د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وطن پالنه ښرښندنه غواړي

اېمل پیاوړی 12.03.2016 14:19

وطن پالنه که په تشو شعارونو او د خولې په خبرو وای، نو د وخته به افغانستان ګل ګلزار وای، ځکه چې زموږ لیکوالو، شاعرانو، سیاستوالو او چارواکو د وطن پالنې ډېر زیات شعارونه ورکړل. هر یوه ځانونه تر نورو او ټولو ډېر وطن پرست او ژمن بلل، خو په عمل کې بیا هغسې نه وو، ځکه په تنګسیا او سختو شیبو کې بیا همدغو کسانو چې د وطن پالنې لاپې یې وهلې تر نورو ژر ځانونه اېستلي او وطن یې نورو ته پرېښی دی.
وطن پالنه همت غواړي. وطن پالنه عمل، اقدام او سرښندنې ته اړتیا لري، خو هر څوک د عمل، اقدام او سرښندنې وړتیا او جرئت نه لري او نه هم ورته تیار دي. یوازې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبین دي چې په ټول اخلاص، صداقت او شجاعت د وطن پالنې په عملي ډګر کې ملاتړلي ولاړ دي.
د افغانستان اوسني شرایط چې هېواد په جنګي حالت کې قرار لري د وطن پالنې او وطن پالو شعاري ځوانانو د ازمېښت ډېر مهم پړاو دی. په همدغه مهم پړاو کې ګڼو ځوانانو له هېواد څخه اروپایي او نورو بهرنیو هېوادونو ته پښې سپکې کړې، ځکه دوی له جګړو، ناامنیو او سختوشرایطو څخه ووېرېدل او دوی د افغانستان په راتلونکي باوري نه وو، د دوی د وطن پالنې دعوه دروغجنه وه، که دوی په رښتیا هم د وطن پالنې احساس لرلی، نو بهرنیو هېوادونو ته د تګ پرځای به یې د هېواد د دفاع او ساتنې په خاطر د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې به یې ځانونه تنظیم کړي وای.
د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرتېري او افسران چې بېلابېلو ولایتونو، سیمو او ولسونو ته منسوب دي بهر ته د تلونکو ځوانانو برعکس له حالاتو او شرایطو وېره نه لري، د وطن پالنې دعوه یې هم تشې د خولې خبرې او ادعاوې نه دي  او نه هم ځان ستونزو او نهیلیو ته تسلیموي، دا ځکه چې دوی واقعاً د وطن پالنې مینه او احساس لري او د همدغه سپېڅلي احساس له مخې یې نظامي جامې اغوستي او د هېواد د دفاع په سنګرونو کې د افغانستان په هره ګوښه کې د دښمن پر وړاندې په مېړانه مبارزه کوي او جنګېږي.
د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرتېري او منسوبین هم ژوند لري، غوښتنې لري، ارمانونه لري، کورنۍ او اولادونه لري، خیالونه لري او خوښېږي یې چې ارام، هوسا او سوکاله ژوند وکړي، مګر هېوادنۍ مینه او وطن پالنه یې ارام نه پرېږدي. هېواد او خپل خلک ورته تر هر څه زیات ګران دي، ځکه یې د هېواد او هېوادوالو دفاع او ساتنې ته لومړیتوب ورکړی او د خپل سر، ځان او ژوند په بیه د وطن پالنې مینه پالي.
د هېواد د همدغو اتلو او زړورو بچیانو له برکته افغانستان د پردیو له چنګال او د ترهګرو له خطرونو څخه خوندي دی، ځکه که چېرې امنیتي او دفاعي ځواکونه د هغوی پر وړاندې سپر نشي، نو طالبانو او نورو وسله والو مخالفانو به د وخته ګران افغانستان په پنجاب پلورلی وای، ځکه طالبان او نور وسله وال مخالفین د پاکستان په لمسون د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې جنګېږي. په افغانستان کې چاودنې او ترهګریز بریدونه کوي او زموږ عام بې ګناه خلک شهیدانوي.
وسله وال مخالفین ځکه عام خلک په نښه کوي او پر هغوی بریدونه کوي چې دوی زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې د جګړې توان نه لري، ځکه زموږ د ځواکونو مبارزه برحقه مبارزه ده او برحق والی یې دادی چې هغوی د خپل دین، وطن او خپلو خلکو د دفاع په لاره کې مبارزه کوي، مګر طالبان او ترهګر د باطل جګړه پرمخ بیایي، د دې لپاره نه د جګړې لپاره انګېزه لري او نه هم د ولس ملاتړ او خواخوږي له ځانه سره لري..