ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د پاکستاني روپۍ ارزښت ولې ورځ تر بلې غورځیږي او په پاکستان به یې اغېزې څه وي؟

پاکستان کې د نړیوالې مالیاتي ادارې (آی ایم ایف) د غوښتنې په اساس په درامداتو د بندیزونو لرې کولو نه وروسته په دې هیواد کې د ډالرو په طلب کې زیاته اضافه لیدل کیږي چې له دې امله د پاکستاني روپۍ ارزښت پرله پسې په لویدو دی. د دوشنبې یا ګل په ورځ د پاکستاني روپۍ ارزښت کې د 0.45 فیصدي کمي نه وروسته د نهې په ورځ هم په انټربینک مارکیټ کې د پاکستاني روپۍ ارزښت لا پسې غوځیدلی دی. د کاروبار په پائ کې د یو امریکایي ډالر نرخ 299 روپو ته ختلی دی اؤ داسې د نهې په ورځ د پاکستاني روپۍ په ارزښت کې 0.63 فیصدي کمی لیدل شوی دی. د پاکستاني روپۍ غورځېدو دا رجحان یوازې دې اوونۍ کې نه بلکې د جون په وروستیو کې د آی ایم ایف اؤ پاکستان ترمنځ د پور د شوي تړون نه سمدستي وروسته د روپۍ په ارزښت کې د ښه والي نه راپدیخوا دوامداره دی. د آی ایف ایم اؤ پاکستان ترمنځ د پور د تړون نه وروسته چې پاکستان ته د ډالرو تګ پیل شو نو پاکستاني روپۍ ورسره یو څه پیاوړې شوه اؤ د یو ډالر نرخ د 286 روپو نه 275 روپو ته راپریوتو. خو تر دې وروسته د ډالر نرخ پرله پسې په بره روان دی اؤ اوس په بینکونو کې یو ډالر په 299 پاکستاني روپو تبادله کیږي. د دوؤ میاشتو نه هم په کمه موده کې د پاکستاني روپۍ په ارزښت کې تر7 فیصده زیات کمی راغلی دی اؤ سږکال د اتوؤ میاشتو په اوږدو کې د پاکستاني روپۍ ارزښت تر  23فیصدي هم زیات غورځیدلی دی. د امریکایي ډالر تر څنګ د اروپایي کرنسۍ یورو، اسټریلین ډالر، چیني ین، سعودي ریال اؤ اماراتي درهم په مقابله کې هم د پاکستاني روپۍ ارزښت په لاندې تللی دی. څېړونکي وایي د پاکستاني روپۍ د ارزښت کمېدو اساسي علت سیوا شوې برامدي ادائیګۍ دي چې د جولایي میاشت کې د 80 کروړه ډالرو د کرنټ اکاونټ یعنې روانو کهاتو د تازه شمیر شمیرو نه هم څرګندیږي چې څلور میاشتې پرله پسې مثبت پاتې شوي خو تر هغې وروسته یو ځل بیا منفي یا خسارې ته لویدلي دي. د جولایي میاشت کې آی ایم ایف پاکستان سره د پور د لنډمهاله تړون په مهال پاکستاني چارواکو نه غوښتنه کړې وه چې په درامداتو باید بندیزونه ختم کړي اؤ له هغې راپدیخوا یو ځل بیا پاکستان د سترو خسارو سره مخ دی. د پیسو د تبادلې د چارو څېړونکی عبدالله احمد وایي په نړیواله کچه د امریکایي کرنسۍ په ارزښت کې د اضافې ستر علت امریکا کې د سود په کچه کې زیاتوالی دی. هغه وایي په نړیواله کچه د تیلو لوړې شوې بیعې اؤ د چین په معیشت کې د سست والي له امله هلته د تیلو طلب کم شوی دی اؤ له دې امله هم د ډالر ارزښت کې اضافه کیږي. یو بل څېړونکی خرم شهزاد وایي د نړیوالې مالیاتي ادارې سره د شوي تړون په رڼا کې په پاکستان کې د خلاص مارکیټ اؤ انټر بینک کې په یوه اونۍ کې فرق د1.25  فیصدي نه زیات نه شي پاتې کیدای. د هغه په اند په خلاص مارکیټ کې د برابرۍ د پیروۍ په پالیسۍ کې خامي وه اؤ دا په ځای ساتل ګران دي اؤ دا د دې لامل شوي چې په خلاص مارکیټ انټربینک مارکیټ په ځان پسې روان کړی دی اؤ په نتیجه کې یې پاکستاني روپۍ د ضرورت نه زیاته کمزورې کیږي. د اقتصادي چارو ماهر ډاکټر عبدالعظیم وایي د روپۍ په ارزښت کې د پرله پسې کمي له امله به وړاندې نه ملک کې د ګرانۍ لوړه کچه په راتلونکو ورځو کې نوره هم ورپسې لوړه شي اؤ په داسې حال کې به حکومت مجبوریږي چې د 31م اګست نه د تېلو بیعې نورې هم لوړې کړي. هغه وایي په یوه میاشت کې د تیلو بیعې په یو لیټر کې 40 روپۍ بره تللې دي. د عبدالعظیم وینا ده چې تر څو برامدات نه وي زیات شوي د پاکستاني روپۍ ارزښت به نور هم پسې لویږي. (د وي او ای اردو په مننه)

