د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تر څو چې ملامت او سلامت تفکیک نشي!

اېمل پیاوړی 13.02.2016 14:47

عجیب ولس یوو او عجیب مو فکرونه. په څلوېښت لسیزو ورانیو، دربدریو، نا امنیو او بدبختیو کې مو لا هم سد سرته رانغی او لا مو هم له عقل څخه کار وانخیست. لا مو هم د را پېښو بدمرغیو په اصلي لاملونو او رېښو ژور فکر ونه کړ، نو تر هغو چې د دې ټولو لاملونه تشخیص نه کړو، د له منځه وړلو فکر او هڅه به یې څنګه وکړو؟
موږ لا هم حق او ناحق، مشروع او نامشروع، پړ او وړ ته په یوه سترګه ګورو او په دې منځ کې مو خپل ځانونه ورک کړي دي. ستونزه داده چې یا د ړانده شعور پیروان او قربانیان یوو او یا  رښتیا هم د حق او ناحق یا ملامت او سلامت تر منځ په اساسي تفاوت نه پوهېږو او یا د تشدد او افراطیت پلویان یوو او قصداً مو ځانونه ناګاره کړي او نه غواړوځان پرې پوه شو.
تر هغو چې د حق او ناحق، مشروع او نامشروع، ملامت او سلامت توپیر ونه کړو او یو له بله یې جلا نه کړو، نو باور مې نشي چې له را پېښو بدمرغیو دې خلاص شو او یا دې د ښې ورځ خاوندان واوسو.
یو وخت مې د غفور لېوال یو بیت لوستی وو. لیکلي یې وو، چې:
کسات چې ترې د خپلو ژوبلو ژوبلو پاڼو واخلم
خاونده یو ځل راکړې پسرلي باندې بری
ما ویل عجیبه ده، پسرلي خو موږ ته شنې پاڼې او رنګارنګ ګلونه راکړل، پسرلي خو موږ ته وږمې، خوښۍ او ښکلاګانې راوړې، نو د دې پر ځای چې پسرلی له موږ وپوښتي چې خانه! هغه زما شنې پاڼې، رنګارنګ ګلونه، ګلورینې وږمې او طبیعي ښکلاګانې مو څه کړې؟ نو برعکس موږ له پسرلي څخه د غچ اخیستلو لپاره لاسونه لپه کوو، ځکه چې موږ د ملامت او سلامت په اساسي تفاوت نه یوو پوهېدلي، همغه مهال مې د لېوال د همدغه بیت په ځواب کې ولیکل چې:
 
