ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پاکستان کې اعتراض کوونکو مقدساتو ته د سپکاوي په تور څو کلیساوې وسوځولې

پاکستاني مقامات وايي، یوې ډلې اعتراض کوونکو د چهارشنبې په ورځ اګست ۱۶ (زمري ۲۵) د پاکستان په ختیځ کې وروسته له هغه څو کلیساګانو ته اور واچاوه، چې یوه عیسوي کورنۍ مذهب په سپکاوي تورنه شوه.

16.08.2023 امریکا غږ

د افغانستان د بشري حقونو ناوړه وضعیت؛ د دې هېواد استازولیو پرې سخته اندېښنه وښوده

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ډيپلوماتیکو او قونسلي ماموریتونو د همغږۍ شورا د یوې تازه اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د سختې اندېښنې وړ بللی دی. د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ډيپلوماتیکو او قونسلي ماموریتونو د همغږۍ شورا د طالبانو د واکمنۍ د دوه کلنېدو په مناسبت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په تېرو دوه کلونو کې په افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو له لوري سخت او ځورېدونکي محدویتونه لګول شوي دي. دغې شورا د سه شنبې په ورځ د یو ټویټ له لارې په خپلې خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې طالبانو په تیرو دو کلنو کې ښځې او نجونې په قصدي ډول له کار، زده‌کړو او نور ازاديو څخه محرومې کړي، هغه څه چې طالبانو بیا تل رد کړي دی. په دغې اعلامیه کې ویل شوي، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي د افغانستان د بشري حقونو په اړه په ځلونو خپلې اخیستنې د بېلابېلو راپورونو له لارې شریک کړي، خو لا هم په افغانستان کې بشري حقونه په ښکاره ډول نقضېږي. په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام سرپرست استازی او د دغې شورا غړی نصیراحمد اندېشه بیا له ازادي راډیو سره په خبرو کې په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو په ځانګړي راپور ورکوونکي نیوکه کوي. اندېشه وايي، سره له دې چې د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی شته او فعالیت کوي، خو بیا هم په افغانستان کې د بشري حقونو نقض له بده بدتره شوی دی. نوموړی وايي: "د بشري حقونو په برخه کې د څار یو منظم میکانېزم جوړول یو له مهم غوښتنو څخه دي، سره له دې چې ځانګړی راپور ورکوونکی شته، خو د څار یو منظمه میکانېزم، د راپور ورکونې یو منظم میکانېزم چې هر اړخیزه ځواب ویوونکی ووسي تر اوسه نه‌شته." د افغانستان د تیر جمهوري نظام د ډيپلوماتیکو او قونسلي ماموریتونو د همغږۍ شورا دغه شان په خپلې اعلامیه کې له نړېوالې ټولنې غوښتې چې طالبان په رسیمت ونه پېژني. خو طالبانو بیا د روانو ستونزو یوازېنی حل له نړۍ سره تعامل او ددوی په رسمیت پېژندل په ګوته کړي. د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د دغې اعلامیې او څرګندونو په اړه د طالبانو حکومت نظر واخلي، خو د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد ددې راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب ونه وایه. په ورته وخت کې ښځینه فعاله صوفیا اوریا په افغانستان کې دبشري حقونو د نقض په برخه کې د ملګرو متلونو کمزوری عمل د اندېښنې وړ ښي. نوموړې وايي، د ملګرو ملتونو یوازې اعلامیې د افغانستان ستونزه نه شي حل کولای. هغې زیاته کړه: "له کله نه چې طالبان افغانستان ته ر اغلي سختدریځي ډېره شوې ده، د بشري حقونو نقض ډېر شوی دی. زه په دې فکر یم چې دا خبرې او راپورونه هېڅ نتیجه نه لري او که درلودلای یې نو اوس به مو وخته نتیجه اخیستې وه." دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان څو ځلي د افغانستان په اړه غونډې کړي او دوه ځلي يې خپل لوړ پوړي پلاوي هم طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته لېږلي، خو طالبانو په خپل دریځ کې کوم بدلون نه دی راوستی. د افغانستان د تیر جمهوري نظام د ډيپلوماتیکو او قونسلي ماموریتونو د همغږۍ شورا په افغانستان کې د روانو ستونزو د حل او د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د ټینګېدو لپاره د یو ملي ډیالوګ وړاندیز کوي، خو طالبانو له دې وړاندې په ځلونو ادعا کړې چې دوی د افغان مېرمنو حقونو د اسلامي شرعیت په چوکاټ کې ټینګ کړي دي.