23.08.2023 ډیوه

ازادي راډیويي مجله؛ له افغانستانه بهر د خپلواکۍ ورځ نمانځل شوې

د ازادي راډیويي مجلې په دې خپرونه کې به له کلتوري اړخه د خپلواکۍ د ورځې د نمانځلو په اړه واورئ. په دې خپرونه کې شعر او کیسه اورېدلی شئ. دغه راز په دې پروګرام کې د یو شمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ د زانګو په نوم له یو ډول سندرو هم خبرېږئ. دغه خپرونه چې احمد شیبر چمتو کړې، د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

23.08.2023 ازادي راډیو

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

23.08.2023 امریکا غږ

سپینه ماڼۍ: د ایران لخوا د پنځو امریکایانو خوشې کیدو معامله په سم لوري روانه ده

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار وایي د ایران سره هغه معامله په سم لوري روانه ده چې له مخې به یې پدې هیواد کې پنځه بندي امریکایي اتباع بالاخره راخوشې او هیواد ته راستانه شي.

23.08.2023 امریکا غږ

په یو پرانیستي لیک کې د مطیع الله ویسا د خوشې کېدو غوښتنه شوې

واشنګټن – نړیوالې ټولنې ته په یو پرانیستي لیک کې په افغانستان کې د پوهنې د ډګر فعال مطیع الله ویسا د خوشې کېدو غوښتنه شوې. په دغه لیک کې د طالبانو د حکومت لخوا د ښاغلي ویسا د غیرقانوني نیول کېدو په اړه ژوره اندېښنه او غوسه څرګنده شوې. مطیع الله ویسا د تېرو پنځو میاشتو راهیسې له طالبانو سره په زندان کې ساتل شوی. په دغه پرانیستي لیک کې چې د نهې یا سې شنبې په ورځ امریکا غږ ډیوې ترلاسه کړی او د افغانستان دننه او بهر څخه د مدني، رسنیو او د بشري حقونو د ټولنو نوي (۹۰) غړو پرې لاسلیک کړی راغلی دي. "مونږ ټول د ښاغلي ویسا د اوږد غیر قانوني توقیف او د هغه د صحي او روحي حالت په اړه جدي اندېښمن یو ځکه چې د طالب چارواکو لخوا د هغه په وړاندې د شکنجې او بد چلند تورونه شتون لري." په لیک کې د نړۍ له مشرانو او بانفوذه شخصیتونو په ځانګړي ډول له مرسته کوونکو او اسلامي هېوادونو څخه غوښتل شوي چې څلور ژمنې وکړي. ۱-خپله هر ډول ډیپلوماټیکه ښکېلتیا دې د ښاغلي ویسا او نورو فعالانو، خبریالانو او اعتراض کونکو تر خوشې کېدو پورې مشروطه کړي. ۲-ډاډ ترلاسه کړئ چې طالبان په خبرو او عمل کې ضمانت ورکړي چې د بشري حقونو/مدني ټولنې فعالین او ژورنالستان د خپلو دندو د ترسره کولو په خاطر و نه نیول شي. ۳-د طالبانو په پوهولو سره ډاډ ترلاسه کړئ، چې که طالبان په دې کې پاتې راشي نو د بهرنیو چارو د وزیر امیر متقي په ګډون به د هغوی په ټولو چارواکو د سفر بندیز لګول او په دوحه کې د دوی د سیاسي دفتر د ځنډولو په شمول له جدي غبرګون سره مخ شي. ۴-د