په شعار او په خبرو باندې نه شې
جنګ د تورو تش په زغرو باندې نه شي
انقلاب له جمعيته پيدا کيږي
هغه څه دي چې ملګرو باندې نه شي؟
ياره ستا مينه په څه باندې کړم ماته
په نباتو او شکرو باندې نه شي
دوطن ساتل د سر په بدل بويه
دا په سرو، سپينو، ګوهرو باندې نه شي
اوس مې ستا په يادکې اوښکې قيمتي دي
اوس مې مينه مرغلرو باندې نه شي
ځئ چې خپله مټې پورته کړو يارانو
په پاچا او په عسکرو باندې نه شي
د دښمن مور مې هم وساتې له غمه
خدايه! زړه مې په تور سرو باندې نه شي
ويل يې خوله به مې درکړې وه حيرانه
خو زکات په سپين بشرو باندې نه شي.
محمدحنيف حيران
۹۰-۱۰-۲۱ ز کابل
08.01.2012
- محمدحنيف حيران
ښايي دا چې دې پيالې په واک کې نه ديساقي پام، زمونږ هم خولې په واک کې نه ديد نظر د ګستاخۍ ګناه مې معاف کهنن مې خپلې ارادې په واک کې نه دي(( د وړو خدايانو غم بايد چې وکړوڅو مولوی خدای ته سجدې په واک کې نه دي))هم د تېرو زمانو يو پوره وړيهم مو خپلې زمانې په واک کې نه ديکه زما زړګی له واکه دی وتلیستا هم سترګې پښتنې په واک کې نه ديکه مو ورور پرې...
13.02.2012
- محمدحنيف حيران
له لنډيو دېوالونو نه پنا يېته به وايې که له غرونونه پنا يېد نظر له کږلېچونو نه پنا يېپښتنه يې حجابونو نه پنا يېپسرلی دې اننګيو کې موسکی دید خزان له پلوونو نه پنا يېزمونږ تنده مونږه دومره بوتلی نشيته له ډېرو سرابونو نه پناه يېزړه ته راغلې، داسې وګڼه چې راغلېکه له ډېرو وطنونو نه پنا يېبله نشته ده پرده حنيف حيرانهد لاسونو له خطونو نه پن...