16.08.2023 ازادي راډیو

پي ټي اېم دعوه کړې د تنظیم په فعال زوهېب پشتين د پولیس په ولقه کې تشدد شوی

د خېبرپښتونخوا په جنوبي ټانک ضلعه کې نیول شوی د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي ایم] فعال زوهېب پشتین عدالت ته وړاندې کړل شوی دی. د پشتين کورنۍ او پي ټي اېم فعالان تور پورې کوي په نوموړي سخت تشدد شوی دی.

16.08.2023 ډیوه

د متحده قومونو چارواکي غوښتلي چې ايي سي سي دې په افغان مېرمنو د طالبانو د بندیزو تحقیقات وکړي

د متحده قومونو خصوصي استازي په افغانستان کې جینکو د تعلیم په اړه د پېنځو نقطو تګلاره تجویز کړه چې په کې د ايي سي سي دلارې په طالبانو دباو، په افرادو بندیزونه لګول، کندهار ته وفد لېږل، د تعلیم په برخه کې مالي مرسته او د انټرنېټ او خفیه سکولونو په زریعه جینکو ته تعلیم ورکول شامل دي

16.08.2023 ډیوه

پنجاب کې د مذهب د سپکاوي د تور وروسته قهرجنو مظاهره چيانو څلور چرچونه سوځولي

د پاکستان د پنجاب صوبې د فېصل اباد په جړانواله ښار کې قهرجنو مظاهره چيانو په يو تن د مذهب د سپکاوي د تور وروسته چرچ يا د مسيحيانو عبادتګاه سوځولې ده. پوليس ویلي په تورن تن یې د مذهب د سپکاوي مقدمه درج کړې او په ښار کې د امنیت قابو کولو هڅې کوي.

16.08.2023 ډیوه

اقتصاد پوهان: پاکستان کې تېلو د ګرانېدو او د روپۍ بې قدره کېدو سره به ګراني نوره سېوا شي

اقتصاد پوهان وايي پاکستان کې تېل [پټرول او ډيزل] ګران کړی شو، او ورسره د امریکايي ډالر په مقابله کې روپۍ پرله پسې خپل قدر بايلي، له امله به یې ګراني نوره سېوا شوي او روپۍ به نور قدر وبايلي.

16.08.2023 ډیوه

بلېنکن له طالبانو سره د اړیکو ټینګولو لپاره د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی اړین بولي

