په اسلام اباد کې احتجاج کونکي افغان مېرمن وايي 15م اګست ښځو دپاره په ځانګړي ډول توره ورځ ده
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو وروسته اسلام اباد ته راغلو افغانانو احتجاجي مظاهرې کړي او ويلي يې دي ننۍ ورځ 15م اګست د تورې ورځې په توګه نمانځي. په 15م اګست 2021م طالبان په افغانستان واکمن شوي وو.
اسپانیا د ښځو فوټبال نړیوال جام کې سويډن ته ۲-۱ ماتې ورکړه او پایلوبې ته ولاړه
د ۲۰۲۳ کال د ښځو فوټبال نړیوال جام د نیمه پایلوبې لومړۍ لوبه، نن سه شنبې د اګست ۱۵مه (زمري ۲۴مه) د اسپانیا او سویډن لوبډلو ترمنځ د نیوزیلنډ په 'اډن پارک' لوبغالې کې ترسره شوه.
افغان خبريالانې: د طالبانو په دوه کلنۍ واکمنۍ کې د بندېزونو او توپيري چلند سره مخ پاتې شوي يوو
افغانې ښځينه خبريالانې وايي، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله پوره کېدو وروسته هم دوی په رسنيز ډګر کې د محدوديتونو او توپيري چلند سره مخ دي، په مسلکي دندو یې بدې اغېزې پرېوځي.
د اګسټ د ۱۵ مې خاطرې؛ اوږۍ امېل: ترقیامته به مې هېر نه شي، خلک له طالبانو تښتیدل، له طیارو ولویدل
نن د اګست پنځلسمه نېټه ده. دوه کاله وړاندې په دې ورځ د طالبانو اوسني حکومت کابل ونیوه او تېر جمهوري نظام ړنګ شو. پنځه ویشت کلنه مېرمن اندړ چې په کابل کې ژوند کوي وايي، دوه کاله وړاندې د اګسټ پنځلسمه هغه مهال چې طالبان د کابل تر دروازو ورسېدل په ټول ښار وېره او ډار حاکم و. د ټولو خلکو په خولو همدا پوښتنه وه چې څه به کیږي؟ خو د دې په خبره د جمهوري حکومت هیڅ چارواکی نه و چې خلکو ته د ولې او دا چې څه پېښېږي؟ ځواب ووايي. مېرمن اندړ وايي چې په څو ساعتونو کې د ټول ښار بڼه بدله شوه، د تېر جمهوري نظام سرتېري له سترګو پناه او په ځای یې طالبان راڅرګند شول. هغې زیاته کړه: "د کاکا لور مې راته راغله، ډېر په وارخطایي سترګې یې له اوښکو څخه ډکې وې، ویل راپورته شه، چې طالبان تر باغ بابر پورې راورسېدل، خور مې ښوونځي کې وه، نارینه بیرون وو، انټرنېټي شبکې قطع شوې، ډېره وارخطايي او ډار و، تر هغه چې د کورنۍ غړي کورته رارسېدل ډېر سخت حالت مو تېر کړ." د تېر جمهوري حکومت د رسمي ادارو یو شمېر کارکونکي وايي، نظام داسې سقوط وکړ چې ډېری مسوولان پرې خبر هم وو، ان دوی په خپلو دفترونو کې په کار بوخت وو، خو بیرون هر څه بدل شوي وو. د پخواني نظام یوه تن لوړپوړی چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې کله له دفتر څخه راووتلو نور نو د وزیر، معین او رییس توپیر نه کېده، ټول په دې هڅه کې و چې ځان ژر کور ته ورسوي. هغه وايي: "دفتر نه راووتلو په ښار کې ټکسي نه پیدا کېده، یو موټر به چې راغی شلو کسانو به ورمنډې کړې، یوه وحشتناکه ورځ وه. یو دم له هرې خوا طالبان راښکاره شول، د هرې مور له سترګو څخه اوښکې روانې وې، تمه یې نه وه چې بچي به یې کور ته راشي. تراوسه پورې موږ په وېره او بدبختۍ کې شېبې تېروو." افغان لیکواله اوږۍ امېل په داسې حال کې چې خلکو د ځان لپاره له طالبانو څخه د پناه کېدلو ځایونه لټول، خبر خپور شوو چې د کابل له هوایي ډکر څخه طیارې کسان بهر ملکونو ته انتقالوي. هغې وویل: "زوړ ځوان ټول روان و، تر قیامته به مې هېر نهشي له طیارو څخه خلک راولوېدل، په انفجار کې مړه او ټپیان شول، شپې یې په لارو کوڅو کې سبا کړې، دا ټول ولې؟ خو د همدې طالبانو له وېرې، خلکو ته د دوی کارنامې ثابتې وې، له دوی څخه تښتېدل." د جمهوریت د سقوط او د طالبانو د بیا واکمنۍ فکر دومره ژر او داسې اسانه په خپله طالبان هم چې کلونه کلونه یې جکړه کړې وه، نه و کړی. د طالبانو د حکومت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ریاست ارشد مشاور روح الله هوتک په دې هکله ازادي راډیو ته وویل: "نن د ازادۍ ورځ نمانځل کېږي. تاسو ته معلومه ده چې د دوو کلنو په ترځ کې مذاکراتو هر څه بدل کړل، هغه مهال د امارت هېڅ یوه وګړي هم دا تصور نه و کړی چې تېره اداره به داسې ژر نسکورېږي، د ناټو له وتلو وروسته حتی یو ساعت هم د دوی رژیم پایښت ونه کړ." د طالبانو د بیا واکمنۍ ورځ چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ ۱۵مه ڼېټه ده، د دوی لخوا عمومي رخصتي داسې مهال اعلان شوې چې د افغانانو نورې د رخصتۍ مناسبتي ورځې پرته له اخترونو څخه حاکم نظام رسمي ورځې اعلان کړې. دا ورځ طالبان د بريا او ګڼ شمېر افغانان چې د طالبانو په بيا واکمنۍ سره يې ازادۍ سلب او د دوی په وينا د افغانستان بنسټونه پهکې ونړېدل توره ورځ بولي.
