ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


طالبانو د پنجشېر زندانیانو د دوسیو څېړلو لپاره کمېسیون ټاکلی

د طالبانو حکومت د پنجشېر ولایت د زندانیانو د دوسیو څېړلو لپاره یو شپږ کسیزه کمېسیون ټاکلی دی. یو کس چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې یاد شي، ازادي راډيو ته وویل، ورور یې طالبانو یوه میاشت مخکې د جرم له کولو پرته زنداني کړی دی. هغه وویل: "ورور مې د څرخي پله په زندان کې دی، بې له کومې ګناه یې نیولی دی. یوه میاشت کېږي چې همدې د امارت کسانو ونیوه. زما ورور بزګر و او بل هېڅ کار یې نه کاوه. اوس یې هېڅ احوال نه لرو چې چېرته دی او وهي یې که نه؟ له دې ځای څخه یې چې بیولو، زما مخ ته یې وواهه. موږ غواړو چې هغه ازاد شي. یو د تره زوی او خپل مې هم زندان کې دي." تازه د کابل لپاره د طالبانو د والي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو د رییس الوزرا ملامحمد حسن اخند په امر یو ۶ کسیزه کمېسیون ټاکل شوی دی چې د پنجشېر ولایت د اړوندو ټولو زندانیانو دوسیې وڅېړي. د اعلامیې پر بنسټ دا کمېسیون په کابل کې د پنجشېر ولایت د مېشتو عالمانو او مشرانو په غوښتنه رامنځته شوی دي. د کابل لپاره د طالبانو د والي ویاند ضیاالله هاشمي ازادي راډيو ته وویل: "د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا په امر او د کابل ولایت د مقام په رهبري د ۶ ارګانونو یو کمېسیون جوړ شوی چې دا کمېسیون به د کابل ټول زندانونه ګوري او د پنجشېر ولایت د اوسېدونکو هغه دوسيې چې واړه جرمونه او حقوقي ستونزې لري، په اړه یې څېړنې کوي چې وروسته به یې معلومات د کابل ولایت له مقام سره شریک شي، بیا به یې راپور رییس الوزا ته ورکول کېږي." هاشمي وايي، د بې ګناهۍ له ثابتېدو وروسته به د پنجشېر ولایت اړوند زندانیان ژر تر ژره ازاد شي. د طالبانو حکومت داسې مهال د پنجشېر ولایت د زندانیانو د دوسیو د څېړلو لپاره کمېسیون جوړوي چې تر دې مخکې طالبان په پنجشېر کې د اسیرانو په وژنې او د مقاومت له جبهې سره د تړاو په تور د خلکو د نیولو امله د بشري حقونو په نقض تورن شوي دي. د طالبانو حکومت بیا دا ډول ادعاوې رد کړي او په ځینو مواردو کې یې ویلي چې په اړه یې څېړنې کوي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما هم د تلې میاشتې په ۱۳مه نېټه اعلان کړی و چې په پنجشېر کې د بشري حقونو سرغړونې څېړي. خو یوناما تر اوسه د دې څېړنو پایلې نه دي شریکې شوي.

16.10.2022 ازادي راډیو

د ایران د اوین زندان په نښته او اورلګېدنه کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ایران چارواکي وايي، ددغه هېواد د پلازمینې تهران په اوین زندان کې د اور لګېدنې له امله څلور بندیان مړه شوي او ۶۱ نور ټپیان دي. 

16.10.2022 امریکا غږ

په کابل کې د یوې ښوونکې ادعا: طالبانو د ښوونځي د بندولو ترڅنګ وګواښلم

په کابل کې د یو کورني ښوونځي ښوونکې وايي، طالبانو یې ښوونځی تړلی او ورته ویلي يې دي چې نور دې تدریس نه کوي. دا ښوونکې وايي، چې په کورني ښوونځي کې یې ۵۰ مېرمنو او نجونو ته تدریس کاوه. دا چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ادعا کوي چې د شنبې په ورځ یې طالبانو تدریسي ځای څېړلی او ګواښلې یې ده چې نور به درس نه ورکوې. د دغې ښوونکې په خبره، د طالبانو امنیتي حوزې یې زده کونکو او په خپله دې ته سپکاوی کړی او ټول تحصیلي اسناد یې ورته ضبط کړي. هغه زیاتوي: "زما تذکره، هغه ځای کې چې زېږېدلې یم، ټول تحصیلي اسناد مې چې هر چېرته مې درس ویلی و هغه ټول یې رانه وغوښتل چې کله مې ورته وروړل را څخه قید یې کړل. زه یې حوزې ته بوتلم ۵-۶ زده کونکي هم راسره وو، زه یوازې نه وم چې کله هلته لاړو، زه په ډېر بخښنې سره چې دا خبره کوم ماته یې وویل تاسو ډېر بد اخلاقه نجونې یاستئ او ټولنه مو خرابه کړې ده." دغه ښوونکې وايي، دا یې څوم ځل دی چې د طالبانو د ګواښونو له امله د خپل کورني ښوونځي ځای بدلوي. خو د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور بیا ازادي راډيو ته لیکي چې دا ادعا حقیقت نه لري. په کابل کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ هم ازادي راډیو ته په یو پيغام کې لیکلي چې په کابل کې دوى تر اوسه دا ډول راپور نه دی ترلاسه کړی. دا به داسې حال کې ده، چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ په ترکیه کې د عالمانو یو نړیوالې غونډې ته د خپلې وینا پر مهال یو ځل بیا ټینګار کړی چې د دوى حکومت په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو بیا پرانیستې ته ژمن دی. مجاهد داسې مهال دا خبره کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره اونۍ په یو شمېر طالب مشرانو له دې امله د ویزو او سفر بندیزونه ولګول چې د دوي په وینا طالبانو د افغان مېرمنو او نجونو بشري حقونه نقض کړي دي. طالبانو پر افغانستان تر بيا ځلي واکمنېدو ورسته، چې له کال زياته موده پرې اوړي، له شپږم ټولکي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې تړلي او په کور دننه او بهر د غبرګونونو سره سره دوى په دې برخه کې تر اوسه کوم اقدام نه دى کړى.

