د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امریکا افغانستان ته په پراخه کچه درنی وسلی لیږدول غواړی.

عبدالله افغان 03.06.2012 01:41

د ناټو ځواکونو ته دلاری د پرانیستلو پر سر د امریکا او پاکستان اصلی اختلاف پدی موضوع ده چی امریکا غواړی په پراخه پیمانه درنی وسلی او مهمات افغانستان ته ولیږدوی.
پاکستان وایی چی د پیسو او نورو معاملو پرسر خبری کیدی شی خو دا چی امریکا له یوی خوا وایی ، په 2014 کال کی له افغانستان څخه خپل ځواکونه باسی، او له بلی خوا غواړی ژرترژره افغانستان ته 400 ټانکونه او په همدومره اندازه زره دار موټری او نوری درنی وسلی افغانستان ته ولیږدوی ترڅو د طالبانو پر ضد په لنډ وخت کی په پراخه کچه عملیات پیل کړی، خو پاکستان پدی اړه ژوره اندیښنه لری.
له بلی خوا له څه مودی را هیسی د امریکایی سفارتخانی د کارکوونکو له خوا په ګلګت نومی سیمه کی هم مشکوکی کړنی ترسترګو کیږی.
ویل کیږی چی د امریکا یانو پینځه کسیز ټیم په غیرقانونی توګه پرته له دی چی د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خبرکړی ګلګت ته تللی او هلته یی له بیلابیلو خلکو نه پوښتنی کړی او هم یی له ځینو سیاسی، توکم پالو او ټولنیزو کړیو سره خبری اتری کړی دی.
ویل کیږی چی د دوی اکثره پوښتنی له چین سره د پاکستان د تجارتی اړیکو په اړه وی، او همدا راز د چین او پاکستان سرحد هم له تیرو 15 ورځو را پدی خوا تړل شوی ده او دی خبری پاکستانی تجاران اندیښمن کړی دی.
یادونه:
دا لمړی ځل ده چی پاکستان د امریکا له حکم څخه سرغړونه کوی او نه غواړی د ناټو اکمالاتی موټروته د خپل هیواد له لاری د تګ اجازه ورکړی، حال داچی نن پاکستان له سخت سیاسی او اقتصادی مشکلاتو سره مخامخ هم ده.
دلیل یی کیدی شی داوی چی دا ځل پاکستان له امریکا څخه د خطراحساس کوی او داسی انګیری چی امریکا غواړی د همدی وسلو په زور د پاکستان هیواد له مینځه یوسی او یا هم دا وسلی د هغو سیاسی او وسلوالو ډلو په اختیار کی ورکړی، کوم چی همدا اوس د پاکستان پرضد سیاسی او نظامی جګړه پرمخ بیایی.
که خبره د پاکستان د حکومت وی نو هغه خو وایی چی همدا اوس دی دا لاره خلاصه شی خو لکه څنګه چی د پاکستان اصلی واکمنی د پوځ او استخباراتو په کنټرول کی ده نظر حکومت ته نو په همدی دلیل یی د دفاع پاکستان په نوم د آی ایس آی له خوا جوړ کړی شوی تش په نامه مذهبی تنظیمونو ایتیلاف هره ورځ اعلامیی صادروی او وایی که پاکستان ناټو ته اجازه ورکړه نو بیا به موږ سړکونو، کوڅو او ښارونو ته را ووځو او د خپلو وینو په بیه به د دی کارمخه ونیسو.( جنرال حمیدګل هم پکی شامل ده).
اوس خو یوه خبره لکه لمر غوندی روښانه شوه چی د پاکستان مذهبی کړی ټولی د آی ایس آی له لوری رهبری کیږی او له دی خبری نه باید زموږ هغه افغانان چی لا هم دوی ته د یوه صادق ملګری په سترګه ګوری د عبرت درس واخلی.
بل مهم خبر داده چی د پاکستان د جیی سنده قومی محاذ (جسقم ) مشر بشیر قریشی هم وروسته تردی چی د سند د خپلواکی اعلان یی وکړ، په یوه هفته کی په مرموزه توګه ووژل شو او تر هغه وروسته بیا د نوموړی مرستیال اختطاف شو او له پینځلسو ورځو وروسته یی مړی وموندل شو، چی چایی د وژلو مسولیت هم په غاړه ندی اخیستی.