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي، پر افغانستان له واکمنو طالبانو سره د پراخو اړیکو ټینګول تر هغه وخته امکان نه لري چې د افغان ښځو حقونو ته په درناوي کې پرمختګ نه وي شوی. په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنېدو دوه کاله پوره شول د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وايي، متحده ایالات او د نړۍ لسګونه نور هېوادونه به تر هغه وخته له واکمنو طالب چارواکو سره اړیکې عادي نه کړي چې دوی د نورو بشري حقونو ترڅنګ د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی ونه کړي. انټوني بلېنکن پرون د طالبانو د واکمنۍ د دوه کاله پوره کېدو په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، متحدایالات به بیا هم طالبان د خپلو کړو ژمنو د نه عملي کولو او په تېره د نجونو او ښځو د حقونو په برخه کې مسوول وګڼي. بلېنکن وویل: "موږ له طالبانو سره د هغو ژمنو په اړه حساب او کتاب ته دوام ورکوو چې له موږ سره یې کړي او تراوسه عمل پرې نه دی شوی، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې. موږ او د نړۍ لسګونه هېوادونو طالبانو ته په واضح ډول ویلي چې له دوی سره به د نړۍ د هېوادونو د عادي اړیکو لاره تر هغه بنده وي چې د نورو مسئلو ترڅنګ د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وشي." د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د تازه څرګندونو په اړه د ازادي راډیو د خبریال پوښتنې ځواب نه کړې، خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي تېره ورځ له امریکا غږ سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د ښځو حقونه د افغانستان یوه داخلي مسئله ده او په متحده ایالاتو پورې اړه نه لري. په ورته وخت کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې د ښځو د حقونو په ځانګړی ډول د کار او زده‌کړو په برخه کې پر طالبانو د لا نور فشار غوښتونکې دي. د ښځو د حقونو فعاله مریم کریمي وویل: "دا ډېر د تاسف وړ ده چې ولې تر اوسه د طالبانو د کړنو په وړاندې افغانانو سکوت کړی دی. یوازې افغانان کولای شي چې بدلون راولي، دغه شان د نړۍ مرسته مهمه ده باید د نړۍ هېوادونه د افغانانو ترڅنګ ودرېږي او پر طالبانو فشارونه راوړي تر څو دغه ډله د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته درناوی وکړي." طالبانو پر افغانستان د بیاځلي واک ټینګولو وروسته افغان نجونې له شپږک ټولګي پورته له هر ډول زده کړو او په ډېری دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې له کار کولو منع کړې دي. تېره ورځ د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې په یو بیان کې وویل چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ مې وروسته د طالبانو له لوري پر ښځو د محدودیتونو نږدې ۵۰ فرمانونه ورکړل شوي چې له مخې یې ښځې د ژوند په هره برخه کې بې اغېزې کړي.

