د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

يوشمېر پښتنو سياستوالو د خيبر پښتونخوا له نامه سره مخالفت وښود

مجيب الرحمان انګار 01.04.2010 10:34

د پاکستان په سنا مجلس کې د اساسي قانون اړوندې کمېټې غړيو چې له تېرو نهو مياشتو راهيسې د اساسي قانون په ځينې مادو کې د بدلون راوستو په موخه پرله پسې غونډې کولې بلاخره تېره شپه له په لسګونو ناندريزو غونډو وروسته  په يولړ ټکيو سره سلا شول.

په دغه بدلون کې د نورو مادو ترڅنګ د سرحد ايالت د نوم بدلولو هغه هم شامله ده چې له مخې يې د شمال مغربي صوبه سرحد نوم په رسمي ډول په خيبر پښتونخوا بدل شو.

که څه هم عوامي نېشنل ګوند د خيبر پښتونخوا نوم منلی خو د پښتونخوا يو شمېر سیاسي ګوندونو له دې نامه سره کلک مخالفت ښودلی او دايې د پښتنو د تشخص پر خلاف عمل ګڼلی.

يوشمېر سیاسي مشرانو ويلي چې عوامي نېشنل ګوند په دې لړ کې له پښتنو سره ستره جفا وکړه، د هغوی په وينا د پښتونخوا ایالتي اسامبلې د ۱۹۹۷ کال د نومبر پر ديارلسمه ددغه ایالت لپاره د پښتونخوا نوم منظور کړی و نو په اوسني بدلون کې بايد همدا نوم منظور کړل شوی وای.

د چارسدې د شېرپاو سيمې او سېدونکی پاکستان د خلکو ګوند(شېرپاوډ ډلې) مشر آفتاب احمد خان شېرپاو چې د نوموړې کمېټې غړی هم دی ويلي چې تېره ورځ يې په کمېته کې هم د خيبر پښتونخوا له نوم سره مخالفت ښکاره کړی او د کمېټې له غړيو يې غوښتي ول چې پښتونخوا ددغې سيمې تاريخي نوم دی او بايد چې همدا نوم له مختاړي او وروستاړي پرته ومنل شي،نوموړي ويلي چې دده ګوند به له پښتونخوا پرته هېڅ بل نوم ونه مني او په پارلمان کې به يې په مخالفت کې رايه ورکړي،د مسلم ليګ (ق ډلې) ايالتي مشر او پخواني مرکزي وزير امير مقام هم له دې نوم سره خپل مخالفت ښکاره کړی، نوموړي ويلي چې دا نوم نه خو د پښتنو له خوا وړانديز شوی او نه هم د عوامي نېشنل ګوند بلکې د نوازشريف  په غوښتنه غوره شوی،نوموړي ويلي چې د نوم بدلولو په اړه بايد په پښتونخوا کې ټولپوښتنه وشي او چې خلکو کوم نوم غوره کړ هغه وټاکل شي.

نوموړي د پښتونخوا پر ځای خيبر پښتونخوا د قبايلي سيمو د حیثيت ختمولو په لړ کې ستره دسيسه ګڼلې او ويلي يې دي چې په دې سره به د خيبر تاريخي حیثیت له منځه يوړل شي.

د مولانا فضل الرحمان د ګوند دسر سړي سناتور ګل نصيب خان ويلي چې غوره به وای چې عوامي نېشنل ګوند يواځې د پښتونخوا په نوم ټينګار کړی وای خو اوس که نور سياسي ګوندونه له دې نوم سره مخالفت نه لري ددوی ګوند به يې هم مخالفت ونه کړي.

د پښتونخوا پخواني وزير اعلی او په اوسنۍ ايالتي اسامبله کې د اپوزيسيون مشر اکرم خان دراني هم له خيبر پښتونخوا سره مخالفت ښودلی او ويلي يې دي چې عوامي نېشنل ګوند د خيبر وروستاړي په ورزياتولو سره پښتونخوا اسامبلې د هغې پرېکړې سپکاوی کړی چې پر ۱۹۹۷ کال کې يې په پراخ اکثريت د پښتونخوا نوم منظور کړی و.

په پښتونخوا اسامبله کې دخلکو ګوند(شېرپاو)استازي اودپښتونخواجمهوري تړون مشر سکندرحيات خان شېرپاو هم پر عوامي نېشنل ګوند نيوکه کړې چې د پښتونخوا له تاریخي نوم سره يې بې انصافي کړې.

بلخوا د عوامي نېشنل ګوند يوتن مشر او د پښتونخوا د اطلاعاتو وزير ميا افتخار ويلي چې پښتنو له اوږدې مبارزې وروسته دغه نوم ترلاسه کړ،دی وايي چې ډېر کلونه وړاندې هغه مهال چې د پاکستان د دواړو مجلسونو( سنا او پارلمان) غړي په اساسي قانون کې د بدلون او اصلاحاتو راوستو په موخه سره راغونډ شوي ول د سرحدايالت لپاره د اباسين پښتونخوا نوم غوره کړل شوی و خو ارواښاد اجمل خټک نه و منلی،اوس چې له ډېرو کلونو وروسته په اساسي قانون کې د اصلاحاتو راوستو وخت راغلی که نن ورځ موږ دا چانس هم له لاسه ورکړ خدای خبر بيا به څومره کلونه ورته لاس تر ځنې ناست يو.

نوموړی وايي،عوامي نېشنل ګوند دومره وکړای شول الله دې راتلونکيو سیاسي مشرانو او ګوندونو ته وس ورکړي چې دا نوم لاپسې خوږ کړي،يانې د خيبر مختاړی ترې لرې او يواځې پښتونخوا يې کړي،د نوموړي په وينا دوی به هم په دې لړ کې خپله مبارزه جاري ساتي.

ياده دې وي چې تېره شپه د پاکستان د ګڼ شمېر سياسي ګوندونو غړيو له نهه مياشتنيو ناندريزو غونډو وروسته ددغه هيواد په اساسي قانون کې يولړ بدلونونه منظور کړل چې يو هم پکې د سرحد ايالت نوم په خيبر پښتونخوا د بدلولو مسله وه.