، خدايه ته خو لوی پاچا يېچې زمونږه په پاچا باندې څه وشول؟له سلګيو نه دې ځار ش
نوي کال ته: محمدحنيف حيران
راځئ چې نوی کال په نوي عزمپه داسې شان ونمانځولکه کليزه د نيازبين بچوکيلکه يادونه د جانان ونمانځوراځئ چې سږ کال يوه لوبه وکړوهر يوسړی خپله سينه څيرې کړولکه د کاڼو لکه موم زړونه راوباسو ترېپه يو هدف په يوه نوم زړونه راوباسو ترېبيا يې اوبو ته د احساس واچووهر يوسړی يې په لوی لاس واچووپه پاکه مينه په اخلاص واچوواورته طاغوت اور ته خناس واچووزړه ته يې کرکه او وسواس واچو
نوی غزل: محمدحنيف حيران
له تصوير څخه دې روح ولې په شا شوجوړې دا هم په کابل کې ناست پاچا شودې وطن کې ډير له بدې ورځې واييښه ده خدايه چې دا لمر خو لږ پنا شويو سړی و تمام عمر ژړيدلیچې د دار په تخته وخوت په خندا شوله خپل پلاره يې د مينې تمه نه وهيو ماشوم د مور له غېږې نه جدا شود غماز جوړه تنکي زامن يې مړه کړلبې منته، بې رېباره راپخلا شوسرمايه
نوی غزل: حيران
هيروم دې خو په زړه کې راپه ياد شېګنهګار نشم، مانځه کې راپه ياد شېکه مې هر څو يې له زړه ځنې ايستلېنوم دې بيا راشي په خوله کې راپه ياد شېهېرولو ته دې کوم ځای سړی لاړ شيزه پوهېږم لابه غره کې راپه ياد شېد همزولو له اتڼه ځنې ووځمد همزولو په واده کې راپه ياد شېوايم ده به هم يو څوک وي ياده کړېاوس د هر سړي کاته کې راپه ياد شېلکه لمر په راختلو کې دې ګورم
غزل: عزيز احمد عزيز
درته اشنا ګړۍ ګړۍ چې ګورمسترګې دې څه لکه نړۍ چې ګورمخپله کوچۍ مې شي تر سترګو سترګوله شال دې جار دې شمه شړۍ چې ګورممنی راځي درخو واده به دې کړيشولې کري دا سږ جړۍ چې ګورممونږ به دا ژوند مرګ ته په لاس ورکويد شپو او ورځو دالړۍچې ګورمزه به مين ليونی څنګه هير کړمزه چې ځنځير ګورم کړۍ چې ګورمله شپانه ورکه ورۍ لېوه خوړلېدلته دا وينې دا وړۍ چې ګورمدا لېونی ښه ي
د مینې راز: عزت الله اديب
غواړې د شپې تر ناوخته ورسره کینې او خبرې وکړې خوچې کله دې بستر ته راشې بیا هم د هغې په اړه فکر کوېکله چې درسره په لاره روانه وي په ورو ورو قدم اخلې کله چې هغه درنه لرې وي خفه وې او زړه دې غواړي چې تل درسره وي کله چې یې اواز واورې له ځان سره خاندېکله چې هغه وینې نورڅوک نه درته ښکاري او غواړې یواځې هغه اووینېهغه ستا د پاره هر څه ده او له هر شي درته زیات ارزښت لريهر وخت چې ورسره مخ شې د دواړو پر شونډو زرموخیزه مسکا خوره شي
نوی غزل: محمدحنيف حيران.
ځان راته ښکاري بې ايمانه غوندېوشوې مودې يم بې جانانه غوندېياران مې ډېر کړې، خدايه ډېر يې مکړېدا ځينې ځينې بې وجدانه غوندېظالمې نه به راتلې، اوس چې راغلېنو بېرته ولې يې روانه غوندې؟د جدايي په مرګ مې ولې وژنېبل راته وګوره اسانه غوندېخدای خبر ځان به مې اوس څنګه موممستا له تلو وروسته يم بې ځانه غوندېستا خاموشي بلا خبرې لريته د ګلونو ترجمانه غوندې**په تش ديدن باندې رغ
نوی غزل: محمدحنيف حيران
اوس مې دې نوم او ياد سوچه له حافظې وتليدا غشي بېرته نه راګرځي له لېندې وتليچې نه يې ذهن، نه يې فکر او نه زړه زخمي ويدلته به څوک داسې سالم وي له جګړې وتلي؟د مينې کار کې به په دې کيسو سر نه خوږووکلی خو خود وايي چې مونږ يو له چتې وتليخدايه! پخپل ژوند دې دا ووينم او ودې وايمشکر وګړي د هيواد مې له تنګسې وتلينه يې خدای پاک، نه يې ياري نه دلداري په نصيبدا ځينې ځينې هم له دې هم له ه
د کاروان صاحب يو تازه او په زړه پورې غزل
لوبه د لفظونو ده خو لوبه هم احساس غواړيمسته شاعري د زړه غورځنګ د زړه بړاس غواړيدا د کربلا مړاوی بلبل په اوبو هم پايينه چې تل به وینې د حسين او د عباس غواړيته چې د خپل فکر په رستم باندې بری ګټېدا درنه د خيال سور لوغړن ګلابي آس غواړييه کاروانه پريږده، د لفظونو کارغان مه ولهپېغله د غزل درنه د شنه طاووس لباس غواړي.