16.08.2023 ازادي راډیو

د طالبانو دوه کلنه واکمني؛ ګوټرېش په افغانستان کې وضعیت د ژورې اندېښنې وړ وباله

د ملګرو ملتونو سرمنشي د طالبانو د واکمنۍ له دوه کاله پوره کېدو سره سم، په افغانستان کې وضعیت د ژورې اندېښنې وړ بللی. د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش وايي، په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله تېر شول او په دې هېواد کې په نجونو او ښځو د لګېدلو سختو بندیزونو او محدودیتونو په ګډون وضعیت د ژورې اندېښنې وړ دی. هغه په خپله x شبکه یا پخواني ټویټر له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانان یوازې پرې نه‌ږدي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ګوټرېش د څرګندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو پرون یې اسوشېټېډپرېس اژانس ته ویلي، د دوی حکومت باثباته او پیاوړی دی. که څه هم ذبیح‌الله مجاهد په دې مرکه کې ادعا کړې چې دوی مسوولانه عمل کوي، خو د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اجراییه رییسه سیما باهوس طالبان تورنوي چې د نجونو او ښځو په حقونو یې سیستماټیک او پراخ بریدونه کړي. په هغې اعلامیه کې چې د ملګرو ملتونو په ویبپاڼه د اغلې باهوس له قوله پرون خپره کړې په کې راغلي: "طالبانو د څه باندې ۵۰ فرمانونو، حکمونو او بندیزونو له لارې د ښځو د ژوند هېڅ اړخ بې لاس‌وهنې نه‌دی پرېښی او د دوی یوه ازادي هم ترې خوندي نه ده پاتې." هغې زیاته کړې، طالبانو داسې سیستم جوړ کړی چې د ښځو د ځپلو پر بنسټ ولاړ دی او په پراخه کچه جنسیتي اپارټایډ ګڼل کېږي، هغه څه چې مېرمن باهوس یې د بدلون لپاره په طالبانو د فشار راوستو غوښتنه هم کوي. خو د طالبانو حکومت له کره اسنادو وړاندې کولو پرته تل ادعا کړې چې په افغانستان کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي. هاخوا بیا د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ هم پرون خپره کړې اعلامیه کې په نجونو او ښځو د بندیزونو په اړه د طالبانو فرمانونه تبعیضي بللي او زیاته کړې، د ملکي وګړو د خوندیتوب او د بندیانو د حقونو په ګډون د بشري حقونو د یو لړ مسئلو په اړه څارنې، مستند کولو او ملاتړ ته دوام ورکوي. په ورته وخت کې یو شمېر افغان فعالانې هم وايي، په لومړي قدم کې د طالبانو د ناسمو کړنو قربانیانې نجونې او ښځې دي او پر وړاندې یې جدي ګامونو پورته کېدو ته اړتیا ده. د ښځو د حقونو فعاله مرضیه حفیظي وايي: "له بده مرغه نړیوالې ټولنې په دوو کلونو یوازې د اعلامیو په خپرولو او د پېښو په غندلو بسنه وکړه. کوم څه چې موږ او په ټوله کې د افغانستان ښځو هیله لرله چې دوی باید عملي ګامونه پورته کړي او یا هم په طالبانو فشار راولي، څو د دوی د ظلمونو او بندیزونو مخه ونیول شي، خو دوی دا کار تر اوسه پورې و نه کړ، دا چې ولې یې و نه کړ، موږ ته هم د پوښتنې وړ ده." یوه بله افغان فعاله ملاله اخندزاده بیا وايي، تېرو دوو کلونو کې په افغان نجونو او ښځو د لګېدلو بندیزونو په اړه غبرګونونو او مبارزې کومه ګټه نه‌ده کړې. هغې وویل: "دا اوس چې له ښځو دوی کوم ملاتړ اعلان کړی دی، په دې هیله چې په واقعي توګه د ښځو ملاتړ وکړي. ښځې کارونو ته ستنې شي او د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د ښځو پر مخ پرانستل شي." دا انتقادونه په داسې حال کې دي چې تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی ځکه دوی د دې کار لپاره خپل شریط لري، چې له دې شرطونو یو مهم هغه یې، په افغانستان کې د ښځو حقونه ته درناوی دی. د طالبانو اوسني رژیم افغان نجونې او ښځې د تعلیم، کار او سیاسي، ټولنیز او فرهنګي مشارکت څخه منع کړي، هغه څه چې له امله یې افغان نجونې او ښځې د طالبانو دا دوره هم د خپلې راتلونکې لپاره د مخکنۍ په څېر تیاره بولي.

16.08.2023 ازادي راډیو

ګوتیریش د افغانستان په وضعیت او د ښځو او نجونو په حقونو د طالبانو د سختو محدودیتونو په اړه ژوره اندیښنه ښودلې

د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش پر افغانستان باندې د طالبانو د دوه کلنې وروسته لا هم ددغه هیواد وضعیت د ژورې اندیښنې وړښودلی او ویلي دي، چې نړیواله ټولنه باید افغانان هیر نکړي.

16.08.2023 امریکا غږ

یعقوب مجاهد: څوک دې د خپلو امنیتي ناکامیو پړه پر افغانانو نه اچوي

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي، چې هیڅوک دې په خپله خاوره کې د امنیتي پېښو په مخنیوي کې د ناکامۍ پړه پر افغانانو او د طالبانو پر حکومت نه اچوي.

16.08.2023 امریکا غږ

افغانستان کې جنسیتي تبعیض؛ بروان: 'آی سي سي' باید دا د بشریت ضد جنایت په توګه په رسمیت وپېژني