ریچارډ بېنېټ دفتر ته تخنیکي او سیاسي ملاتړ چمتو کړئ تر څو د شکنجې، بد چلند، جنسي تیري ټول تورونه په خپلواکه توګه وڅېړئ د نورو سرغړونو په مینځ کې چې د بشري حقونو، د ښځو حقونو مدافعینو، ژورنالستانو او ښځینه لاریون کونکو په وړاندې ترسره شوي. په لیک کې همدارنګه راغلي، دا مهال د ښځو او جونو په ګډون د افغانستان د خلکو اساسي بشري حقونه تر بل هر وخت ډېر له خطر سره مخامخ شوي دي. "له هغه وخته چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې د افغانستان واک تر لاسه کړی، دوی په غیر قانوني توګه د بشري حقونو ۱۰۰ تنه مدافعین، د مدني ټولنې فعالان، خبریالان او سوله ییز لاریون کوونکي نیولي دي چې شکنجه شوي، د ځینو ښځینه بندیانو د ادعا له مخې جنسي تیري پرې شوي، ناوړه چلند ورسره شوی او ځینې نور یې وژل شوي او یا هم له معافیت سره ورک شوي دي."  په دغه لیک کې دا هم راغلي، چې د طالبانو له خوا د ښځو او انجونو سیستماتیک تعذیب او ډله ییزه سزا له جنسیتي توپیر (جندر اپارتایډ) څخه کمه نه ده. "طالبان په سیستماتیک ډول د بشري حقونو او د ښځو د بشري حقونو مدافعین، د مدني ټولنې فعالان، ژورنالستان او د ښځو اعتراض کوونکي چې د تعلیم، کارموندنې، سیاسي ګډون د حقونو په شمول د اساسي بشري حقونو د ساتنې غوښتنه کوي، چې په سیستماتیک ډول یې تر پښو لاندې کوي او ځوروي." ښاغلی ویسا د افغانستان د پوهنې یو مخکښ فعال دی چې په سوله ییزه توګه یې په افغانستان کې د هلکانو او نجونو د زده کړې د حق لپاره کار کاوه. هغه د ۲۰۲۳ کال د مارچ په ۲۷ نېټه د طالبانو د استخباراتو د عمومي ریس د پرسونل لخوا په غیر قانوني توګه ونیول شو. د طالبانو ویاند د مارچ په ۲۹ نېټه د هغه نیول کېدل تایید کړي وو او هغه یې په غیر قانوني کړنو تورن کړی و.

23.08.2023 ډیوه

افریقایي اتحادیې کې د نایجر غړیتوب وځنډول شو

افریقایي اتحادیې سه شنبه اګست ۲۲ (زمري۳۱) د دې اتحادیې په ټولو ادارو او فعالیتونو کې د نایجر غړیتوب تر څو چې پدې هیواد کې د اساسي قانون له مخې نظم بیرته نه وي بر حال شوی، وځنډاوه.

23.08.2023 امریکا غږ

طالبان: افغانستان کې د ۳۲ زره بندیانو نیمايي مو خوشې کړي

طالب چارواکي وايي چې په تېرو دوو کلونو کې یې د افغانستان په زندانونو کې د ۳۲ زره زندانیانو له جملې ۱۶ زره د محکمې د حکم او د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده د فرمان په اساس خوشي کړي دي.

22.08.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

22.08.2023 امریکا غږ

د ترکيې یو عدالت خپلو دوو پوځیانو ته پر یوه افغانه ښځه د جنسي تېري په تور د اوږده بند سزا اورولې ده

