د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اکبر اغا د تور زيړي د ناروغتيا له امله له زندانه راخوشي شوی‏

مجيب الرحمان انګار 08.04.2010 09:07

افغان اسلامي اژانس : يو تن هغه سپين ږيري او مخور چې د پول چرخي د زندان څخه يې د جيش المسلمين په نوم ‏د يوې ډلې د پخواني مشر محمد اکبر اغا په راخوشي کولو کې هلې ځلې کړي نن ماسختن ‏‎2010-04-07‎‏ افغان اسلامي اژانس ته وويل چې د کندهار يو زيات شمير سپين ږيري ، د ‏وولسي جرګي غړي او هم نورو مخورو څو څو ځلې د جمهور رئيس سره په يو شمير ليدنو ‏کې وغوښتل چې اکبر اغا راخوشي کړي .‏
د کندهار ولايت د ارغنداب د ولسوالۍ سپين ږيري سيد پاچا چې په پاچا اغا شهرت لري ‏د افغان اسلامي اژانس سره په خبرو کې وويل (جمهور رئيس څو څو ځله د مشرانو غوښتنه ‏ونه منله او حتي يو ځل (کرزي) ژمنه وکړه چې اکبر اغا به د اسد د‎1388‎‏ هجري شمسي کال ‏د دري ويشتمې نيټې (‏‎2009-08-14‎‏) په هغه فرمان کې چې د يو شمير نورو بنديانو د ‏خوشي کولو په اړه ؤ راخوشي کړي خو رئيس جمهور دا کار ونه کړ ) .‏
پاچا اغا وويل کله چې رئيس جمهور ته هم معلومه شوه چې اکبر اغا د تور زيړي په ناروغۍ ‏اخته دى او هم يې د خپل بند د دوه ثلثو څخه زياته موده تيره کړې نو بيا يې د اکبر اغا د ‏خوشي کولو فرمان صادر کړ .‏
پاچا اغا د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل (سپين ږيري او مشران غواړي چې د مخالفينو ‏او حکومت تر منځ فاصلې راکمي کړي ، د اکبر اغا د خوشي کولو په اړه هم د سپين ږيرو ‏منډې ترړې د همدې هلو ځلو يوه برخه وه او دې کار دا ثابته کړه چې سپين ږيري په هيواد ‏کې د سولې لپاره کار کوي او اوس ليدل کيږي چې اکبر اغا او ملګري يې په سوله ايزه ‏توګه په کابل کې اوسيږي ).‏
کله چې د هغه څخه پوښتنه وشوه ايا دا کار غير قانوني ندې ؟ نو هغه په ځواب کې وويل ( ‏له يوې خوا روغتيا او صحت خورا اهميت لري د پول چرخي سرطبيب د طبي معايناتو څخه ‏وروسته وويل چې اکبر اغا د تور زيړي په مرض اخته دى او هم هغه معاينات چې دمخه د ‏پاکستان په اغاخان روغتون کې شوې وه د دې شاهد وه چې اکبر اغا د تور زيړي په مرض ‏اخته دى او له بلې خوا کله چې يو بندي په سخته ناروغۍ اخته او د بند د دوه ثلثونو څخه ‏زياته موده تيره کړي وي او مشران د هغه د خوشي کولو لپاره د جمهور رئيس څخه غوښتنه ‏وکړي او جمهور رئيس يې ونه مني نو دا څه معنى لري ؟ ).‏
پاچا اغا زياته کړه ( دا د دې معنى لري چې له يوې خوا رئيس جمهور د کوم بندي ژوند ته ‏اهميت نه ورکوي او له بلې خوا د قومي مشرانو غوښتنه هم نه مني چې داسي کول د ‏جمهور رئيس د شان او مقام سره نه ښايي ).‏
هغه وويل څو ځله چې رئيس جمهور رئيس د اکبر اغا د خوشي کولو څخه انکار وکړ نو ‏مشرانو په په ښکاره ټکو کې ورته وويل ( که تاسي د اکبر اغا د خوشي کولو واک او ‏صلاحيت نه لرئ نو بيا د رئيس جمهور په چوکۍ د کار کولو معنى څه ده ؟ ).‏
پاچا اغا د اکبر اغا د مودې په اړه افغان اسلامي اژانس ته وويل چې يوې محکمې اکبر اغا ‏په شپاړس کاله بند محکوم کړ چې بيا بلې محکمې د يو شمير مطبوعاتي اسنادو پر بناء د ‏اکبر اغا د بند موده اوه کلونو ته راټيټه کړه چې اکبر اغا په محبس کې د بندو دوه ثلثونو ‏څخه زياته موده تيره کړه ).‏
‏ پاچا اغا د خپلو څرګندونو په پاى کې وويل چې اکبر اغا نژدې شپږ مياشتې دمخه د پول ‏چرخي د زندان څخه راخوشي شوې او اوس په کابل کې شپې او ورځې تيروي .‏
اکبر اغا د ‏‎2004‎‏ کال د دسمبر په مياشت کې د پاکستان د کراچۍ په ښا رکې د پاکستاني ‏مقاماتو لخوا په دې تور ونيول شو چې د جيش المسلمين په نوم يوې ډلې په افغانستان کې ‏د څو تنو بهرنيانو د تښتولو مسئوليت په غاړه اخيستې ؤ چې هغه مهال نوموړي په دې اړه ‏د مطبوعاتو سره خبرې کولې .‏
پاى ش / ا (ازا) ‏‎16:35 (GMT)‎