د تعلیمي چارو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ګوردن براون وايي چې د جرمونو نړیواله محکمه باید د افغانستان روان جنسیتي تبعیض د بشریت پر ضد د جنایت په توګه په رسمیت وپېژني او د دې کار له مسوولو چارواکو څخه دې تحقیقات وکړي. براون پرون سه شنبې د اګست په ۱۵مه چې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو له دوهمې کلیزې سره برابره وه، خبریالانو ته وویل چې ده خپل دا استدلال د جرمونو نړیوالې محکمې لوی څارنوال کریم خان ته هم په یوه لیک کې استولی دی. هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې جنسیتي تبعیض د ښځو او نجونو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو تر ټولو ناوړه مثال دی. هغه زیاته کړه چې که دې کار ته له سزا پرته اجازه ورکړل شي نو ښايي نور کسان هم دې ته ورته اقدامات وکړي. طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته له ۱۲ کلونو د لوړ عمر لرونکې ډېری نجونې له ښوونځي بې برخې کړي او همداراز د مرستندویو ټولنو ښځینه کارکوونکې یې له کاره منع کړي، د ښځو سینګارخونې یې بندې کړي، پارکونو او نور تفریح ځایونو ته یې د ښځو پر تګ بندیز لګولی دی او له نارینه محرم پرته ښځو ته له کوره د وتلو اجازه نه ورکوي. براون وویل، د جرمونو نړیواله محکمه باید جنسیتي تبعیض د بشریت پر ضد د جنایت په توګه په رسمیت وپېژني او په اړه یې په دې روحیه تحقیقات وکړي چې عاملان به یې احضاروي او تحقیقات به ترې کوي. د جرمونو د نړیوالې محکمې د لویې څارنوالۍ دفتر تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې. طالبانو حکومت هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې پر دې ټینګار کړی چې ښځو ته د اسلام د اصولو په اساس حقوق ورکوي. ګوردن براون وویل چې دی فکر کوي طالبان په دوو ډلو وېشلي دي، داسې چې یوه ډله یې غواړي د نجونو تعلیم ته اجازه ورکړي، خو په کندهار کې د طالبانو مشران له دې کار سره مخالفت کوي. براون د نړۍ له اسلامي هېوادونو څخه وغوښتل چې کندهار ته پلاوي واستوي څو د طالبانو مشران دې ته وهڅوي چې د نجونو تعلیم او د ښځو کار ته اجازه ورکړي او ویې ویل، دا ملایان باید دې ته وهڅول شي چې د اسلام دا تعبیر ناسم وګڼي چې ښځې او نجونې د نارینه وو په شان اساسي بشري حقوق نه لري. بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن یوځل بیا تینګار کړی چې پر افغانستان له واکمنو طالبانو سره هر راز پراخ اړیکې به د ښځو حقونو ته په درناوي پورې پورې مشروط دي. بلېنکن پرون د طالبانو د واکمنۍ د دوهمې کلیزې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، متحدایالات به بیا هم طالبان د خپلو کړو ژمنو د نه عملي کولو په تېره د نجونو او ښځو د حقونو په خاطر مسوول وګڼي. هغه زیاته کړه چې متحدایالات او د نړۍ لسګونه نور هېوادونه په دې برخه کې ډېر واضح دریځ لري چې له طالبانو سره د هرراز عادي اړیکو لاره به تر هغه وخته بنده وي، چې د نورو بشري حقونو ترڅنګ د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی ونه کړي.

16.08.2023 ازادي راډیو

امریکا ته د راتګ لپاره د P1 ، P2 او P3 ویزو په هکله څومره پوهیږئ؟

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې چې طالبان د دویم ځل لپاره په افغانستان کې واک ته ورسیدل او په کابل کې د امریکا سفارت وتړل شو، امریکایي پوځیانو څه باندې ۱۰۰ زره افغانان په نظامي الوتکو کې وایستل.

