د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جمهور رئیس غني: ملي برنامې مو له کاغذه په عمل بدلې کړې

اېمل پیاوړی 17.05.2016 12:16

محمد اشرف غني د ملي شورا استازو ته د خپلې نننۍ وینا پرمهال په واضح ډول  وویل، تر موږ وړاندې ملي او اقتصادي پروژې یوازې د کاغذ پر مخ موجودې وې، هیڅ ډول تحرک او د عملي کولو طرحه او اراده یې موجوده نه وه، مګر موږ په دې برخه کې تحرک ایجاد کړ او د یادو پروژو د عملي تطبیق لپاره مو عملي ګامونه پورته کړل.
په رښتیا هم په تېرو پنځلسو کلونو کې داسې کومه ملي برنامه او پروژه تطبیق نشوه چې خیر یې ټول افغانستان یا حد اقل د هېواد یو زون او یا څو ولایتونو ته ورسېږي، مګر په تېر یو نیم کال کې د ملي وحدت حکومت پر مهال په دې برخه کې پام وړ ګامونه اخیستل شوي.
د بېلګې په توګه د ټاپي د غازو د نل لیکې مهمې ملي پروژې اساس کېښودل شو او د دغې پروژې له برکته به افغانستان پر غازو سربېره د کال نږدې پنځه سوه میلیون ډالر عاید ترلاسه کړيږ د دې تر څنګ به د افغانستان هغه سیمې چې دغه نل لیکه ورڅخه تېرېږي په اقتصادي لحاظ وده وکړي، هلته به کار او شغل ایجاد شي او د یادو سیمو ګڼ ځوانان به په کې په کارونو بوخت شي. د یادې سیمې د اوسېدونکو په ژوند کې به د همدغې ملي پروژې له برکته جوت او څرګند توپیر محسوس شي.
همدارنګه کاسا۱۰۰۰ پروژه هم تېره اونۍ په تاجکستان کې پرانیستل شوه. دغه پروژه هم د افغانستان لپاره پرېمانه اقتصادي او کاري زمینې لري. جمهور رئیس یادونه وکړه، چې، څو ورځې وروسته زه، د هندوستان لومړی وزیر او د ایران ج�= 5هور رئیس د چاه بهار بندر قرارداد لاسلیکوو. دغه بندر په څو لحاظه د افغانستان لپاره ګټور دی. لومړی دا چې موږ او زموږ تاجران به د مالونو د لېږد رالېږد په برخه کې د پاکستان له ظالمانه انحصار څخه خوندي شي. د سیمې او افغانستان اقتصاد او سوداګري به ورسره وغوړېږي.
جمهور رئیس د دغو اقتصادي برنامو او طرحو پرمهال یادونه وکړه، چې ترکمنستان ته مو قناعت ورکړ چې د هرات له لارې کندهار او پاکستان ته یو نوی د برېښنا لاین لاړ شي. د دغه لاین له برکته به هم د افغانستان ګڼې سیمې له برېښنا څخه برخمنې شي او هم به د افغانستان لپاره زیات عاید ولري.
همدارنګه نوموي وویل، د روان کال په عقرب میاشت کې به د ترکمنستان د اورګاډي کرښه له اقینې سره وصل شي او له اقینې به یې شېرخان بندر ته ورسوو. دغه کرښه هم د سوداګرۍ د ودې او د مالونو د لېږد رالېږد په برخه کې په ارزانه او مناسبه بیه ګڼې اسانتیاوې برابرولی شي.
جمهور رئیس غني وویل، له پنځو نورو هېوادونو سره نتیجې ته رسېدلي یوو چې د چین لار یوازې د مرکزي اسیا له لارې تېره نشي. البته موخه یې د ورېښمو نوې لاره ده. هغه وویل  د افغانستان له لارې ترکمنستان سره باید وصل شي او همدارنګه ایران او چین سره وصل شي. هغ�= 7 څرګنده کړه، چې تاجکستان غواړي  د مرکزي اسیا د نورو هېوادونو په څېر زموږ له لارې  جنوبي اسیا ته ورسېږي. دغه ډول اړیکې او مواصلاتي لارې د اقتصادي همکاریو تر منځ د ولسونو تر منځ اړیکې پیاوړې کوي، د دوی خواخوږي زیاتوي او د سیمې د امنیت او ثبات او اقتصادې ودې په برخه کې هم پام وړ رول لرلی شي.