دليکوالو او شاعرانو د پاملرنې وړ
څلور پېنځه کلونه وړاندې ما د ځينې ملګرو په مشوره وغوښتل، چې د لويې پکتيا( لوګر، پکتيا، خوست او پکتيکا) د شاعرانو ګډه شعري ټولګه يا ادبي تذکره چاپ کړم، هغه وخت مو له ډيرو ملګروڅخه د شعرونو نمونې، لنډ ژوند ليک او عکسونه هم تر لاسه کړي و، چې ما وخت په وخت په خپل بلوګ ( د پکتيا په ډاګ کې) خپرول. دا چې هغه وخت ولې ونه توانيدو، چې هغه ګډه ټولګه چاپ کړو، يو څه مالي او ځينې نورې ستونزې وې، چې ډيری ملګري پرې خفه شوي هم و. بايد يادونه وکړم، چې هغه وخت ما د کتاب د چ
غزل: محمدحنيف حيران
څوک چې د مور سيوری په سر نه لريهغوی بينا وي، خو نظر نه لريستورو! رڼا به لږ په پور رانکړئ؟زمونږه خپله زمکه لمر نه لريزړه رانه يوسي خوايسار يې نه کړيسترګې يې اوس هسې اثر نه لريزمونږ ولس عاشورې ډيرې نمانځيزمونږ ولس بيخي اختر نه لريښکليه راځه، راځه دننه راځهزمونږ د زړونو کلا ور نه لريبې له يو بله زه او ته نيمګړيلکه کابل چې پېښور نه لريله مودو وروسته راستون شوی ځانته
د غزل څو بيتونه: محمدحنيف حيران
دا زړه ته درسره که، مانه لاره کې ورکيږي چې ځان ته څوک ډېر ګوري په هنداره کې ورکيږي راځه په زړه دې څه دي، چې ښه زړونه سره تش کړو دا مار که باندې مړ نه کړو، په باره کې ورکيږي چې اړ نه يم، په ځار او په قربان باندې مې نمانځي چې اړ شم، نو ياران مې په ايساره کې ورکيږي
رفيق مهران: د رمز په ژبه
جنابه نوم دې پر رمزونو ليکم يارمې يې ځکه دې په زړه کې ساتم له ځانه زه ډېرغټ انځورګرجوړوم نوم به دې دومره په هنرجوړوم دګل تنکۍ لښته به تاو راتاو کړم ترې جوړوم اسم اعظم توری داستا د
زمانه: محمدحنيف حيران
ته زمانه ولې په کاڼو ولې؟ته شکايت له خپل تقدير ولې کړې؟په خپل نصيب باندې تل وير ولې کړې؟ته په دې نه پوهيږې؟چې زمانه له ما او تا جوړه دهمونږه په خپل تقدير دنيا جوړه دهمونږه نصيب خپله جوړ کړی داسېځانته موخپله دا سودا جوړه دهته زمانه ولې په کاڼو ولې؟ته شکايت له خپل تقدير ولې کړې؟په خپل نصيب باندې تل وير ولې کړې؟داسې دې نه ده خوښه؟راځه، راځه يوه نوې لوبه وکړو!چ
نوی غزل: محمدحنيف حيران.
هغه، يقين ته دګومان غوندې يېسپوږمۍ! په څه مې د جانان غوندې يې له پېزوينو دې غمزې ډېرې ديظالمه! ته هم د اسمان غوندې يې څنګه دې دا اختیار له ما واخېستو؟څنګه له زړه نه مې روان غوندې يې؟
سولې ته: محمدحنيف حيران
جنګ دې نور ورک شي، سپينه سوله دې له شکه ووځيخدايه! مرمۍ دې د ټوپک له بل ټوپکه ووځي زمونږه خاوره خدايه مونږ ته خپله سره او سپين کړېزمونږ هيواد دې نور د نورو له کومکه ووځي پر زمکه تنګ انسان د بلې زمکې لټه کې دیدرومي سپوږمۍ ته ،ګوندې هلته ورته زمکه ووځي مونږ ه چې خپلې هنري قلمي ګوتې لرو
تورپېکۍ : امرالدين سرحد
کوچیان تیر شول له کابلهتور پیکۍ به وینم کلهکوچۍ پیغلي مخکې تللېپه نری غږ یې ویلېپښتني خوږي سندرېلکه سپینې مرغلرېکډي راغلې له ذابلهتور پیکۍ به وینم کلهکډي باردی په اوښانواوږد مزل دی دکوچیانودرې څلور واړه جونګیان ديرمه ساتي دری یې سپیان دينه ستړیږي له مزلهتور پیکۍ به وینم کلهپه صورت پښتنه ښکل
د خواشينۍ پېغام
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې ، د پښتو ژبې د نومیالي شاعـر، لیکوال اوژورنالیست ښاغلي احسان الله مهجور قدرمن پلار محترم ډګروال بسم الله خان او د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رييس شفا مشفق مور بي بي له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټـې کړې . انآلله و انا اليه راجعون . موږ په داسې حال کې چې له ښاغلي مهجور اوله ښاغلي مشفق سره په دې لوی غـم کې ځان برابر شریک بولو ،دوی ته له متعال خداي څخه د مغفرت غوښتنه او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غواړو. روح دې ښاد وي