د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ملی مشارکت لاسته راوړنی.

عبدالله افغان 01.06.2012 15:24

د ډاکټر نجیب الله د واکمنی په وخت کی یوه ډله خلک را پیدا شول چی خلکو به د ګلم جم په نوم پیژندل ، داخلک په ډیرو بدو صفاتو او ناروا کړنو مشهورول.
غلاوی قتلونه بدمعاشی جنسی تیری به یی ترسره کول ، کله به چی دوی جګړی ته واستول شول نو هلته به یی داسی کړنی ترسره کړی چی خلکو به په تاریخ کی نه وی اوریدلی.
وروسته بیا دا معلومه شوه چی داخلک د دوستم خلک دی او تردی پخوا خلکو له دی نوم او خلکو سره آشنایی نه درلوده ، د ډاکټر نجیب په حکومت کی داخلک د دومره ځواک او شهرت خاوندان شول چی په ټول افغانستان کی د یوه پیاوړی ځواک په توګه وپیژندل شول.
همدا راز هغه خلک چی له کلونو کلونو را هیسی یی له پښتنو سره کینه او بغض په زړونو کی پالل هغه خلک هم د نوم شهرت او قدرت خاوندان شول.
خو ورسته بیا همدی د لستوڼی مارانو په ډیره نمک حرامی سره دا هرڅه هیرکړل او لکه د جهانی صیب په خبره کله چی د بادار له برکته له موږک څخه په زمری بدل شول ، سمدلاسه یی پخپل بادار باندی ور حمله کړه.
دی خلکو له شورای نظار سره چی هغه هم د دوی هم فکره خلک وو لاس یوکړ او د ډاکټر نجیب حکومت یی رانسکور کړ ، داچی بیا وروسته دوی څه وکړل ملت ته ښه معلوم دی، هم یی له خپل قوم او هم له افغان ملت سره ستره جفا وکړه ، خو پنجشیریانو بیا ځانونه ورسول او د خلکو په اصطلاح د هرڅه خاوندان شول.
دغه کرغیړن ایتلاف چی کله واک ته ورسید، ملت یی په قومونو وویشل ، زما ښه په یاد دی چی پنجشیریانو به په کابل کی پښتنوته ویل چی ( تا هنوز هم پکیتا والا ده کابل میګردند؟).
په اول کی یی له هزاره او ازبک څخه کار واخیستل او بیا یی په هغوی پسی هم د ټوپکو خولی را واړولی.
ددغه بدنام ایتلاف هریو غړی باید د خپلو تیرو نارواوو کړنو په بدل کی په دار ځړول شوی وای خو له بده مرغه دا خلک د امریکا په مرسته یوځل بیا قدرت ته ورسیدل او تر همدی ننه پوری یی چی هرڅه کړی او کوی یی نه امریکا څه ورته وویل او نه هم ښاغلی کرزی صیب، بلکه دوی ته یی د خاین پرځای د اتل او د ..... پرځای د شهید لقبونه ورکړل.
همدی مکاری ډلی چی ترپرونه په همدی حکومت کی ونډه درلوده له حکومت سره یی هیڅ مشکل نه درلود، خو اوس چی له واک څخه لاس په سر شول بیا په حکومت او کرزی پسی بدی ردی وایی.
نن یوځل بیا له هغه ازبک او هزاره سره د اتحاد خبری کوی چی تر پرونه یی په ډیره بی رحمی سره وژل.
زه خو حیران یم داسی خلکو ته چی لا هم دوی خپل دوست او دښمن ونه پیژندل، او په چا پسی چی دوی روان دی هغوخلکو دوی ته څه ورکړل؟
آیا دوی ماغزه لری ؟ د دوی رهبران چی دوی ته ویناوی کوی چی کرزی بد سړی ده او دده حکومت په فساد ککړ ده، ولی دا فکر نکوی چی د همدی کرزی له برکته نن دوی انسانی ژوند لری، د همدی کرزی له برکته نن دوی په دولت کی پراخه ونډه لری، او نن چی د کرزی حکومت ته دنیا د یوه فاسد حکومت په نظرګوری هغه هم ترډیره بریده د همدی فاسدو خلکواو د دوی د بهرنی ملګرو د کړنو نتیجه ده.
آیا د کرزی حکومت د شر او فساد له دوری نه هم بد دی؟ او داسی نوری ډیری پوښتنی باید د دوی په ماغزو کی را ولاړی شوی وای .
کله چی ډاکټر نجیب پدی پوه شو چی دا خلک نور د اعتماد وړ ندی نو پښتنو ته یی رجوع وکړه خو هغه وخت بیا ډیر ناوخته وو.
کرزی هم نن له ورته حالاتو سره مخامخ ده ، په لسو کلونو کی یی هڅه وکړه چی له دی خلکو نه سړی جوړ کړی، د ملی مشارکت په نوم یی دا خلک قدرت ته ورسول، د دوی په هری ناروا، ظلم او خیانت یی سترګی پټی کړی خو لاسته راوړنه یی څه شوه؟
کرزی صیب د دوی له پخوانیو کړنو خبر نه وو، او که خبر وو نو بیا یی ولی په دی خلکو اعتماد وکړ؟
نن کرزی صیب هم دی نتیجی ته ورسید چی له دی خلکو نور څه نه جوړیږی او باید پښتنو ته مراجعه وکړی او په غبرګون کی یوځل بیا همدی پخوانیو څیرو له شمال څخه ږغ راپورته کړ او په اشارو اشارو کی حکومت ته ګواښونه کوی.
خو افسوس پرافغان ملت چی هلته په شمال کی د پردیو د جاسوسانو له خوا د پردیو د اهدافو لپاره استعمالیږی او دلته د هیواد په جنوب کی.
خو دا ځل به داخلک په خپلو کرغیړنو موخو کی بریالی نشی ، ځکه داځل به هغه تاجک چی د دوی په دور کی یی راز راز کړاونه ګاللی دی اوس به هیڅکله هم له دوی سره لاس یو نکړی.
نن به هغه هزاره چی تر پرونه یی د همدی جنایتکارانو د ظلمونو له لاسه خپل عزیزان له لاسه ورکړی دی هیڅکله هم له دوی سره یوځای نشی.
نن به هغه ازبک چی د شورای نظار پرونی ناځوانی یی په یاد دی هیڅکله هم مسعود ته قهرمان ونه وایی او له پنجشیریانو نه به دفاع ونکړی.
نن به د هیواد پښتانه هم پدی پوه شوی وی چی د اسلام په نوم چی کومه جګړه روانه ده ، ترشا یی د آی ایس آی اهداف پټ دی او له دوی څخه یوازی د یوی وسیلی په توګه کار اخیستل کیږی.
نن باید هر افغان له ځان سره محاسبه وکړی چی پدی جګړو کی له شاملیدو سره یی څه لاسته راوړل او څه یی له لاسه ورکړل.
بر سیره پردی هم که څوک سر نه خلاصوی نو هغه به خدای ، وطن او ملت ته ګرم وی.