د محمد تنها لخوا خپرې شوې لیکنې


دوهمه برخه

  چې ستاسو د زړه عضلات دا توان لري چې ستاسو وينه په هوا كې تر ۱۰ مترو پورې لري وغورځوي.   چې فيلا يواځني ځناور دى چې ټوپ نشي وهلاى.   چې ژبه د بدن تر ټولو ځواكمنه عضله ده.   چې تمساح خپله ژبه هیڅکله هم نشي دننه کولای.   چې شوپركه د پښو په واسطه خوند څكي.  <

18.08.2013 – محمد رحمت الله تنها

لمړی برخه

چې د لمر چټکتیا ۳۰۰۰۰۰ کیلومټره په یوه ثانیه کې ده. چې د لمر وړانګې په ۸ دقیقو او ۱۷ ثانیو کې ځمکې ته را رسیږئ. چې ځمکه ۱۰۰۰مایله په یوه ساعت کې په خپل محور او ۶۷۰۰۰ مایله په یوه ساعت کې په فضا کې چټکتیا لرئ. چې هر کال تر یو ملیون زیاتې زلزلې نړۍ لړزوي. چې په هره ثانیه کې ځمکې ته ۱۰۰ ځله تندر را رسیږئ. چې هر کال په نړۍ کې ۱۰۰۰ کسان د تندر له امله مري. چې په کال ۱۹۹۹ په انترکتیکا کې د لندن ښار په اندازه لوی د یخ غر مات شو.

18.08.2013 – محمد رحمت الله تنها

د فزیک هغه معادله چې دویمه نړیواله جګړه یې پای ته ورسوله

د جګړې او سولې په خبرو کې سیاست هغه وسیله ده چې تل د ټولو سترګې ور اوړي خو کله کله دریم فکټور هم په کې معجزې کوي، د دویمې نړیوالې جګړې په پای ته رسولو کې د فزیک مشهورې معادلې د ساینس اعجاز نړیوالو ته په اثبات ورسول،‌ یو لوری یې داسې زبرځواک باندې واړاوه چې هغه بل لوري جګړې ته د پاي ټکي ایښودلو څخه پرته بله هیڅ لاره نه درلودله. هو د انشټاین د کتلې او انرژی د معادلت مشهوره معادله یادووم E = mc^2 . دغه معادله چې د فزیک له اړخه تر ټولو لنډه خو تر ټولو د درندې مانا او علمي وزن ل

18.08.2013 – محمد رحمت الله تنها

پوهاند ډاکټر عبدالحی نظیفی

پوهاند ډاکټر عبدالحی نظیفي د قاضي محمد نظیف ځوی د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د قاضیانو د کلي اصلی اوسیدونکی په ۱۳۲۰ هجري لمریز کال په کابل ښار کې زیږیدلی دی. پوهاند صیب نظیفي خپلې لمړنۍ زدکړې د چپرهار په لمړني ښوونځي کې په کال ۱۳۲۶ کې پیل کړې او په کال ۱۳۴۰ کې د کابل دار المعلمین څخه وتلی دی. پوهاند نظیفي په کال ۱۳۴۱

18.08.2013 – محمد رحمت الله تنها

پوهاند ډاکټر غلام صدیق محبي

د افغانستان دلوړو زده کړو لومړنی وزير او د کابل پوليتخنيک پوهنتون استاد ارواښاد پوهاند ډاکټرغلام صديق محبي د غزنی ولایت د اندړو ولسوالۍ د صاحب خان په کلي کې زیږدلی وؤ چې د اټومي‌ فزی

16.08.2013 – محمد رحمت الله تنها

پوهاند ډاکټر عبدالغفار کاکړ

ارواښاد استاد پوهاند ډاکټر عبدالغفار کاکړد تاج محمد خان کاکړ زوی په ۱۲۹۳ لمریز کال کې د کندهار ولایت شاه بازار د بامي زیو په کوڅه کې دې نړۍ ته سترګې غړولي. ‌ښوونځي یې د کندهار ښار د ګنج په لیسه کې لوستی، په ترکیه کي یې د لیسانس په سویه او په انګلستان کي یې د ماسټر او ډاکټر

16.08.2013 – محمد رحمت الله تنها

ولې مو جګړې ته زړه کیږئ ؟

په یاد مې چې خدای بښلي پلار مې د شهید سردار محمد داود خان د وخت لیکل شوی کتاب د حساب برخې د زدکړې لپاره راته راوړی وؤ. په دې کتاب کې هر څه ډیر په سولیز تفکر سره انځور شوي د بیلګې په توګه د ویش یا تقسیم د زدکړې په برخه کې داسې مثال ورکړل شوی وؤ چې که چیرې مونږ لس مڼې ولرو او هغه وغواړو په پینځو ملګرو باندې وویشو نو هر یوه ته به دوه دوه مڼې ورسیږي چې دلته مڼې مقسوم، مونږ پینځه ملګري مقسوم علیه او  د دو عدد خارج قسمت دی.‌ دې کتاب په ذهن کې عجیبه ښکلا انځوروله

