شاته

افریقایي اتحادیې کې د نایجر غړیتوب وځنډول شو

افریقایي اتحادیې سه شنبه اګست ۲۲ (زمري۳۱) د دې اتحادیې په ټولو ادارو او فعالیتونو کې د نایجر غړیتوب تر څو چې پدې هیواد کې د اساسي قانون له مخې نظم بیرته نه وي بر حال شوی، وځنډاوه.

دا اتحادیه چې ۵۵ هیوادونه یې غړي دي دا پریکړه یې وروسته تر هغه وکړله چې پوځ د نایجر په دموکراتیکه توګه ټاکل شوی جمهور رئیس محمد بازوم په کودتا کې بې واکه کړ او د جمهوري ریاست د ګارډ مشر یې نوی جمهور رئیس وټاکه.

پخپله جمهور رئيس بازوم، میرمن او زوی یې په پایتخت نیامي کې په کور کې نظر بند دي.

افریقایي اتحادیې د خپلو ټولو غړیو هیوادونو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې په نایجر کې د "اساسي قانون خلاف د حکومت بدلون دې نه مني او هیڅ داسې اقدام دې نکوي چې له مخې یې پدې هیواد کې په غیر قانوني توګه راغلي حکومت ته مشروعیت ورکړل شي"

د افریقایي اتحادیې کمیسیون او لویدیځي افریقا هیوادونو اقتصادي ټولنې (ایکواس) په نامه بلاک څخه همدارنګه غوښتل شوي چې هر څومره ژر امکان لري، د نایجر د نظامي حکومت د ټولو ملکي او پوځي چارواکو نومونه چې د جمهور رئيس بازوم او نورو نیول شویو کسانو د بشري حقونو څخه په سرغړاونو کې لاس لري، برابر کړي تر څو بندیزونه پرې ولګول شي.

همدارنګه یو شمیر کسان چې د بې واکه شوي جمهور رئیس محمد بازو سره اړیکې لري، مطبوعاتو ته ویلي چې د هغه د کور برښنا او اوبه بندې شوي او خوراکي مواد یې هم مخ په خلاصیدو دي.

د بشري حقونو ډلو هم ویلي چې تر اوسه پدې ندي توانیدلي چې د مخکني جمهور رئیس د وزیرانو او جګپوړو سیاسو شخصیتونو سره وګوري.

دا ټول د نایجر نظامي حکومت نیولي او بندیان کړیدي.

سره لدې چې ایکواس تر دې وړاندې د نایجر نظامي کودتا چیانو ته خبرداری ورکړی و که له واکه غورځول شوی جمهور رئیس محمد بازوم خوشې نکړي، دغه بلاک به په نایجر کې نظامي مداخله وکړي خو تر اوسه یې د سرتیرو په لیږلو موافقه نده کړې ځکه داسې ویره شته چې دا کار ښایي پدې هیواد کې د کورنۍ جګړې سبب شي.

په مالي، بورکینا فاسو او ګیانا کې چې درې واړه یې نظامي حکومتونه لري، د نایجر د کودتاچیانو سره یې ملاتړ څرګند کړی.

متحده ایالات او فرانسه پدې سیمې کې تقریباً ۲۵۰۰ نظامیان لري او د نورو هیوادونو سره په ګډه یې میلیونونه ډالر د نایجر د امنیتي ځواکونو د روزنې او نورو چارو کې پانګه اچونه کړې.

په نایجر کې نظامي کودتا د ګڼ شمیر غربي هیوادونو لپاره یوه غټه ضربه ده ځکه چې دا هیواد د یورانیمو تر ټولو ستر تولیدونکی هیواد دی او د افریقا ساحل په هیوادونو کې د اسلامي دولت او القاعده شبکې پر ضد جګړې کې هم د غربي هیوادونو مهم ملګری دی.

فورم \ دبحث خونه