هيروم دې خو په زړه کې راپه ياد شې
ګنهګار نشم، مانځه کې راپه ياد شې

که مې هر څو يې له زړه ځنې ايستلې
نوم دې بيا راشي په خوله کې راپه ياد شې

هېرولو ته دې کوم ځای سړی لاړ شي
زه پوهېږم لابه غره کې راپه ياد شې

د همزولو له اتڼه ځنې ووځم
د همزولو په واده کې راپه ياد شې

وايم ده به هم يو څوک وي ياده کړې
اوس د هر سړي کاته کې راپه ياد شې

لکه لمر په راختلو کې دې ګورم
لکه لمر په پريواته کې راپه ياد شې.
محمدحنيف حيران، کابل