16.10.2022 ازادي راډیو

دلکي مروت خلکو دترهګرۍ پرضد اؤ دامن په پلوۍ لاریون کړی

د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعه لکي مروت کې نن د یکشنبې په ورځ د امن دپاره او د ترهګرۍ په ضد د احتجاجي مظاهره شوې اؤ مظاهره چیانو ویلي چې دوی خپله خاوره ناامنۍ ته نه پریږدي او د امن غوښتنه یې کوله.  په لکي مروت کې دا احتجاجي لاریون په داسې حال کې شوی چې په دې وروستیو کې په دغه سیمه کې ګڼ شمیر دناامنۍ پېښې رامنځته شوې دي. په لکي مروت ښار کې راجوړه شوې دغه احتجاجي مظاهره کې  دبیلابیلو سیاسي ګوندونو،ولسي تحریکونو،مدني ټولنې اؤ ځایي مشرانو سره عام خلک راټول شوي وؤ او غوښتنه يې کوله چې دپښتنو په خاوره دې امن ټینګ کړل شي. مظاهرې ته خپله وینا کې ګډون والو پوښتنه راولاړه کړې ده چې ولې پنجاب کې ترهګري نه شته او پښتانه خپلو سیمو کې د ناامنۍ د لاسه ځپل کیږي . احتجاجي کوونکي د ښار بیلا بیلو لارو تیریدو پرمهال د ترهګرۍ ضد نعرې وهلې او د امن شعارونه یې پورته کول. احتحاج کونکو وویل دا پرامنه احتجاج یې ځکه کړی چې په سيمه کې يو ځل بيا بدامنۍ سر راپورته کړی او په خلکو کې يې ويره ترهه خوره کړې ده. د احتجاج یو ګډونوال او د لکي بار یو وکیل سردار عارف  وي او ای ډيوه ته وویل، دغه امن لاريون او غونډه په ضلعه کې د امن دپاره او بدامنۍ پرضد شوی دی.  هغه ويل د ټولو سياسي ګوندونو او د ټولنې ټولو طبقو په دغه لاريون کې ګډون کړی ځکه چې دا ولسي پاڅون دی د يو ګوند نه دی. هغه زیاته کړه  په ضلعه کې ناامني سیوا شوې او د علاقې په کاروبار یې بدې اغیزې کړي او خلک یې د ویرې سره مخ کړي دي. د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو برخو کې د اګست د مياشتې راهسې د بدامنۍ ضد او امن دپاره احتجاجي مظاهرې پېل شوي دي. دا وروسته له هغې چې له وزیرستان نه تر سوات بیا د وسله والو فعالیتونه زیات شوي او په امنیتي ځواکونو د بریدونو تر ځنګ د عامو خلکو هدفي وژنې کیږي اؤ له خلکو  قلنګونه غوښتل کیږي .  په 11م اکتوبر د سوات مينګورې په نشاط چوک کې يوه غټه احتجاجي مظاهره شوې وه. او بیا له هغې دوه ورځې وروسته د خېبرپښتونخوا په جنوبي وزيرستان، سوات، چارباغ، شانګله الپورۍ او بونير کې د امن دپاره او ترهګرۍ په ضد  احتجاجي مظاهرې  شوې وې. احتجاج کوونکو په لکي مروت او د صوبې نورو سیمو کې په نزدې ورځو کې رامنځته شوؤ دترهګرۍ دپېښو په سختو ټکو کې غندنه وکړه اؤ وئ ویل تر دې وروسته چرته هم چې دپښتنو په خاوره کې دترهګرۍ پېښه رامنځته کیږي هلته به دترهګرۍ پرضد پرلت پیلولی شي.  دې احتجاجي غونډې ته د وینا پرمهال ټولنیز فعال محسن خان مروت وویل دوئ د چا خلاف نه دي خو پوښتنه کوي پنجاب صوبه کې ولې قراره قراري ده او او د دوی خاوره ولې د ناامنۍ سره مخ ده چې تر اوسه یې مخه نه نیول کیږي  احتجاجي مظاهرې ته د عوامي نیشنل ګوند ځایي مشر همایون بیګو خېل وویل  دې ننۍ مظاهرې وښودله چې خلک نور پخپله خاوره ترهګرۍ منلو ته تیار نه دي. هغه وویل کوم "قوتونه یا خلک چې په لکي مروت او د صوبې په نورو سیمو کې امنیت ګډوډل غواړي هغوئ باید خبر وي چې نور مونږ غلي نه پاتې کیږو او څوک رانه نور په خاوره دترهګرۍ کاروبار نه شي کولی" دا په داسې حال کې ده چې په خېبرپښتونخوا صوبه کې د پاکستان تحریک انصاف په صوبايي حکومت نيوکې کيږي چې په صوبه کې او په ځانګړي ډول د وزيراعلا محمود خان په پلارنۍ علاقه سوات کې د وسله والو په راښکاره کېدو او بدامنۍ غلي پاتې دي. دوه ورځې وړاندې د پاکستان د وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ غونډه کې پرېکړه شوې، چې په مرکزي او صوبايي کچه به د ترهګرۍ د مخنيوي نظام بیرته فعالولی شي، او د اېپکس کمېټۍ جوړولو ويل شوي دي. د سرکاري ميډيا ترمخه د دغاع مرکزي وزیر خواجه اصف ويلي، په خېبرپښتونخوا کې حالات په قابو کې دي، او حکومت هڅه کوي چې ستونزه هواره کړي خو که ضرورت پېښږي د ترهګرۍ د خاتمې دپاره قوت کارول کيږي. په اتم اکتوبر د پاکستان دپوځ سر لښکر کاکول پوځي اکیډمې کې د وینا په مهال ویلي وؤ د تر هکري پرضد د پاکستان پوځ چې کوم بریاليتوبونه ترلاسه کړې د دې سیالي د نړې د نورو ملکونو پوځونه نه شي کولی

