د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پېښور: تېره شپه درې ښوونځي له منځه وړل شوي

مجيب الرحمان انګار 08.04.2010 10:30

په قبایلي سيموکې د ښوونځیو د له منځه وړلو لړۍ چې له تېرو څو کلونو راهيسې پيل شوې د پېښور تر ښاري سيمو راورسېده،په دې لړ کې تېره شپه د پېښور ښار په درېيو بېلابېلو سيمو کې پر درېيو ښوونځيو بريدونه شوي چې د ښوونځيو ودانيو ته يې د پام وړ زيان اړولی.

د ځايي امنيتي چارواکيو په وينا نا پېژاندو کسانو تېره شپه د پېښور ښار په لنډۍ ارباب سيمه کې د نجونو په يوه ښوونځي کې درنه چاودنه شوې چې له لامله يې د ښوونځي ودانۍ ته د پام وړ زيان اوښتی،د پوليسو په وینا په پېښه کې چاته زيان نه دی اوښتی خو د ښوونځي ودانۍ ډېره زيانمنه شوې.

په يوه بله پېښه کې د پېښور ښار په باچا ګړۍ نومي سيمه کې نا پېژاندو کسانو د نجونو په يوه ښوونځي کې چاودېدونکي توکي چولي،په دغه پېښه کې هم د ښوونځي ودانۍ ډېره زيانمنه شوې،د پوليسو يوه چارواکي په دې اړه ټول افغان ته وويل چې د پاچا ګړۍ په سیمه کې ښوونځی د چاودېدونکيو توکيو له لامله نه بلکې د راکټي بريد په پايله کې زيانمن شوی،نوموړي ويلي چې ناپېژاندو کسانو پر دغه ښوونځي راکټی بريد کړی.

درېيم ښوونځی د پشتخرې په ډوره نومي سيمه کې تر بريد لاندې راغلی چې د لومړنيو هغو په پرتله يې د زيان کچه ټيټه ښودل شوې،د سيمه ييزو امنيتي مسوولينو په وينا په دې ښوونځي کې هم چاودنه شوې خو له نېکه مرغه يواځې ديوال يې نړېدلی او نوره ودانۍ خوندي پاتې ده.

ياده دې وي چې په درېيواړو پېښو کې چاته د سر زيان نه دی اوښتی.

په قبايلي سيمو او پښتونخوا کې د تېرو څو کلونو راهيسې د ناپېژاندو کسانو له خوا ښوونځي په نخښه کېږي چې تر اوسه يواځې په مومندو کې شاوخوا شپږ دېرش ښوونځي او کالجونه له منځه وړل شوي،همدا شان په سوات او نورو سيمو کې پر ښوونځيو او تعليمي ادارو بريدونه شوي. خو په پېښور کې دا د خپل نوعيت لومړنۍ پېښه ده چې په يوه شپه کې پر درېيو ښوونځيو بريدونه شوي.