شاته

پاکستان له افغانستان څخه د کرکټ د دریو لوبو د لړۍ لومړۍ وګټله

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ د یوې ورځنیو لوبو لړۍ نن سه شنبه اګست ۲۲ (زمری۳۱) په سري لانکا کې د پاکستان په بري پیل شوه.

پاکستان د پچې له ګټلو وروسته افغانستان ته د ۲۰۲ منډو هدف وټاکه چې د افغانستان ټول لوبغاړي په ۵۹ منډو اوټ شول او لوبه یې وبایلله.

په افغان لوبغاړو کې مجیب الرحمن درې پاکستاني لوبغاړي اوټ کړل او رحمان الله ګربز تر ټولو ډېرې ۱۸ منډې وکړې.

د لوبې غوره لوبغاړی د پاکستان حارث روف شو. ده پنځه افغان لوبغاړي اوټ کړل.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ دویمه لوبه د پنجشنبې په ورځ ده.

په اولې لوبې کې د پاکستان د بري او افغانستان د ماتې په علتونو دلته خبرې شوې دي.

فورم \ دبحث خونه