16.08.2023 امریکا غږ

جان بولټن: د افغانستان راتلونکی له واکه د طالبانو په لرې کولو پورې تړلی دی

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن وایي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو پرېکړه ګرانه خو سمه وه، بل لور ته د امریکې د ملي امنیت مخکینی سلاکار جان بولټن وایي له طالبانو سره د امریکا مذاکرات لویه تېروتنه وه. اینټني بلیکن د نهې- سه شنبې په ورځ په خارجه وزارت کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، له افغانستانه د وتلو پرېکړې امریکا د دې وړ کړه چې د خپل وخت له نورو ډېرو چېلنجونو سره په ښه توګه مبارزه وکړي. بلینکن وویل که څه هم امریکا له افغان ولس سره پرله پسې مرستو ته دوام ورکوي، خو وایي د افغانستان په اړه ځینې اوږدمهاله ژمنې او ارادې هم لري چې نه دي بدلې شوې. د 2021م کال په اګست کې چې طالبان په دویم ځل پر افغانستان واکمن شوي، امریکا وایي له هغه راهیسې یې له افغان ولس سره څه کم دوه ارب ډالره مرسته کړې ده او دا مرستې به یې دوام لري. اینټني بلیکن د طالبانو د واکمنۍ د دوو کلونو په پوره کېدو سره پرون وویل، امریکا به له طالبانو سره کار او د هغو ډېرو ژمنو پر سر حساب ته دوام ورکړي چې وایي کړې یې دي خو پوره کړې یې نه دي په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د بشري حقونو په برخه کې: "د طالبانو په اړه زموږ او د نړۍ د لسګونو هېوادونو دریځ ډېر روښانه پاته شوی دی، د طالبانو او نورو هېوادونو تر منځ د هر ډول عادي اړیکو لاره به تر هغه وخته بنده وي، چې له نورو مسایلو سره سره د ښځو او نجونو د حقوق په حقیقت کې ملاتړ یې نه وي کړی". د امریکې د ملي امنیت مخکینی سلاکار جان بولټن وایي د افغان حکومت له شاملولو پرته له طالبانو سره د امریکا مذاکرات یوه تېروتنه وه. ښاغلي بولټن د نهې- سه شنبې په ورځ د وي او اې اردو خبریالې ارم عباسي ته په تازه مرکه کې ویلي،  "زه فکر کوم طالبانو له هغه وخته راهیسې چې د قطر د سولې تړون لا شوی هم نه وو سرغړونه یې ترې پیل کړې وه او په تېرو دوو کلونو کې چې امریکا او نېټو له افغانستانه وتلي هم پرله پسې سرغړونه ترې کوي". جان بولټن وایي افغان طالبان هیڅ نه دي بدل شوي بلکې تر پخوا شاید نور هم خراب شوي دي، وایي افغان ولس نه غواړي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند وکړي او د هغوی لپاره یواځینۍ لار دا ده چې بیا له طالبانو خلاص کړل شي: "د افغانستان راتلونکی له واکه د طالبانو په لرې کولو پورې تړلی دی، زه فکر کوم نه کوم خلک به دوی تر اوږدې مودې وزغمي، ځکه زه نه وینم چې طالبان بدل شوي دي په تېرو دوو کلونو کې دوی خپل ریښتینی رنګ ښکاره کړ". جان بولټن وایي فکر نه کوي چې دا ځل به بیا امریکا له پوځي له لارې د طالبانو حکومت ختم کړي، خو وایي که د طالبانو خلاف جنګېدونکې مزاحمتي ډلې د هغوی حکومت نسکورول وغواړي، څنګه چې امریکا د شوروي پوځونو خلاف د مجاهدینو مرسته وکړه، د دغو مزاحمتي ډلو پر ملاتړ هم باید فکر وشي. طالبانو لا تر اوسه د جان بولټن دغو تازه څرګندونو ته څه جواب نه دی ویلی، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، دوی پر افغانستان بشپړ واک لري، چې وایي له اسلامي قانون سره سم جایز حیثیت لري او له کوم لوی خطر سره مخ نه دی. مجاهد د خپلې واکمنۍ د دوو کلونو د پوره کېدو په مناسبت له اسوسیېټیډ پریس سره په مرکه کې ویلي، چې د نجونو پر اعلی تعلیم بندیز به پر ځای وي، ځکه چې وایي ديني عالمان د نجونو د تعلیم په اړه بېلابېل نظریات لري او "د ديني عالمانو تر منځ همغږي او پيوستون، سکولونو ته د نجونو تر تګ ډېر مهم دی".

