د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان کډوال : لویې جرګې ته زموږ اصلي استازي نه دي بلل شوي

مجيب الرحمان انګار 16.11.2011 19:27

( له ازادي راډیو په مننې) : په خیبر پښتونخوا کې دیره افغان کډوال شکایت کوي،چې په کابل کې  دودیزې لویې جرګې ته ددوی اصلي استازي نه دي بلل شوي او نه هم له دوی سره په دې باب مشوره شوې.

د خزانې،جلوزو،زاخیلو،خاکي،مانسهرې،شینکیارۍ،اکوړي اوځینې نورو کمپونو مشرانو او مخورو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل،چې دوی یواځې د رسنیو له لارې خبر شوی،چې د دودیزې لویې جرګې لپاره له پاکستانه د کډوالو استازي بلل شوي او له دې اخوا هیڅ ډول معلومات نه لري،چې څوک او د کومو معیارونو له مخې د کډوالو په استازيتوب ټاکل شوي .

دجلوزو د پخواني کمپ یوتن مشر او روحاني شخصیت پير فضل الله تائیب له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل :

(دلته نه خو له چاسره مشوره شوې او نه څوک ټاکل شوي،په حقیقت کې دا هغه کسان دي،چې له جناب کونسل صیب او د مهاجرینو له رئیس سره د میز او دسترخوان انډیوالي لري . ځکه نو زه وایم چې دا منل شوي او د کډوالو استازي نه دي او نه هم د ستونزو په اواري که څه رول لوبولی شي)

نوموړی وايي د جلوزو کمپ تر تړل کیدو وروسته ددې کمپ په زرګونو کورنۍ اوس هم  په ډاګ بهسودو، پبو او شاوخوا سیمو کې دیره دي خو وايي چې نه چا ورسره مشوره کړې او نه یې جرګې ته بللي.

په پښتونخوا کې پر کمپونو سربیره یو زیات شمیر خلک په ښارونو او څيرمه سیمو کې هم ژوند کوي.

د ذاخیلو کمپ یوتن مشر له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ورته ستونزې یادونه وکړه او ویې ویل :

(نوم مې حاجي ثمین احمدزی دی،د غوښتو یا بلنې خبره خو لا څه،چې دلته خو له چانه  تشه پوښتنه هم نده شوې،ښکاره خبره ده چې دوی یواځې هغه خپل فرمایشي خلک په لیست کې شامل کړي او د کډوالو د استازيو په نوم یې کابل ته لیږلي. نه د مهاجرینو ریاست اونه هم کونسلګرۍ له موږ سره  مشوره کړې او نه یې تماس نیولی)

د پيښور او څيرمه سیمو پشان د مانسهرې،هريپور،خاکي،ایچړو  او شاوخوا سیمو کې د افغان کډوالو یوشمیر استازي هم د مهاجرینو ریاست له دې کاره شکایت کوي او وايي،چې ددوی په نمایندګۍ حتی یو کس هم نه دی غوښتل شوی :

( محمد عالم نومیږم او د خاکي عالي لیسې سر ښوونکی یم،دلته ټول اته کمپونه دي،چې شاوخوا شل زره کورنۍ پکې ژوند کوي،خو له دې ځایه لویې جرګې ته هيڅوک نه دي بلل شوي. نه کونسلګرۍ او نه هم دمهاجرینو ریاست راسره خبرې کړي او نه ترې خبر یو چې څوک به یې زما د کمپونو د استازیو په نوم لیږلي وي)

پير فضل الله وايي،لکه څنګه،چې دا جرګه د ډیرو حساسو ملي مسايلو د حل په باب راغوښتل شوي نو باید چې همداسې اهل کسان ورته بلل شوي وای نه دا چې د شخصي روابطو او انډیوالیو له مخې ځینې فرمایشي خلک وربلل شوي او ددې پر ځای چې د کړکیچونو حل لارې ولټوي یواځې دخپلو شخصي ګټو او مقام حاصلولو په غم کې وي :

(دلته ډير علمي،ملي،روحاني او بانفوده قومي شخصیتونه ژوند کوي،خو له هغوی سره هيڅوک یعنې نه خو کونسلګري او نه هم د مهاجرینو ریاست رابطې نه لري،په دې اساس ماته خو دا جرګه هم هسې ټوکې ښکاري)

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت د یوه مسوول مقام دمعلوماتو له مخې له ټول پاکستانه ۱۲۰ تنه د کډوالو په نمایندګۍ دغې جرګې ته بلل شوي،چې تر ټولو زیات یعنې ۶۱ تنه له خيبر پښتونخوا او پاتې نور له کويټې،اسلام اباد او کراچۍ  څخه ټاکل شوي،خو زیاته یې کړه چې په دې کې سفارت هیڅ کار نه درلود او ټول د مهاجرینو د ریاستونو له خوا نومول شوي.

کله چې مو د کډوالو ددغو شکايتونو په باب په پيښور کې د افغانستان د مهاجرینو چارو ریاست له مرستیال نور احمد حقجو نه و پوښتل نو  داسې یې وویل :

(موږ خو داسې نشو کولی،چې د ټولو کمپونو دخلکو نومونه ثبت کړو،خو هرڅوک چې دا ډول شکایت کوي موږ یې په کلکه ردوو ځکه چې له موږ سره ټول اسناد موجود دي،چې څوک-څوک مو جرګې ته معرفي کړي.

دبیلګې په ډول یې درته ووایم،چې له خراسان کمپ نه مو دوه تنه پښتانه او درې تنه ازبک او ترکمن او همداشان له ‌ذاخیلو او خاکي نه یو پښتون او دوه تنه ترکمن د کډوالو د استازیو په توګه لویې جرګې ته ور معرفي کړي)

نوموړی وايي،له ښاري سیمو او ټولو کمپونو نه یې د نفوسو په تناسب ټول ۶۱ هغه کسان ټاکلي چې له وړاندې له دوی سره وخت پر وخت په تماس کې وي او دوی یې د کډوالو د مشرانو یا استازيو په توګه پيژني.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ادارې یا UNHCR د معلوماتو لا هم په پاکستان کې څه باندې یونیم ملیون ثبت شوي افغان کډوال او په سلګونو زره هغه چې د اوسیدو قانوي اسناد نه لري ژوندکوي چې شاوخوا یو ملیون یې د خیبر پښتونخوا په مرکز او نورو سیمو کې دیره دي.