د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ترهګرو خواخوږي

اېمل پیاوړی 07.03.2016 12:20

د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په نورو سیمو او ښارونو کې هم د ترهګرۍ پلویان او د ترهګرو خواخوږي، مفتیان، مفسیرن او تذکیه کوونکي کوښښ کوي د خپلو تبصرو او تبلیغاتو له لارې په ولس کې د ترهګري لپاره ذهنیت سازي وکړي. له ترهګري او افراطیت سره د دوی مینه طبیعي او خدایي نه ده، بلکې دوی په لوی لاس د مادي امتیازاتو په بدل کې د پاکستان د ای ایس ای له لوري په دغه ناوړه دنده ګومارل شوي دي او له پاکستاني استخباراتو سره دوی ژورې اړیکې او رېښې لري.
د هېواد په هر ښار او سیمه کې چې د ماین چاودنه، کوم ترهګریز برید یا کوم بل ناورین پېښ شي، لا یې د لوګیو او خاوروګردنه وي ناسته، لا د عامو او بې ګناه خلکو غوښې ، هډونه او اندامونه ځمکې ته نه وي رالوېدلې. لا هم د ټپیانو سلګۍ او د وینو دارې نه وي کرارې، خو دوی به لا د وخته د ترهګرو په پلوۍ او خواخوږۍ خپلې تبصرې پیل کړي.
د لسګونو بې ګناه خلکو په وژنه او ټپیانېدو به سترګې پټې کړي او د یوه ترهګر په تذکیه او تصفیه چې همدغه وحشت او ترهګریز برید یې ترسره کړی او لسګونه بې ګناه خلک یې شهیدان او ټپیان کړي دي، دوی یې  تعبیر او د ترهګرو تذکیه کوي.
دوی دوه موخې لري. لومړۍ موخه یې داده چې  د ولس په منځ کې د طالبانو، ترهګرو او نورو ورانکارو په پلوي خواخوږي زیاته کړي، خو دا چې ترهګر او طالبان په ولس کې د خپلو وحشتونو او ترهګریزو فعالیتونو له امله سخت منفور دي، نو دوی په خپله دغه ناوړه هڅه کې نه بریالي کېږي، ځکه ترهګر د ولس سرسخته او بې رحمه دښمنان دي.
د ترهګروتذکیه کوونکي که په خپله لومړۍ هڅه کې پاتې راشي، نو دویمه هڅه پیلوي او دویمه هڅه یې داده چې د ترهګریزو فعالیتونو او د دوی د وحشتونو پر وړاندې د ولس په منځ کې بې تفاوتي رامنځته کړي. یانې خلک دېته وهڅوي چې د مرګونو، چاودنو او وژنو پرمهال هیڅ ډول غبرګون ونه ښیي، خپل قهر او کرکه څرګنده نه کړي، بلکې په هر څه باید ځانونه غلي کړي.
د همدې لپاره د ترهګرو تذکیه کوونکي په ډېرو مواردو کې حتی د ولس په غم او ناورین ځانونه داسې غلي کړي لکه هیڅ هم چې نه وي شوي. د مرګونو او وژنو په هکله نه منفي تبصره کوي او نه هم مثبت تبصره کوي. حتی د خلکو د ذهنیت د بدلولو او مشغولولو په موخه ځینې نور مسایل را مخې ته کړي، ځکه هغوی غواړي چې د عام ولس پام د طالب او ترهګر له وحشت او وژنو څخه یوې بلې غیر مهمې موضوع ته ور واړوي.
کله کله د طالبانو د وحشت او د ترهګرو د ترهګریزو فعالیتونو تلفات چې بوږنونکي او زیات وي، په هغو مواردو کې دوی پوهېږي چې د ولس پام له وحشت او وژنو څخه بل لورته نه شي اړولی او یا یې په کوم بل څه نشي بوختولی، دوی نو بیا د ولس پر وړاندې جهت او طرف واقع شي.
 داسې طرف نیسي چې ولس د ترهګرو د بریدونو، چاودنو او وحشت غندنه کوي، پر طالبانو او ترهګرو لعنت وایي. د هغوی پر ضد د خپل اعتراض غږ پورته کوي، مګر دوی په ډېره سپین سترګۍ د طالب د وحشت او د ترهګرو د ترهګریزو بریدونو د پټولو په موخه استدلال کوي او خلکو ته داسې انګېزه ورکوي، چې تاسو تېروتلي یئ. دا کار طالبانو نه دی کړی، هغوی داسې نه کوي.
په لومړي ګام کې حکومت او په ځانګړي ډول د هېواد کشفي او امنیتي ارګانونو ته ښایي چې د ترهګرو د دغو خواخوږو او تذکیه کوونکو چاره وکړي او که یې په دوی وس نه کېږي، نو بیا دې ولس ته مخه ورکړي، چې ولس ورسره حساب وکړي. د وحشت او ترهګرۍ له پالنې، خواخوږۍ، بهرنۍ ایجنټۍ او جاسوسۍ څخه یې راوګرځوي او که د راګرځولو وړ نه وي، نو بیا ښه ده چې نابود یې کړي.
تر څو چې د ترهګرو او طالبانو دا او دېته ورته نور خواخوږي او تذکیه کوونکي او پلویان د ولس له منځ څخه حاشیې او څنډې ته نشي، نو تر هغو به د طالبانو وحشت او د ترهګرو ترهګریز بریدونه همداسې دوام لري. پرون یې که په پکتیکا، هلمند، ننګرهار او کونړ کې لسګونه بې ګناه خلک شهیدان او ټپیان کړل، نو سبا یې په بل ولایت او سیمه او بله ورځ یې په نورو ولایتونو او سیمو کې شهیدانوي.
ترهګر او طالبان به خپل وحشت ته ادامه ورکړي، د ښځو او ماشومانو په ګډون به مو بې ګناه هېوادوال شهیدانوي او له بلې خوا به یې د طالبانو خواخوږي، د ترهګرو تذکیه کوونکي، د بهرنیو استخباراتو جاسوسان او د پردیو ایجنټان په یوه او بله بڼه تعبیروي او د ترهګري او طالبیزم پر ضد سپېڅلو ولسي احساساتو سره لوبه کوي، نو ښه داده چې د دغه وحشت او ترهګري د مخنیوي لپاره لومړی د دوی خواخوږي چې د لستوڼي د مارانو په څېر د حکومت تر زنې لاندې د ولس په منځ کې پټ دي هغوی رسوا او د خپل ناوړه عمل په سزا ورسوي.