16.08.2023 ډیوه

وزیر اعظم کاکړ: د ترهګرۍ د مخنیوي اؤ د امنیت د ټینګښت لپاره به ترجیحي ګامونه اخلو

د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ وایي دده حکومت به په هیواد کې د ترهګرۍ د مخنیوي اؤ د امنیت ټینګښت لپاره په ترجیجي بنیادونو ګامونه اخلي. وزیراعظم کاکړ د خپل منصب تر سمبالولو یوه ورځ وروسته تېره ورځ په اسلام اباد کې د جمعیت علماء اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان کور ته ورغلی اؤ له هغه سره یې د باجوړ په ځانمرګي برید کې په اوښتې مرګ ژوبله خواخوږي ښودلې ده. د پاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې نګران وزیراعظم په دغه موقع ویلي چې ترهګر په خپلو ناوړه فعالیتونو دپاکستاني قام حوصلې نه شي ماتولی اؤ قام به د ترهګرو د ناوړه ارادو د شنډولو لپاره د خپلو امنیتي ځواکونو ترڅنګ په کلکه ولاړ وي. په 30م جولایي باجوړ کې دجمعیت علماء اسلام په یوه غونډه کې ځانمرګي برید شوی ؤ چې پکې 60ؤ نه زیات کسان وژل شوي اؤ نزدې 100نور ژوبل شوي وؤ. وسله والې ډلې داعش ددې برید ذمه واري پر غاړه اخستې وه. رسنۍ وایي نګران وزیراعظم په دغه ځانمرګي برید کې د وژل شوؤ لپاره مولانا فضل الرحمان ته لاسنیوه (فاتحه) کړې ده اؤ د ژوبلو کسانو د روغې سټې دعا یې غوښتې ده. بل لوري ته د نهې- سه شنبې په ورځ‌ اسلام اباد کې د لوړې کچې د یوې غونډې د مشرۍ کولو په مهال نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ویلي دي چې نګران حکومت به دخپلې واکمنۍ په لنډه موده کې خپل ټول توان د معیشت په اصلاح مصرفوي.   هغه ویلي چې حکومت به یې دهیواد د اقتصاد پالیسیو تسلسل په ځای ساتي،داقتصاد دغوره والي هڅې به کوي اؤ د ولسي ښېګړې پروژو ته به پرته له کوم ځنډه دوام ورکوي.   ښاغلي کاکړ ویلي په تیر حکومت کې چې هیواد ته دبهرنۍ سرمایه کارۍ د راماتولو په غرض کوم داسانتیاؤ ورکولو کونسل (ایس آی ایف سي) جوړ شوی دهغې دسیوري لاندې به هیواد ته د بهرنۍ پانګونې راوړلو لپاره ځانګړي ګامونه اخستل کیږي. دحکومتي اعلامیې له مخې د غونډې په مهال نګران وزیراعظم اړوند چارواکو ته لارښوونه کړې ده چې دتعلیم اؤ‌ روغتیا په څانګو کې ولس ته دنړیوالو معیارونو په اساس اسانتیاوې برابر کړي اؤ د توانایۍ په څانګه کې هم باید داصلاحاتو روان عمل نور چټک کړل شي. په پاکستان کې دحکومت په اییني مودې پوره کیدو دپاکستان قامي اسمبلي ماته شوې اؤ نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ اوړمه ورځ حکومتي واک اختیار ترلاسه کړی دی . دپاکستان د ایین له مخې داسمبلۍ ماتېدو نه وروسته به الیکشن کمیشن په دریوؤ میاشتو کې دننه ملک کې نوي انتخابات کوي اؤ تر هغې به نګران حکومت ملکي چارې پرمخ وړي خو زیاتره څېړونکي اندېښنې ښایي چې په دریوؤ میاشتو کې به عام انتخابات ونه شي اؤ دنګران حکومت موده به له دریوؤ میاشتو وغځیږي. نګران وزیراعظم انوار الحق لا نه ده واضحه کړې چې دی به دریوؤ میاشتو کې دانتخاتو په کولو واک د ولس منتخب حکومت ته وسپاري که خپل حکومت ته به نور هم دوام ورکړي؟

