د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پيښور: افغان کونسل د فرهنګي آتشې پروين ملال په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

مجيب الرحمان انګار 02.12.2011 07:51

( له ازادي راډیو نه په مننې) : په پيښور کې د افغانستان  جنرال کونسل سید محمدابراهیم خیل  هغه راپورونه رد کړل،چې ګواکې د افغانستان دفرهنګي آتشې دفتر له اوږدې مودې راهیسې تړلی.

نوموړي له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل،چې د فرهنګي چارو مسووله میرمن پروين ملال له هغې ورځې چې په دې کونسلګرۍکې د فرهنګي آتشې په توګه ټاکل شوې په منظمه توګه خپله دنده پرمخ وړي  او له رسمي رخصتیو پرته هیڅکله دا دفتر ندی تړل شوی :

(د پروين ملال په باب،چې د یوه خصوصي تلويزيون له لورې کوم راپور خپور شوی سراسر  بې اساسه  دی او هیڅ حقیقت نه لري.

د اختر له رخصتۍ سمدستي وروسته خپل دفتر ته راغلې،خو په کومه ورځ چې هغوی دغه راپور چمتو کاوه نو میرمن ملال د خپلو رسمي کارونو په لړ کې له افغان سفير محمد عمر داودزي سره د ملاقات لپاره اسلام اباد ته تللې وه.

میرمن ملال د ښې تجربې خاونده او وظیفه شناسه ښځه ده،خو له بده مرغه،چې په دفتر کې بل همکار نه لري،چې دهغې په غیاب کې دفتري چارې پر مخ یوسي او ټول کارونه په یواځې سر پر مخ وړي)

نوموړي داڅرګندونې وروستې تر هغې وکړې،چې د پنجشنبې په شپه د افغانستان یوه تلويزیون په پيښور کې د خپل خبريال په حواله یو راپور خپور کړ،چې ګواکې پروین ملال له اوږدې مودې راهیسې غیرحاضره او فرهنګي خونه یې د مراجعینو پر مخ تړلې.

کله،چې مې په دې باب له فرهنګي آتشې پروين ملال نه وپوښتل نو داسې یې وویل :

( څو ورځې وړاندې زه د یولړ اداري کارونو په سلسله کې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ته تللې وم، له ښاغلي سفير سره ناسته وم،چې زما د دفتر ملازم راته زنګ وواهه او ویې ویل چې یو خبریال راغلی او په خپل سر یې ددفتر ورونه وتړل او  په خپل ويډيويي راپور کې یې وویل چې دا دفتر له تیرو څو میاشتو راهیسې بند دی او دمسوولې یې هیڅ درک نشته چې چیرته ده.

خو عجیبه داده چې همدې تلويزيون  یوه میاشت وړاندې زما د هغه نندارتون راپور خپور کړ چې د درېیو ورځو لپاره مې په پيښور کې دایر کړی و،نو چې یوه میاشت وړاندې مې نندارتون دایر کړی و بیا څنګه کیدی شي چې له څو میاشتو راهیسې غیر حاضره و اوسم؟)

افغان کونسل وايي،د بل هرځای په نسبت په خیبر پښتونخوا کې د افغانستان د فرهنګي آتشې دفعالیت ساحه ډيره پراخه او زیات کار ته اړتیا لري خو د بودجې نشتوالي دغه څانګه له زیاتو ستونزو سره مخ کړې:

(زه ددې خبرې شاهد یم چې آغلې پروين ملال د خپل دفتر لپاره یو محلي کارمند استخدام کړی چې کمپيوټرې چارې پرمخ وړي او له خپل جیب څخه معاش ورکوي، نو که د اطلاعات و فرهنګ وزارت په دې برخه کې لږ پاملرنه وکړي او د هغې لپاره لږ تر لږه یو همکار وګوماري او ترانسپورتي مشکلات یې حل کړي نو دا دفتر به ډيرې ښې لاسته راوړنې ولري،ځکه چې همدا مشکلات د هغې د لاسته راوړنو او کارونو پر وړاندې خنډ شوي)

افغان کونسل وویل،سره له دې چې فرهنګي خونه د مسوول او یوه ملازم له میاشتني معاش پرته نور هيڅ ډول بودجه نه لري خو بیا هم پروین ملال په نشتو امکاناتو دغه څانګه ژوندۍ ساتلې،چې په خبره یې ښکاره ثبوت یې څه باندې یوه میاشت وړاندې په پيښور کې ددې ادارې له لوري د افغاني لاسي توکیو هغه نندارتون دی،چې تر درېیو ورځو لپاره د خلکو پرمخ پرانستی و.

په پيښور کې د افغانستان فرهنګي څانګه،چې له تاسیس څخه یې لس کاله پوره کیږي، لا هم له اړینو امکاناتو څخه بې برخې ده،ددې ادارې مسوولین وايي سره له دې چې په پښتونخوا کې ددې دفتر موجودیت او فعالیتونه تر بل هاځای مهم دي،خو د اطلاعات و فرهنګ وزارت له لوري دفرهنګي فعالیتونو لپاره هیڅ ډول بودجه نه ورکول کیږي.

مجيب الرحمان انګار،پيښور