متقي: هیڅوک نور د طالبانو حکومت پر وړاندې د وسله وال مخالفت ملاتړ نه کوي
د طالبانو د سه شنبې ورځ اګست ۱۵ (زمري ۲۴) په افغانستان کې بیا واک ته د رسیدلو دوییمه کلیزه په کابل او ولایتونو په مرکزونو کې د غونډو په ترڅ کې ونمانځله.
این حق من است (تکرار)
این حق من است (تکرار)
افغانستان کې د طالبانو دوه کلنۍ واکمني، امریکا وايي پرامنه افغانستان غواړي
په افغانستان کې د طالبانو په واک کې راتلو دوه کاله پوره شو. امریکا ویلي، "داسې افغانستان غواړي چې پرامنه وي، د ګاونډيانو سره په سوله کې وي، په خپلو پښو ودریږي".
دا زما حق دی (تکرار)
دا زما حق دی (تکرار)
د بخښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې د بشري حقونو بېساري سرغړونې ثبت شوي
د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د طالبانو د واکمنېدو دوه کاله داسې مهال پوره کېږي چې په افغانستان کې د بشري حقونو بېساري سرغړونې ثبت شوي دي. د ایمنسټي انټرنېشنل د جنوبي آسیا سیمه ایزې څانګې نن پر خپل ټویټر لیکلي چې تر نننۍ ورځې پورې په ټوله نړۍ کې څه کم دوه لکه کسانو هغه آنلاین غوښتنلیک لاسلیک کړی چې له طالبانو غواړي د بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسوي. د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو نورو مدافع ډلو په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې له بشري حقونو او د ښځو له حقونو سرغړونې په پرله پسې ډول څارلې دي او په خپلو اعلامیو کې یې له طالبانو د ټولو خلکو حقونو ته د درناوي غوښتنې کړې دي.
پیمانه اسد؛ افغاني الاصله برتانوۍ چې د افغان کډوالو لپاره د استوګنې او اسانتیاوو برابرولو هڅې کوي
پیمانه اسد، افغاني الاصله برتانوۍ ده. اغلې اسد دمګړی په لندن کې د یوې محلي شورا وکیله یا کونسلره ده. هغې له صفي الله ستانکزي سره د ازادي مېلمه په پروګرام کې خبرې کړي دي. پیمانه اسد د ګڼو نورو کارونو تر څنګ په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د استوګنې او د هغوی لپاره د اسانتیاوو برابرولو په هدف هم هڅې کړي دي. دغه پروګرام د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د طالبانو د بیاځلي واکمني دوهم کال؛ د کندهار یو شمېر نجونې زده کوونکې: راتلونکی مو بېبرخلیکه دی
په کندهار کې له زده کړو محرومې کړای شوې نجونې زده کوونکې وايي، راتلونکی يې بې برخلیکه پاتې کېږي. رڼا او اصلا دوې هغه نجونې دي چې پر اتم او شپږم ټولګیو يې د طالبانو د بندیز له امله زده کړې پر نیمايي پاتې شوي دي. دوی د هغه ورځې کیسه کوي چې په وروستۍ ورځ له ښوونځیو بهر شوې او ورته وویل شول چې تر بله امره دې ښوونځیو ته نه ځي. اوس چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله پوره شول د رڼا او اصلا په څېر دا مهال میلیونونه نجونې راتلونکي افغانستان کې د طالبانو له لوري له خطر سره مخامخ دي. طالبانو د شپږم ټولګۍ پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز ترڅنګ هغوی له پوهنتون څخه راګرځولي او دغه راز یې د مېرمنو پر کار محدودیتونه هم لګولي دی. نور تفصیل د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د طالبانو دوه کاله، د ازادۍ راډیو ځانګړې خپرونه
د طالبانو دوه کاله، د ازادۍ راډیو ځانګړې خپرونه
سیما بحوث: طالبانو د ښځو پر وړاندې د ډله ییز ظلم یو سیستم رامنځ ته کړی
په افغانستان باندې د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ د پوره کیدو په مناسبت د ملګروملتونو د ښځو د چارو اجرائیوي رئیسې میرمن سیما بحوث په یوه اعلامیه کې ویلي، چې طالبانو په دغه دوه کلنه واکمنۍ کې د افغان میرمنو او نجونو په بشري حقونو باندې په پشپړ، سیستماتیک او په بې ساري ډول بریدونه کړيدي.
کارپوهان: د میرمنو او نجونو پر ضد د طالبانو کړه وړه د جنسي اپارتاید په هکله بحث اړین کړی
د ملګرو و کارپوهانو یوه ډله وایي چې طالبانو پدې تیرو دوو کالونو کې چې په افغانستان کې یې د دویم ځل لپاره واک تر لاسه کړی، داسې یو سیستم پر مخ وړي چې میرمنې او نجونې پکې په بشپړه توګه ایستل شوي، تبعیضي چلند ورسره کیږي او ځپل کیږي.
په پخواني صدر ډونالډ ټرمپ باندې څلورم ځل فرد جرم ولګول شو
د امریکا په جورجیا ریاست کې یو منصفه پلاوي د ګل/دوشنبې په ورځ یو فرد جرم جاري کړ چې ترمخه یې په پخوانی صدر ډونالډ ټرمپ د 2020 کال انتخاباتو د نتیجې بدلولو په کوښښ تورن شوی دی.