16.08.2023 ډیوه

باړه:د وسله والو په برید کې د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس عسکر وژل شوی

د پښتونخوا د قبایلي ضلعې خېبر په باړه تحصیل کې نامعلومو وسله والو د ترهګرۍ ضد محکمې یو پولیس عسکر باندې ناتاره ډزې کړي اؤ وژلی یې دی. د نهې- سه شنبې په ورځ د سیمې نه د پولیسو سرچینو وي او ای ډیوه ته وویل په باړه کې نامعلومو وسله والو د ترهګرۍ ضد محکمې (سي ټي‌ ډي) په یو عسکر انعام الله ناتاره ډزې کړي. سرچینې وایي په دغو ډزو کې انعام الله سمدستي مړ شوی اؤ ترهګر له برید وروسته تښتیدلي دي. په سمدستي توګه ددې برید ذمه واري چا نه ده قبوله کړې خو په پښتونخوا کې چې په دې وروستیو کې په پولیسو، پوځ اؤ ایف سي څومره بریدونه شوي هغې کې د اکثرو ذمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان اؤ وسله والې ډلې ډاعش منلې دي. تر دې پېښې یوه ورځ وړاندې هم باړه کې د امنیتي ځواکونو په یوه پوسته وسله والو برید کړی ؤ چې په کې یو د پولیس اؤ دوه د ایف سي عسکر ژوبل شوي وؤ. د خیبرپښتونخوا پولیسو د جولایي په میاشت کې پخپل جاري کړي رپورټ کې ویلي وؤ، سږ کال په تېرو شپږو مياشتو کې په صوبه کې د ډیوټۍ په مهال 144 پوليس په بېلابيلو پېښو کې وژل شوي، او پولیس سره په مقابلو کې 158 ترهګر او اشتهاري ملزمان وژل شوي او 434 نيول شوي دي.   قبایلي ضلعو کې دامنیت په چارو ژور نظر لرونکی خبریال ناصر داوړ وایي دترهګرو ډلو لپاره پولیس په نخښه کول یو اسان هدف وي ځکه اوس اکثره ترهګرې ډلې په پولیسو بریدونو ته اولیت ورکوي. ډیوه سره خبرو کې ناصر داوړ ویلي، په دې وروستیو کې دخېبر پښتونخوا دننه اؤ په ځانګړي ډول قبایلي ضلعو کې ترهګرې ډلې د وړاندې په پرتله زیاتې فعالې شوې اؤ پیاوړې شوې دي اؤ خپله جنګې تکلاره یې هم بدله کړې ده. هغه وایي وړاندې به وسله والو په عامو ښارونو، بازارونو اؤ ولسي مقاماتو کې بمي چاودنې اؤ ځانمرګي بریدونه کول خو وایي که نزدې وختونو کې دترهګرۍ د شوؤ واقعاتو په غور ارزؤنه وکړل شي نو معلومیږي چې اوس دغو وسله والو ډلو د ولسي مقاماتو پرځاي په پولیسو اؤ نورو امنیتي ځواکونو بریدونو ته اولیت ورکړی دی. ناصر داوړ وایي ترهګرو ډلو ته په افغانستان کې دامریکې نه پاتې شوې وسلې په لاس ورغلي، خپل اختلافونه یې ختم کړي اؤ داسې دا ډلې اوس د وړاندې په پرتله زیاتې پیاوړې شوې دي. خبریال داوړ وایي پولیس د ترهګرو لپاره ځکه یو اسان هدف وي چې یو خو پولیس دترهګرۍ په وړاندې دمقابلې لپاره لکه د پوځ روزنه نه لري اؤ بل وسلې هم ورسره هغه نه دي چې دترهګرو مقابله پرې وکړی شي نو ځکه ترهګر په اسانه پولیس خپل هدف جوړوي.

16.08.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more