غواړې د شپې تر ناوخته ورسره کینې او خبرې وکړې خوچې کله دې بستر ته راشې بیا هم د هغې په اړه فکر کوې
کله چې درسره په لاره روانه وي په ورو ورو قدم اخلې
کله چې هغه درنه لرې وي خفه وې او زړه دې غواړي چې تل درسره وي
کله چې یې اواز واورې له ځان سره خاندې
کله چې هغه وینې نورڅوک نه درته ښکاري او غواړې یواځې هغه اووینې
هغه ستا د پاره هر څه ده او له هر شي درته زیات ارزښت لري
هر وخت چې ورسره مخ شې د دواړو پر شونډو زرموخیزه مسکا خوره شي
زړه دې غواړي چې هغه اووینې
هر وخت د هغې په اړه فکر کوې
غواړې د زړه ټول رازونه ورته اوایې
غواړې خپل خفګان دې ورسره شریک کړې
هر مازدیګر باید د هغې ګوتې د خپلو ګوتو تر منځ په خالي ځایونو کې اونیسې
هر وخت د هغې په یاد سندرې او غزلې اورې او لولې
د هغې په نوم د مینې لیکونه لیکل خوند در کوي
غواړې د هغې له خولې واورې چې تاته نیونی وایي
غواړې په هغه جوړه کې یې اووینې چې تا ورته ډالی کړې ده
غواړې د هغې د ذوق په اړه پوه شې
زړه دې غواړي چې بل څوک درته اووایي چې هغه هم درسره بې سارې مینه لري
خوشالیږې چې د بل چا له خولې یې نوم واورې
په داسې وخت کې چې طمعه دې هم نه وي زنګ یې درته راشي
هر وخت دې چې مبایل ته زنګ راځي فکر کوې چې هغه به وي
کله چې یواځې اوسې د انځور لیدل یې خوند درکوي
څوک چې هغه یادوي غواړې هغه خبرې ټولې واورې
عزت الله ادیب ۲۰۱۱-۱۲-۱۶