شاته

د ترکيې یو عدالت خپلو دوو پوځیانو ته پر یوه افغانه ښځه د جنسي تېري په تور د اوږده بند سزا اورولې ده

په ترکیه کې یو عدالت د دې هېواد دوو هغو سرحدي پوځیانو ته د اوږد بند سزا اورولې ده‌ چې پر یوې افغانې پناه غوښتونکې باندې د جنسي تېري تور پرې لګېدلی وو. یو پوځي ته د څه باندې 32 او بل ته د 37 کلونو بند سزا ورکړل شوې.

دا پېښه د ترکیې په «وان» ایالت کې د روان کال د جنورۍ پر دویمه شوې وه. د وي او اې ترکي څانګه وايي پېښه هغه وخت شوې وه چې ترکي پوځیانو اته افغان پناه غوښتونکي د ایران له پولې تر ور اوښتو وروسته نیولي وو.

له دغو اتو کسانو سره دغه ښځه هم وه، چې د عدالت په اسنادو کې یې یواځې د نوم لومړي حرفونه «ایل ایم» ښودل شوی دی.

رپوټونه وایي دا ښځه له دغو سرتېرو تښتېدلې وه او په یو بل نیژدې څارونکي بریج کې ناستو افسرانو ته ورغلې وه او هغوی ته یې ټوله کیسه کړې وه، چې بیا دا دوه پوځیان ونیول شول.

پر باندې د ترکیې د «وان» سیمې د جرمونو په اعلی عدالت کې مقدمه چلېدلې وه، پوځیانو عدالت ته دعوه کړې وه چې له دې ښځې سره یې د هغې په خوښه جنسي اړیکې ټینګې کړې وې.

خو ښځې عدالت ته د ژباړونکي په وسیله په خپل بیان کې ویلي چې سرتېرو پرې جنسي تېری کړی دی او وايي هغوی له سزا د بچ کېدو له کبله درواغ ویلي دي.

د دې ښځې مدافع وکیل- چې د ترکیې د کورنۍ او ټولنیزې پالیسۍ له وزارت سره تړلی- په خپل بیان کې ویلي، دغو پوځیانو ته یې د ډېرې سزا غوښتنه کړې وه او ویلي یې وو چې دوی "له خپل واکه ناوړه ګټه اخیستې" ده.

عدالت د «اې سي ډي» په نوم پوځي ته د جنسي تېري او له ازادۍ د محرومه کولو په تور د 32 کلونو او شپږو میاشتو بند سزا ورکړې او د «او کې» په نوم بل سرتېري ته د یې هم په دغو تورونو د 37 کالونو بند سزا ورکړې ده. دا سزا یې په جون کې ورته اورولې وه خو هغه وخت یې دا پرېکړه اعلان کړې نه وه.

په ترکیه کې دا مهال شاوخوا 3.7 میلینه د شام کډوال اوسېږي او د 2021م کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په زرګونو افغانان د ایران له لارې ترکي ته د تللو هڅه کوي.

دا لومړی ځل دی چې د ترکیې دوو پوځیانو ته پر یوې افغانې پناه غوښتونکې باندې د جنسي تېري په تور د دومره اوږد بند سزا اورول شوې ده.

یادونه:- په رپوټ کې د وي او اشنا د رپوټ له معلوماتو مرسته اخیستل شوې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00