د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سیند په پرخه کې

مجيب الرحمان انګار 05.05.2009 15:36

دا د دري ژبې د وتلې  شاعرې پروين پژواک د څو شعرونو پښتو ژباړه ده، چې ليکوال،شاعر او ژورنالېست ښاغلي اجمل اند ژباړلې، پروین پژواک د دري ژبې د ګوتو په شمېر شاعرانو څخه ده چې (دریا در شبنم ) شعرونه يي په فرهنګي کړیو کې ګڼ  لوستونکي لري .
پردې ژباړل شوې ټولګې عصمت قانع،مصطفی سالک، عبدالهادي هادي ، هژبر شېنواري او خپله اجمل اند یادښتونه کښلي .
 دپښتۍ طرحه او د شعرونو اړوند انځورونه يي د هېواد تکړه انځور ګر هژبر شېنواري کښلې دي .
دا شعري ټولګه دانش خپرندویه ټولنې  په پنځه اتیا مخونو کې  چې دهر شعر له سرليک او منځپانګې سره سم انځور لري تازه خپره کړې ده .
سیند په پرخه کې  ټولګې په اړه  تکړه شاعر او لېکوال مصطفی سالک وايي :
(( پروين پژواک  خپل جذبات د غلامانو په څېر ګرځولي دي . داسې غلامان چې د افغاني کلتور حلقه يې د غوږونو پسول دي، نو ځکه يې د خپل هېواد او خپل کلتور د بخت رڼا بولم. ))
تکړه شاعر عبدالهادي هادي پرې دې ټولګه د خپل لېکلي  يادښت په یوه برخه کې لېکي :
((د دري ژبې د لوى اروا شاعرې پروين پژواک دا شعري طرحې چې ښاغلي اند ژباړلي د دوه زرم کال په نيمايي کې خپرې شوې دي او ډېرو لوستونکو او د هېواد د ننه او بهر فرهنګي کړيو يې تود هر کلى کړى دى، پروين زموږ د هېواد په کچه يوازينۍ شاعره ده، چې د شعرونو د لومړنۍ ټولګې له خپراوي وروسته يې په ډېر لږ وخت کې د لوستونکو او خپلو نمانځونکو دومره بهير ورمات کړى دى))
په دې ټولګه کې راټول شوي شعرونه  له شعر نه په شعر په روانه ژبه ژباړل شوي چې لوستونکي کولای شي د ښکلو پښتو شعرونو مینه پرې  ماته کړي .

د اجمل اند ويب پاڼه په دې پته کتلای شئ : http://www.ajmalaand.com/