د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ولسمشر په ملاتړ

عبدالله افغان 19.03.2013 21:59

له دی خبری انکار نشی کیدی چی په اوسنی حکومت کی ډیری نیمګړتیاوی شتون لری خو کومی څرګندونی چی ولسمشر حامد کرزی پدی وروستیو کی وکړی هغه زموږ د ملت غوښتنی دی او دا غوښتنی له کلونو راهیسی مطرح شوی دی خو چاورته مناسب ځواب ندی ورکړی او اوس هغه وخت رارسیدلی چی باید له یوڅه جدیت څخه کارواخیستل شی.
د یوه افغان او مسلمان په حیث زه له خپل ولسمشر څخه هیله کوم چی پخپل همدی دریځ ټینګار وکړی او په شا نشی.
په نړی کی ډیر داسی هیوادونه شته چی له هره اړخه پخپلو پښو ولاړ دی خو ترننه یی دا جرات نده کړی چی د امریکا په خلاف او د مسلمان په دفاع کی څه ووایی خو زموږ ملت په تشه ګیډه او خالی لاسونو په نره د هرباطل په وړاندی خپل غږ پورته کړی چی دا سرلوړی لوی خدای (ج) یواځي افغانانو ته ور په نصیب کړی.
تر څو به دا وضعیت دوام لری نه مرستی پرځای لګیږی نه حکومت داری سمیږی نه امنیت راځی او نه هم د افغانانو غږ څوک اوری.
دولت زموږ خو واک یی د پردیو زموږ وزیران ریسان وکیلان اکثره د پردیو جاسوسان او له وطن او ملت سره خیانت کوونکی دی او د همدی بهرنیانو په مرستو واک ته رسیدلی دی.
کوم کسان چی د ولسمشر څرګندونی د ملک په ضرر ګڼی هغه کسان دی چی خپلی شخصی ګټی د بهرنیانو په شتون کی وینی دوی عمر په غلامی کی تیرکړی او د خپلواکی په ارزښت نه پوهیږی.
دومره پستی، دومره بیغرتی د افغانستان په تاریخ کی چا نه وه کړی لکه دوی یی چی کوی.
دو ویره لری چی که بهرنیان ووتل نو ملت به له موږ سره حساب کوی او د هرظلم او بی عدالتی غچ به رانه اخلی او له بله پلوه هغه حرامی پیسی چی دوی د خپل ایمان غیرت او ناموس په پلورلو ترلاسه کړی دی هغه به یی هم له لاسه ووځي.
آیا همدا د ملک په ګټه ده چی هرڅه دی د بهرنیانو په واک کی وی؟ زموږ د بیګناه هیوادوالو د وژلو بندی کولو او ځورولو دی پوښتنه ونشی؟ په دوی کی خو دا همت نشته چی د افغانستان په ګټه حتی یو نیک نظر هم څرګند کړی، او که دا کار بل څوک کوی دهغه هم غندنه کوی. لعنت دی وی په داسی منطق.
اصلی خبره له دی ځایه راپورته شوه چی ولسمشر، طالبان د بهرنیانو د پاتی کیدو عاملان وبلل او دا خبره بیا په بهرنیانو بده ولګیده.
که بهرنیان له د ی خبری منکر دی چی له طالبانو سره دوی اړیکی نه لری نو دوی دی ځواب ورکړی چی په (اروزګان کی وو که په کندهار کی) له الوتکو څخه د شپی له خوا چا طالبانو ته اکمالات رسول؟
د هیواد شمالی برخی ته چا طالبان په الوتکو کی راوستل؟
کوم انتحاریان چی په هلمند کی د امنیتی ځواکونو له خوا نیول شوی وو هغه بیا بریتانویانو خلاص نکړل؟
په هلمند ولایت کی له روغتون څخه د ترهګریزی هډی په توګه ګټه نه پورته کیده او ترشا یی همدا بهرنیان نه ول؟
او ترټولو مهمه خبره دا چی دا انتحاریان خو د همدی بهرنیانو له راتګ سره راپیدا شول.

نن ټولی نړی ته په اثبات ورسیده چی د تروریزم مور پاکستان ده نو بیا ولی د پاکستان پرضد اقدام نکیږی؟
زموږ وطن ته بهرنیان راغلل د اسامه په بهانه اود طالبانو په مرسته، خو اسامه بیا په پاکستان کی په کلونو کلونو پټ وو او بیا ووژل شو، نو بیا ولی د پاکستان پرضد اقدام ونشو؟
ملاعمر چیری ده د کوټی شورا چیری ده د حقانی ډله چیری ده ټول په همدی لعنتی پاکستان کی دی خو ولی څوک د هغوی پرضد اقدام نکوی؟
نن سبا چی د ملګرتیا خبری کیږی دا هسی پوچی او بی معنی خبری دی هغه د رحمان بابا شعر را یاد شو چی وایی:
هرسړی ترخپل مطلبه پوری یاردی
ما د خدای لپاره یار لیدلی ندی
که څوک داسی فکر کوی چی امریکا یان له موږ سره د مرستی لپاره راغلی دی نو هغه خوبه یاډیر ساده وی او یاهم غلام.
د ملګرتیا او مرستی خبره خو قطعا نشته اصلی خبره د ګټو ده نو که امریکایان خپلی ګټی زموږ په هیواد کی ترلاسه کولی شی نو بیا موږ څه بلا وهلی یو چی پخپل وطن کی خپلی ګټی نشو ترلاسه کولی
نن امریکا د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره افغانستان ته سخته اړتیا لری او زموږ لپاره دا یو ډیر ښه وخت دی چی ترینه په ډیره ښه توګه ګټه پورته کړو.
په بهرنیانو پوری تړلی رسنی هم له دوی سره مرسته کوی ترڅو حالات ترینګلی ښکاره کړی اوله یوی خوا خپل باداران خوشحاله کړی او له بلی خوا په افغان حکومت فشار راوړی ترڅو د ملت او حکومت ترمینځ بی باوری رامینځته کړی.
خو انشا الله چی مخونه به یی تور وی او هیڅ به ترلاسه نکړی.
له ښاغلی ولسمشر څخه هیله کوم چی تر هغه وخته له امریکا سره په امنیتی اویا هم کوم بل تړون حتی خبری هم ونکړی ترڅو چی د افغان ملت غوښتنی نه وی منل شوی او عملا اقدامات نه وی ترسترګو شوی.
له خپل ملت څخه په ډیر درناوی هیله کوم، پداسی حالاتو کی چی د ګران افغانستان د ملی ګټو او خپلواکی خبره رابرسیره شوی ده له خپل ولسمشر څخه په کلکه ملاتړ وکړی او بهرنیانو ته یوځل بیا دا ثابته کړی چی افغانان سره یو دی.


د آزاد اسلامی او مترقی افغانستان په هیله.