په ترکیه کې یو عدالت د دې هېواد دوو هغو سرحدي پوځیانو ته د اوږد بند سزا اورولې ده‌ چې پر یوې افغانې پناه غوښتونکې باندې د جنسي تېري تور پرې لګېدلی وو. یو پوځي ته د څه باندې 32 او بل ته د 37 کلونو بند سزا ورکړل شوې. دا پېښه د ترکیې په «وان» ایالت کې د روان کال د جنورۍ پر دویمه شوې وه. د وي او اې ترکي څانګه وايي پېښه هغه وخت شوې وه چې ترکي پوځیانو اته افغان پناه غوښتونکي د ایران له پولې تر ور اوښتو وروسته نیولي وو. له دغو اتو کسانو سره دغه ښځه هم وه، چې د عدالت په اسنادو کې یې یواځې د نوم لومړي حرفونه «ایل ایم» ښودل شوی دی. رپوټونه وایي دا ښځه له دغو سرتېرو تښتېدلې وه او په یو بل نیژدې څارونکي بریج کې ناستو افسرانو ته ورغلې وه او هغوی ته یې ټوله کیسه کړې وه، چې بیا دا دوه پوځیان ونیول شول. پر باندې د ترکیې د «وان» سیمې د جرمونو په اعلی عدالت کې مقدمه چلېدلې وه، پوځیانو عدالت ته دعوه کړې وه چې له دې ښځې سره یې د هغې په خوښه جنسي اړیکې ټینګې کړې وې. خو ښځې عدالت ته د ژباړونکي په وسیله په خپل بیان کې ویلي چې سرتېرو پرې جنسي تېری کړی دی او وايي هغوی له سزا د بچ کېدو له کبله درواغ ویلي دي. د دې ښځې مدافع وکیل- چې د ترکیې د کورنۍ او ټولنیزې پالیسۍ له وزارت سره تړلی- په خپل بیان کې ویلي، دغو پوځیانو ته یې د ډېرې سزا غوښتنه کړې وه او ویلي یې وو چې دوی "له خپل واکه ناوړه ګټه اخیستې" ده. عدالت د «اې سي ډي» په نوم پوځي ته د جنسي تېري او له ازادۍ د محرومه کولو په تور د 32 کلونو او شپږو میاشتو بند سزا ورکړې او د «او کې» په نوم بل سرتېري ته د یې هم په دغو تورونو د 37 کالونو بند سزا ورکړې ده. دا سزا یې په جون کې ورته اورولې وه خو هغه وخت یې دا پرېکړه اعلان کړې نه وه. په ترکیه کې دا مهال شاوخوا 3.7 میلینه د شام کډوال اوسېږي او د 2021م کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په زرګونو افغانان د ایران له لارې ترکي ته د تللو هڅه کوي. دا لومړی ځل دی چې د ترکیې دوو پوځیانو ته پر یوې افغانې پناه غوښتونکې باندې د جنسي تېري په تور د دومره اوږد بند سزا اورول شوې ده. یادونه:- په رپوټ کې د وي او اشنا د رپوټ له معلوماتو مرسته اخیستل شوې ده.

22.08.2023 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

22.08.2023 امریکا غږ

پاکستان له افغانستان څخه د کرکټ د دریو لوبو د لړۍ لومړۍ وګټله

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ د یوې ورځنیو لوبو لړۍ نن سه شنبه اګست ۲۲ (زمری۳۱) په سري لانکا کې د پاکستان په بري پیل شوه.

22.08.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

22.08.2023 امریکا غږ

د پاکستان کرکټ ټیم د افغانستان لوبډلې ته ماتې ورکړه

د ای اېف پي خبري ادارې ترمنځ د دواړو ټیمونو نور دوه مېچونه به د زیارت، پنجشنبې، او د خالي، شنبې، په ورځ په کولمبو ښار کې وي

22.08.2023 ډیوه

مقامات: له وسله والو سره جګړې کې د پاکستان شپږ سرتېري وژل شوي 

په پاکستان کې مقامات وايي چې نن سه شنبه اګست ۲۲ (زمری۳۱) په جنوبي وزیرستان کې په یوې سختې جګړې کې یې شپږ سرتېري او همدغه راز څلور اورپکي وژل شوي دي. 

22.08.2023 امریکا غږ

اسلام اباد کې احتجاج: عدالت ایمان مزاري ته په یوه مقدمه کې ضمانت ورکړی، علي وزیر یې پولیسو ته سپارلی

