د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په مومندو کې شپږ دېرشم ښوونځی له منځه يوړل شو

مجيب الرحمان انګار 04.04.2010 09:22

په پښتني سيمه مومندو ايجنسۍ کې د علم او پوهې د دښمنانو له خوا د ښوونځيو د سوځولو او له منځه وړلو لړۍ روانه اوترې دې دمه يې ۳۶ ښوونځي له منځه وړي چې له لامله يې په زرګونو هلکان او نجونې د زده کړې له نعمته بې برخې شوي.

له سيمې نه په وروکړل شويو رپوټونو کې ويل شوي چې د پوهې د دښمنانو له خوا په دې لړ کې تېره شپه هم يو ښوونځی په چاودېدونکيو توکيو له منځه وړل شوی.

د ځايي دولتي چارواکيو په وينا دلکړو په بخمل شاه نومي سيمه کې تېره شپه نا پېژاندو کسانو د نجونو يو ښوونځی په چاودېدونکيو توکيو الوځولی،ويل کېږي چې په پېښه کې د ښوونځي ودانۍ په بشپړه توګه له منځه وړل شوې.

له تېرې څه مودې راهيسې چې په سيمه کې د ښوونځيو او کالجونو د له منځه وړلو لړۍ پیل شوې دا شپږدېرشم ښوونځی دی چې په دې سيمه کې له منځه وړل کېږي.