د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طالبي باج

اېمل پیاوړی 11.03.2016 12:55

طالبانو ټول کلي ته امر کړی که موږ وو او که نه وو، خو حجرې باید ګرمې وي، دسترخوانونه هوار او ترماسونه له چایو ډک ایښي وي، ځکه زموږ وخت معلوم نه دی، شپه یا نیمه شپه له غره څخه راکوزېږو. دا اخطار یې هم ورسره ورکړی، چې که موږ راغلو او د چا د حجرې ور قولف وو، یا یې بخارۍ نه وه لګولې، چای، دسترخوان او د بخارۍ لرګي نه وو ایښي، نو بیا دې له ځانه ګیله وکړي.
افغانستان له جګړې دمخه د ارزښتونو سیمه وه، مېلمه پالنه په کې ځانګړی دود او ستر ویاړ وو، خو مېلمه پالنه د ځانګړو ارونو او اصولو له مخې وه، داسې نه وه چې مېلمه دې په خلکو پسې کوتک راواخلي او یا دې کوربه په زور دېته اړ کړي چې څه یې زړه غواړي، نو هغه کانې دې په خپل کوربه وکړي.
لکه وسله وال طالبان یې چې نن سبا په کلیو کې په خلکو کوي. د چا بې وزلي، فقر او ناچاره ورځې ته نه ګوري او نه یې هم پروا لري. دېته هم نه ګوري چې دا کونډه دی، بې وزله دی، سپین ږیری دی، بې سرپرسته دی، نو ډوډۍ او اضافي خواړه به له کومه کړي چې ماته یې راکړي؟ نه دا فکر ورسره شته او نه دا انساني احساس لري، دوی خپله برخه پوره غواړي او په تک شنه زور یې غواړي.
د طالبانو دغو سرغړونو، خپلسریو، زورواکیو، سرتمبګیو ، ظلمونو او وحشتونو یوازې زموږ د ښاریانو ژوند نه دی نارامه کړی، بلکې زموږ د کلیوالو د ژوند خوښۍ یې هم ور څخه اخیستې دي، د کلي ارامي او ښکلاوې یې هم لوټلې دي، ځکه د طالب وسله والو له وېرې اکثره خلک نه یوازې خپلو کلیو ته د تګ لپاره زړه نه ښه کوي، بلکې ډېری کلیوال خلک مو په دې هڅه او لټه کې دي چې څنګه له کلیو څخه د طالبانو د وحشت او  ظلمونو له امله ښارونو ته را کډه شي، خو ډېری هغه کلیوال چې د کډې کولو وس او په ښار کې څه اسره نه لري، نو هغوی له مجبوره ورځې د طالب هر وحشت او باج په ځان منلی دی.
هغوی مجبوره دي چې وې مني، ځکه که یې ونه مني، نو طالبان یې وهي، ډبوي، بې پردې او بې ستره کوي یې. د جاسوس، حکومتي او نور سل او زر نومونه پرې ږدي ، نو د خپلې حیا او خپل حیثیت له وېرې هم خلک مجبوره دي چې هغوی ته له ناچاره ورځې خوشامند وکړي، مګر له زړونو یې یو خدای خبر دی.
طالب وسله وال چې د اسلام او اسلامیت دعوه کوي ، خو نه یې کار اسلام او شریعت ته پاتې کېږي او نه یې کردار اسلام او اسلامیت ته ورته دی، ځکه اسلام د مسلمانانو ځورول، وهل او بې ستره کول ستر جنایت بولي او قران عظیم الشان کې راغلي څوک چې بې موجبه یو مسلمان ووژني داسې ده لکه ټوله دنیا یې چې وژلې وي، مګر طالب وسله وال هره ورځ د هېواد په ښارونو کې لسګونه بې ګناه هېوادوال شهیدانوي.
دوی ځکه دا کار کوي چې دوی ته تر اسلام، افغان، افغانستان، وطن، وطنوال او نورو ټولو څخه د خپل بادار پاکستان او په ځانګړي ډول د ای ایس ای فرمایش او دستور مهم دی، ځکه نو د ای ایس ای په دستور د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د وحشت او دهشت د خورولو په موخه ترهګریز بریدونه او فعالیتونه ترسره کوي.
پاکستان غواړي چې طالبان او نور وسله وال مخالفین پر افغان حکومت د خپلو نامشروع ګټو د منلو په موخه وکاروي او که د طالبانو په منځ کې کوم مشر یا کشر د پاکستان غوښتنه پرځای نه کړي او یا سرغړونه وکړي، نو سملاسي یې وژني، حتی کورنۍ او خپلوانو ته یې د مرګ ګواښ کوي.
که طالبان د افغانستان پر مظلوم او عظیم ملت د خپل باج، ظلم او وحشت لړۍ ونه دروي او د هېوادوالو په ځانګړي ډول د کلیوالو ځورولو ته همداسې ادامه ورکړي، نو هغه ورځ لیرې نه ده چې د همدې مظلوم ملت ازار به یې ووهي او خدای تعالی به یې د ځمکې له مخ څخه د تل لپاره نابود کړي.