د اسلام اباد یو ځايي عدالت د بشري حقونو فعالې او د جبري لادرکه کسانو وکیلې ایمان مزاري ته په یوه مقدمه کې ضمانت ورکړی، خو په دغه مقدمه کې یې د قومي اسمبلۍ مخکیني غړي علي وزیر د 14 ورځو په جوډیشل ریمانډ پولیسو ته بیرته سپارلی دی. بل لور ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د نيول شوو فعالينو د خوشي لپاره د مدني او بشري حقونو کارمندانو په اسلام اباد کې احتجاجي مظاهره کړې ده. په دې احتجاج کې ډېرو لږ کسانو ګډون کړی وو او دوی په حکومت ټينګار کړی چي "نور دې رياست د بې وزله جنګ ځپلو پښتنو لپاره د غږ پورته کوونکو ځورول بند کړي". د علي وزیر او ایمان مزاري په شمول د پي ټي ایم د نورو مشرانو پر ضد له اجازې پرته د جلسې کولو، په سرکاري چارو کې د لاسوهنې او ترهګرۍ مقدمې درج شوې دي. د اسلام اباد یو جوډیشل مجسټریټ وقار احمد د علي د نهې- سه شنبې په ورځ وزیر، ایمان مزاري او پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو نیول شوو مشرانو پر ضد د سرکار په کار کې د لاسوهنې او په اسلام اباد کې له اجازې پرته د جلسې کولو د مقدمې اورېدنه وکړه. وې او اې ډیوه سره خبرو کې د د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر زبېر شاه وویل د پي ټي ایم ملګري نن عدالت ته وړاندې شول، ایمان مزاري ته ضمانت ورکړل شو خو علي وزیر پولیسو ته یو ځل بیا وسپارل شو. زبېر شاه وایي د دوی هغه ملګری چې دوې ورځې وړاندې لادرکه شوی وو، نن د عدالت په حکم وړاندې کړی شو، دوی پوښتنې را برسېره کړې چې دوې ورځې د دوی ملګری چا بندي کړی وو. نوموړي وویل یو شمېر ملګري یې له درو میاشتو راهیسې لادرکه دي چې تر اوسه په یو عدالت کې هم نه دي وړاندې کړی شوي. هغه وایي: "که چېرې ریاست وایي د تشدد له لارې به پښتون ژغورنې غورځنګ تر فشار لاندې کړي نو ریاست په غلط فهمي کې دی". ایمان مزاري او علې وزیر د اګست په 18مه د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسه کې د ګډون وروسته له خپلو کورونو نیول شوي وو. د پي ټي ایم د مشرانو وینا ده چې له انتظامې سره تر خبرو وروسته د سپریم کورټ مخې ته د جلسې کولو پر ځای په ترنول سیمه کې د جلسې اجازه ورکړی شوې وه او دغه جلسه پرامنه پای ته ورسېده نو نه پوهیږي چې د دوی "د ملګرو د نیولو احکامات د کوم ځایه راځي". د علي وزیر او ایمان مزاري د نیولو په اړه په یو بیان کې د کورنیو چارو مرکزي نګران وزیر سرفراز بګټي وویل، هیچا ته اجازه نه شته چې د دفاعي ادارو پر ضد هغه خبرې وکړي چې ایمان مزاري او علي وزیر کړې وې. د بشري حقونو کمیشن ایچ آر سي پي، د خبریالانو تنظیمونو او د مدني ټولنې فعالانو د ایمان مزاري نیول کېدل په سختو ټکو غندلي او د هغې د خوشي کولو غوښتنه یې کړې ده، خو د علي وزیر په اړه یې څه نه دي ویلي.   د لادرکه کسانو د حقونو مبارزه امنه مسعود جنجوعه وي او اې ډیوه ته وویل، پر علي وزیر او ایمان مزاري د ترهګړۍ مقدمې هم درج شوې او ویل شوي چې د پې ټې ایم یوې ډلې له پولیسو د هغو د وسلې یا نور سامان اخیستو هڅه کړې وه: "خو زه دا وایم چې ایمان مزاري او علي وزیر څه داسې نه وو کړي او څه داسې پېښه هم مخې ته نه وه راغلې او دا یوه پرامنه جلسه وه". پر ټولنیزه رسنیو خپرو شوو خبرونو کې ویل کیږي چې د پې ټي ایم د مشر منظور پښتین او نورو مشرانو د نیولو د پاره هم چاپې وهل کیږي. ښاغلي پښتین په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي. یو بېرسټر احسان جي پیرزاده پر ایکس (پخواني ټویټر) ایمان مزاري ته په یوه مقدمه کې ضمانت ورکول یو ښه ګام بللی او وایي په جوډیشل ریمانډ د علي وزیر د لیږلو څه پلمه نه جوړیزي باید هغه ته هم ضمانت ورکړی شي. ایمان مزاري به په یوه مقدمه کې د ضمانت پس هم د پولیسو په ولکه کې وی ځکه چې تېره ورځ د ترهګرۍ په یوه بله مقدمه کې هم د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد عدالت ايمان مزاري او علي وزير د درو ورځو په جسماني ريمانډ پوليسو ته سپارلي وو.

22.08.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more