د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ملی جبهی په فعالیت دی بندیز ولګول شی!

عبدالله افغان 04.06.2012 22:17

یو شمیر ملی خاینانو له کلونو کلونو راهیسی په بیلابیلو نومونو زموږ په هیواد کی د پردیو په ملاتړ د قوم، مذهب او نورو نومونو لاندی د جګړو او تفرقی اور بل ساتلی ، او هر وخت یی له شرم بدنامی او ذلت پرته بل څه لاسته هم ندی راوړی .
دغه بدنامه ډلی په ځل هاوو رسوا شوی دی خو دا خلک هیڅ شرم ، حیا او غیرت نه لری نو ځکه بیا هم خپلو کړنو ته دوام ورکوی.
دادی یو ځل بیا هم د دغه کرغیړن ایتلاف کړنی د یوه بادرکه افغان په واسطه افشاشوی او د دوی د خپل مینځ خبری تر مطبوعاتو پوری له ثبوت سره را ورسیدلی.
ښاغلی نجیب الله کابلی د ملی مشارکت د ګوند مشر د یکشنبی په ورځ د یوه مطبوعاتی کنفرانس په ترڅ کی وویل:
( د ملی جبهی له اهدافو څخه د ځان د خبرولوپه نیت می د دوی په هغه غونډه کی چی په تخار ولایت کی جوړه شوی وه ګډون وکړ.
هلته زه له دوستم او محقق سره مخامخ شوم او هغوی ماته وویل چی موږ غواړو په افغانستان کی د فدرالی نظام جوړولوته لاره هواره کړو او که پښتنو له موږ سره مخالفت وښود بیا به افغانستان تجزیه کړو او په دی لاره کی له موږ سره بهرنی ملاتړی هم شته.
تاسو هم له موږ سره یوځای شی او موږ به ستاسو لپاره هم له خپلو بهرنی ملګروڅخه د مرستی غوښتنه وکړو.
نوموړی دا هم وویل چی د ایران د حکومت له خوا د دی غونډی د ترسره کولو لپاره دوی ته پینځه لکه ډالر هم ورکړل شوی دی.
همدا راز ښاغلی نجیب الله د ملی جبهی په مشر غږ وکړ چی لمړی باید د ملی جبهی په معنی ځان پوه کړی، ځکه ملی جبهه هغی جبهی ته ویلی شو چی پکښی د هیواد د ټولو قومونو وګړی شامل وی.)
له دی خبری کنفرانس څخه وروسته زما شخصی تمه دا وه چی اوس به په هیواد کی د دی خاینانو پر ضد مظاهری وشی، د ولسی او ملی جرګی له لوری به هم د نوموړی جبهی د کړنو غندنه وشی او هم به د حکومت له خوا پدی بدنامی ډلی بندیز ولګول شی او د دی جنایت کار ایتلاف د مشرانو د محاکمی اعلان به وشی.
خو تر اوسه نه کوم سیاسی حزب، نه د مشرانو او ولسی جرګی غړو او نه هم حکومت پدی اړه کوم غبرګون ښودلی، دا ډیره د افسوس وړ خبره ده.
زما له حکومت څخه دا غوښتنه ده چی د ملی جبهی په فعالیت سمدلاسه بندیز ولګول شی او د دوی مشران باید محاکمه شی.
زما غوښتنه د دواړو جرګو له مجلسونه نه هم داده چی د هیواد او خلکو په وړاندی خپل مسولیت ادا کړی او د دی جبهی د کړنو په کلکه غندنه وکړی او له وطن سره د خیانت په جرم له حکومت څخه د جبهی د مشرانو د محاکمی غوښتنه وکړی.
ولس هم باید پټه خوله پاتی نشی او د سوله ایزو مظاهرو، لیکنو او نورو لارو څخه د د دی خاینانو پر ضد خپل غبرګون وښیی.