د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امنیتی تړون که سیاسی لوبه؟

عبدالله افغان 27.11.2013 11:30

پداسی حالاتو کی چی امریکایان غواړی ژرترژره امنیتی تړون لاسلیک شی او ولسمشر کرزی وایی چی نه اول به زما شرطونه منی او بیا به درسره تړون لاسلیک کړم، داسی یوڅه ښکاری چی ورته سیاسی لوبه ویلی شو.
له یوی خوا بهرنیانو د خپل شا او خوا پنځوس کلن پلان د پلی کولو په لړ کی دلته په افغانستان کی په میلیاردونو ډالر ولګول او اوس به له تاوان اوبدنامی سره خالی لاس وځی چی د منلو وړ خبره نده.
له بلی خوا افغان ولسمشر په څه خواریو پدی دولسو کلونو کی افغانستان له صفر نه تر دی حالته را ورسول او اوس به څنګه ( سره له دی چی ښه پوهیږی چی که غربیان ووتل نو دلته به بیا هغه پخوانی حالت جوړ شی) بیا هم له امریکا سره خپل سرټمبه کوی؟
پدی دولسو کلونو کی خو هم همدی امریکایانو بیشمیره جنایات ترسره کړی او ولسمشر یی حتی تر ژړا ورسول خو نه حملی ودریدلی او نه هم ولسمشر داسی توندعکس العمل وښود، هو دا خبره بیله ده چی هرځل یی د امریکایانو جنایات په کلکو ټکو سره وغندل او په پایله کی یی ترډیره بریده د امریکایانو بدمعاشی هم کمه شوله.
دلته یوه خبره یادول اړین ګڼم چی زه نه د ولسمشر د وطنپالنی په روحیه شک لرم او نه هم پدی کی شک لرم چی افغانستان امریکایانو ته ډیرزیات ارزښت لری.
د دی سیاسی لوبی په جریان کی به نور څه کیږی هغه خدای پاک ته معلوم دی او یا هم هغو کسانوته چی لوبغاړی دی
خو یوه خبره ډیره ښه شوه چی وطنپلورونکی لا ښه بربنډ شول او نړی ته په چغو چغو سره وایی ډالرراکړه او افغانستان واخله.

د طالبانو د توجه د جلبولو لپاره هم یو ښه چال کیدلی شی ځکه د ولسمشر اوسنی دریځ به د نوموړی ډیر دښمنان په دوستانو بدل کړی چی پدی کی به طالبان هم شامل وی او یا هم هغه طالبان چی ورته امریکایی طالبان ویلی شو د همدی سیاسی لوبی په پایله کی او د امریکا په مشوره له جګړی لاس واخلی.
اسلامی حزب هم وروسته تردی چی خپل استازی یی څوځله کابل ته راولیږل کیدی شی له حکومت او امریکایانو سره یوه جوړجاړی ته رسیدلی وی او ځکه خو قطب الدین حلال رسما ځان کاندید کړ.
ملی جبهه چی تر پرونه به یی هره ورځ په حکومت پسی را اخیستی وه اوس کرار ناست دی او کله ناکله یوه نیمه خبره کوی خو نه په هغه پخوانی شدت سره او هغه هم تردی وروسته چی ډاکټر عبدالله عبدالله له ولسمشرکرزی سره په ارګ کی ولیدل.
په پاکستانی طالبانو د امریکایانو حملی او د هغو طالب مشرانو وژنه چی غوښتل یی د پاکستان له حکومت سره روغه جوړه وکړی هم دیته اشاره کوی چی امریکا نه غواړی نور له پاکستان سره ملګرتیا پرمخ بوزی.
د پاکستان حکومت له خوا هم یوڅه نښنی ترسترګو کیږی چی اوس د خپلو مجبوریتونو په اساس غواړی یوڅه مرسته وکړی ترڅو په افغانستان کی سوله راشی ځکه د پاکستان سیاسی، امنیتی او اقتصادی وضعیت ورځ تر بلی د زوال په لور روان دی.

کیدی شی د ایران د اټومی جوړجاړی ترشا هم د افغانستان موضوع وی ځکه دا جوړ جاړی هم پداسی وخت کی کیږی چی د افغانستان او امریکا جوړه شوی سیاسی لوبه روانه ده.
کیدی شی اوسنی وضعیت به د ډیرو افغانانو لپاره ډیر خواشینونکی وی او په تشویش کی به یی اچولی وی خو زه فکر کوم چی دایوه سیاسی لوبه ده او پدی سیاسی لوبه کی وطن پلورونکی، وطن پال، دوستان او دښمنان ټول به معلوم شی افغانستان به د ترقی سولی او خوشحالی لورته روان شی او د منافقینو د وطن پر سر معامله کوونکوبه مخ تور وی او په تاریخ که به یی حتی قوم ته هم څوک د انسان په سترګه ونه ګوری.


نیته: ۵/۹/۱۳۹۲