16.08.2013 – محمد رحمت الله تنها

آیا د ګرځنده ټلیفون وړانګې مو بدن ته زیان لري ؟

نن سبا له شتمنه تر غریبه، له کلیواله تر ښاري او له ولسمشره تر عادي وګړي ټول د ساینس پر مټ له را مینځ ته شویو آسانتیاوو‌څخه په یو ډول نه یو ډول ګټه اخلي، هغه چې د ساینس په ارزښت پوهیږي هڅه کوي چې د ساینس او ټکنالوژي له پرمختګ سره ځان عیار کړي او یا هم لږ ترلږه دا ومني چې اوس ټکنالوژي په ژوندانه کې یو انتخاب نه بلکې یو ضرورت دی،‌ او د هغو چې سر نه پرې خلاصیږي نو بیا یې ضرورت نه بلکې انتخاب بولي.‌د ټکنالوژی کارول خپل ځانګړي اصول لري چې که چیرې دا اصول په پام کې ونه ن

16.08.2013 – محمد رحمت الله تنها

دټول وژنو وسلې

یویشتمه پیړۍ ده،‌ نور هغه وختونه نشته چې امپراتورۍ به د مټو په زور ټینګیدلې،‌اوس ټکنالوژي او تخنیک د ځواکمن کیدلو بنسټیز اصل بلل کیږي. په دغو ټکنالوژیو کې تر ټولو مهمه هغه یې د و سلو جوړونې ټکنالوژي ده. وسلې د کار د بنسټ له مخې په دری ډوله دئ،‌لمړی هغه ډول چې د کیمیاوی تعاملاتو او کیمیا پورې اړونده خواصو پر بنسټ کارکوی، دوهم هغه ډول و سلې چې بیولوژیکی خواصو او په بیولوژي پورې اړونده تعاملاتو په مټ کار کوئ او دریم هغه ډول چې د فزیکی  یا په ځانګړې توګه

16.08.2013 – محمد رحمت الله تنها

نوی اټومي ساعت به وخت له سره تعریف کړي

سره زر د نجیبه فلزاتو په کتار کې راځي خپل اصلیت تر ډیرې مودې پورې ساتي، نجیبه فلزات د هغوۍ کیمیاوي‌خواصو او په آسانه له چاپیریال سره د نه تعامل له امله ډیر ګران دي ځکه خو د هیوادونو د پیسو پشتوانه هم سره زر دي.‌ د سرو زرو زیرمه کول او بیا د اړتیا په وخت کې له هغه څخه ګټه پورته کول تل د یوه هوسا ژوند لپاره اړین بلل شوي. تل به مو اوریدلي وي چې وخت سره زر دي،‌د دې خبرې مانا دا کیدای شي چې همدا شیبه چې اوس تیره شوه بیا نه راګ

16.08.2013 – محمد رحمت الله تنها

په افغانستان کې له ساینس سره جفا

دا منم چې په اوسنۍ نړۍ کې سیاست او ډیپلوماسي لومړۍ خبره کوئ خو په دې باندې ټول باید پوه شو چې د پخو سیاستونو تر شا پاخه کارونه روان دي. د هېواد پرمختګ د هغه په سیاستوالو او ډیپلوماتانو کې نه دی خلاصه شوی، دا ساینس او ټکنالوژي ده چې یو هېواد د ځواکمنو هېوادونو په کتار کې راولي.نن د نړۍ ډېری وګړي آمریکا په پوځي ډګر کې د هغو له پرمختللو وسایلو، ناسا، ایپل،‌ جنرال موټورز او داسې نورو څخه پیژني نه د اوباما او کلینټن له مخې. د آلمان زیمنس کمپنۍ تولیداتو ته

12.08.2013 – محمد رحمت الله تنها

وطني ساینس پوهان

 دا نړۍ له  ډيرو پړاونو لكه غلام ساتني ، په توره د امپراتورويو جوړول ، په بشري ځواك د تمدونونو ورانول او آبادول او داسي نورو له تيرولو څخه وروسته په ډيره دبدبه يوشتمي پيړۍ ته ننوتله. په دې پيړۍ كې نور نه توره چليږي او نه هم د مټ ځواك. برلاسى هغه دى چې د وخت سره په برابري تكنالوژي او ساينس باندې ځان سمبال كړي. هغه هيواد چې ساينس لري هغه به بادار او هغه هيواد چې يې نه لري هغه به هرو مرو غلام پاته كيږي ، نو ښكاره خبره ده چې زمونږ په ګران هيواد كې هم د ټولو ناخوالو اصلي سر چينه د پوهني

12.08.2013 – محمد رحمت الله تنها

د هېوادونو په پرمختګ کې د ساینس ونډه

په نړۍ کې هېوادونه د پرمختګ له پلوه په دریو ډلو ویشل کېږي.‌پرمختللي هېوادونه، مخ په وده هېوادونه او وروسته پاتې هېوادونه.‌دغه ډلبندي د هېوادونو اقتصادي،‌ سیاسي او ټولنیز حالت په ارزونې سره ترسره کېږي چې په دغه ارزونو کې بنسټیز فکټورونه تل اقتصاد او ټولنیز حالت شمېرل کېږياقتصادي پرمختګ دوه اصلي چینې لري چې یوه یې د هېواد طبیعي زیرمې او بله یې د هېواد صنعتي او کرنیز تولیدات دي.دوهمه برخه یې په هېواد کې د ساینس او‌ټکنالوژۍ پرمختګ پورې نیغه اړیکه لري.هغه هېوا

12.08.2013 – محمد رحمت الله تنها

‍
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more