په موږ کې تفاوت د ګناهګار بې ګناه نشته
لېوال ګوره چې غواړي پسرلي باندې بری
دا د یوې نیمې لسیزې پخوانۍ خبره او بیتونه دي، خو نن ولې را یاد شول؟
سهار چې له کوره دفتر ته راتلم، نو په موټر کې د برېښنا د ستنو د چپه کېدلو کیسه یاده شوه، تر څنګ ناستو دوو درېشي کړي کسانو  په خپل منځي بحث کې حکومت ښه وښکنځه او چارواکو ته یې خپلې سپکې سپورې وویلې، د حکومت ملامتیا دا وه، چې له بل هېواد څخه یې په سوال او پور برېښنا را غځولې ده، خو هغه چې د دغې غځېدلې برېښنا ستنې یې په بمونو والوزولې او یا یې اره کړې هغوی ته یې هیڅ هم ونه ویل.
دوی چې ښه زړونه ساړه کړل او په سپکو سپورو او ښکنځلو ستړي شول، دا د ښي لاس څنګ ته ناست ځوان په زنګانه مې لاس ور کېښود. ما ویل تاسو خو ډېر زړه وخوړ او حکومت مو پړ کړ، مګر د برېښنا ستنې خو حکومت نه دي چپه کړي په دې کې نو د حکومت څه ملامتیا؟
ویل: نو چې حکوکت نه دي چپه کړي، نو چا چپه کړي، ځکه طالبان خو وایي موږ نه دي چپه کړي، نو له دې معلومېږي چې دا کار حتماً حکومت کړی دی، ځکه طالبان درګرده وایي چې راشئ او ستنې ودروئ.
د ځوان منطق او دلیل مې چې واورېد، نو د بحث اوږدول ورسره بې ګټې راته واېسېدل، ځکه یوازې دا ځوان نه دی، اکثریت همدغسې دي، دوی لا هم د طالب پر وحشت ، ورانکاریو او ترهګریزو فعالیتونو سترګې پټوي.
موده وړاندې د پګواش مذاکراتو ته له کابله هم د پاکستان او طالبانو یو څه خواخوږي چې ځانونه مدني فعالان او د چارو شنونکي بولي ورغلي وو، عمر داوودزی ، فیض محمد ځلاند او محمد حسن حقیار چې هم قاضي دی او هم د پاکستان مدافع.
عمر داوودزي خو هملته له طالبانو څخه د کرزي د حکومت پرمهال په مهمو منصبونو د دندې د ترسره کولو له امله بښنه وغوښته او د طالبانو پر وړاندې ټوغ او خجالت ودرېد. طالب مشرانو ته یې وویل، موږ تېروتلي وو، موږ اشتباه کړې، موږ په ناحقه وو، د خپلو ګناهونو او جنایتونو له امله چې موږ ترسره کړي دي د هغو بښنه غواړو.
ډاکټر ځلاند هم په ډېره سپین سترګۍ د طالب دفاع ته راودانګل او وې ویل، چې طالب د سولې پلوی او سوله غوښتونکی دی، حکومت ورسره سوله نه کوي. هغه دا هم وویل چې طالبانو ژمنه کړې چې په ټولګټو پروژو به نه یوازې غرض ونه لري، بلکې د امنیت او خوندیتوب د ساتنې په موخه به یې هڅې وکړي او امنیت به یې ونیسي. دا هر څه ناڅاپي نه وو، بلکې دا له ډېرې مودې را هیسې جریان لري، ځکه عمر دوادزی، ډاکټر ځلاند، قاضي حقیار ، طالبان او ګڼ نور لا هم له یوې چینې (ای ایس ای) څخه خړوبېږي او دوی ټول د پنجاب په خدمت کې په یوه او بله بڼه تپېږي.
همدارنګه د بریدونو، چاودنو او ترهګریزو فعالیتونو د ترسره کولو پرمهال خلک د دې پرځای چې د دغو جنایتونو عاملینو او مرتکبینو ته بد رد ووایي او هغوی وغندي، برعکس حکومت، حکومتي چارواکي او په ځانګړي ډول د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه چې په پوره مېړانه او زړورتیا د ترهګرو طالبانو پر وړاندې جنګېږي او مبارزه کوي، دوی غندي او دوی ته سپکې سپورې وي.
نو چې زما او ستا د درېشي کړي ښاري، زما او ستا د وزیر، سفیر او د هغه وخت د جمهوري رئیس د دفتر د رئیس (داوودزي)، د پوهنتون د استاد، مدني فعال، لیکوال او روڼ اندي؟؟ (ډاکټر ځلاند)، زما او ستا د قاضي محمد حسن حقیار دا استدلال وي، دا یې منطق وي او دا یې شعور وي، نو له عام، بې سواده، جګړه ځپلي او نالوستي ولس څخه څه ګیله؟
کله چې زموږ شعور دومره ټیټ وي، چې لا هم خپل قاتل ، قاتل نه ګڼو، لا هم موږ خاین ته د خاین په سترګه نه ګورو او لا هم موږ د پردیو لاسپوڅي، ګوډاګي او د افغانستان قسم خوړلي دښمن (طالب+ ترهګر+ داعش او امثالهم) ته د دښمن په سترګه نه ګورو او لا هم د دوی پر وړاندې خپل مشروع او منتخب حکومت، خپل چارواکي او خپل امنیتي او دفاعي ځواکونه ملامتوو او بد رد ورته وایو، نو فکر نه کوئ چې دا د خدای تعالی د نعمتونو پر وړاندې کفران دی؟ کفران یې ځکه بولم چې موږ پر خپل خادم خپل دښمن لا هم غوره بولو او تر څو چې موږ له خپل دغه ړانده شعور څخه وانه وړو او تر څو چې د حق په لاره روان شو او حق ته حق ونه وایو، نو باور مې نشي چې تر هغو به له شته بدمرغیو او بدبختیو څخه په امان شو.