د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

رسنیو ولې د صبا استعفا ډنډوره کړه؟

اېمل پیاوړی 30.03.2016 11:15

په تېرو پنځلسو کالو کې چې افغانستان  څومره د ترهګري، مافیا، جنګسالارانو، فساد، ظلم، وحشت، بې عدالتۍ او ناقانونیو څخه متضرر شوی دی، نو همدومره یا ان تر دې هم زیات رسنیو افغانستان او افغان ولس زیانمن کړی دی.
دلیل یې دادی چې په افغانستان کې د کرزي د لنډمهاله ادارې د رامنخته کېدو پرمهال افغانستان ته د بهرنیو وسلو، وسیلو او پیسو سېلاب را مات شو او د دغو پیسو او نورو امکاناتو د ښه مدیریت د نه شتون له امله ډېرې هغه بهرنۍ مرسته شوې پیسې د دې پرځای چې د جنګ ځپلي افغانستان او د جګړه ځپلي افغان ولس د دردونو او ټپونو دوا شي او د دوی د اساسي ستونزو په حل ولګول شي، برعکس په داسې برخو کې ولګول شوې چې روانه افغانه غمیزه او د افغان ولس غمونه، دردونه او رنځونه یې نور هم زیات کړل.
تش په نوم ازادې رسنۍ د دغه وړ بې ځایه لګول شویو او یا د افغانستان او افغانانو پر ضد د کارول شویو مرستو او پیسو څرګنده بېلګه ده، ځکه دغه رسنۍ له افغانستان سره د مرسته شویو پیسو په لګښت جوړې شوې  او د بهرنیو غرضونو او مرضونو په اساس رامنځته شوې، ځکه نو دغه رسنۍ د افغانستان او افغانانو لپاره په هغه ناسور ټپ واوښتې چې رغېدل یې نشته او افغان ولس تل ورڅخه رنځېږي.
دغه تش په نوم ازادې رسنۍ هیڅ ملي، افغاني، انساني او مسلکي موخه، ارمان او چلند نه لري. د دغو تش په نوم افغاني او ازادو رسنیو اکثره د مغرضو او افغان دښمنه هېوادونو له سفارتونو، استخباراتو او د جنګي او مافیایي ډلو ټپلو له لوري څخه تمویلېږي، له هغوی څخه فنډونه، پروژې، افکار او برنامې اخلي او د مادي امکاناتو او پیسو په بدل کې پردۍ برنامې او دسیسې د زهرو په توګه په افغاني ټولنه او افغان ولس کې خپروي.
دغو مغرضو او مریضو رسنیو تل په ټولنه کې نهیلي، بدبیني او بې باوري هڅوي، دوی همېشه له قیل څخه فیل جوړ کړی دی، دوی تل د خلکو ذهنیتونه خراب کړي، د دوی افکار یې تسخیر کړي، د ولس روان یې ځپلی او د افغانستان ملي ګټي، ملي ارزښتونه او ملي شخصیتونه یې مسخره کړي دي.
ښه بېلګه یې همدا د ښاغلي داوودشاه صبا استعفا ده چې د کانونو له وزارت څخه یې خپله استعفا اعلان کړه، مګر افغان دښمنه او مغرضو رسنیو له دې موضوع څخه لویه ډنډوره جوړه کړه او په دروغو یې اوازه خپره کړه، چې ښاغلي صبا ځکه استعفا وکړه، چې د ملي امنیت د سلاکار ښاغلي اتمر له لوري یې په چارو کې لاسوهنه کېدله او همدې موضوع داوودشاه صبا قهرولی او استعفا ته اړ اېستلی دی.
رسنۍ او یا یو شمېر افراد او اشخاص ولې داسې کوي؟ ځکه هغوی پوهېږي چې ښاغلی اتمر د زړه له صدق څخه د حکومت د پیاوړتیا او د افغانستان د پرمختګ، هوساینې ، سوکالۍ او ابادۍ لپاره له ولسمشر سره څنګ په څنګ شپه او ورځ کار کوي، مګر د افغانستان د دښمنانو دا نه لورېږي چې افغانستان دې د نورو له احتیاج څخه ووځي او سوکاله دې شي. هغوی نه غواړي چې افغان ولسمشر ښاغلی اشرف غني احمدزی دې د خپلو برنامو په تطبیق کې بریالی واوسي، ځکه چې د دغو برنامو له برکته افغانستان باثباته او نېکمرغه کېږي او په دې برخه کې ښاغلی اتمر د ولسمشر غني ښی مټ او لاس دی، د افغانستان دښمنان کوښښ کوي چې د اتمر پر وړاندې بې باوري ایجاد کړي او له ولسمشر غني څخه دغه رښتنی ملګری او خواخوږی جلا کړي ، مګر ښاغلی غني او افغان ولس د ښاغلي اتمر په ژمنتیا، وړتیا، شخصیت، پوهه او ځيرکتیا بشپړ باور لري او د دښمنانو دغه بې بنسټه تبلیغات به په دې برخه کې ذره منفي اغېز هم ونه لري.