16.10.2022 ډیوه

د افغانستان دننه او بهر د ښځینه وزرشکارانو ستونزې او اندېښنې

په بهر او افغانستان کې مېشتې افغان ورزشکارانې وايي، په تېر یوه کال کې له ډېرو ستونزو سره مخ وې او له دوی هېڅ ملاتړ نه دی شوی. یوه ورزشکاره پروانه عارفي نومېږي او د معلولانو پاورلېفېټنګ یا وزن پورته کولو ورزش کوي. هغې د طالبانو له واکمنېدو او د نجونو پر ورزش له محدودېت وروسته افغانستان پرېښود او کاناډا ته لاړه. اغلې عارفي وايي، له هغې ورځې چې کاناډا ته تللې ده، تر اوسه ورته د تمرینونو زمینه نه ده برابره شوې او له ډېرو ستونزو سره مخ ده. نوموړې زیاته کړه: "له هغې ورځې چې زه دلته راغلې یم، هر ورزشي جېم ته چې ځم، وايي پېسې باید تحویل کړې او که په کومه سیالۍ کې ګډون کوې، هم باید لګښتونه یې ورکړې خو زه دومره لوړ مصارف نه شم پوره کولای او دلته له موږ هېڅ ملاتړ هم نه کېږي." اغلې عارفي وايي، د نړيوال پاراالمپیک لخوا په ۲۰۲۴ کال کې په فرانسې کې د پاورلېفټېنګ لوبو لپاره معرفي شوې، خو وايي هېڅ مالي ملاتړی نه لري چې په دې سیالیو کې د ګډون فرصت ورته برابر کړي. خو د وېلچر باسکېټبال لوبغاړې خاطره ساپۍ چې اوس په اسپانیا کې ده، د اغلې عارفي برعکس وايي چې په دې هېواد کې له ښو ورزشي امکاناتو برخمنه ده. دا بيا په افغانستان کې د ورزشکارو مېرمنو په اړه اندېښمنه ده. هغه وايي: "له یو کال ډېره موده تېر شوه، خو موږ اوس هم په افغانستان کې د زده کړو، کار او ورزش په برخو کې د ښځو هېڅ پرمختګ نه وینو. د یوې لوبغاړې په توګه د افغان ښځو دې حالت ته ډېره اندېښمنه یم." ځينې نور افغان لوبغاړې چې په افغانستان کې دي، وايي اوسنی وضیعت ورته د اندېښنې وړ دی. د دوی له ډلې د بدمنتون رشتې لوبغاړې شیلا عزیزي ازادي راډيو ته وویل: "له یوه کال ډېره موده وشوه چې موږ یې ډېر وځورولو، ځکه ورزش نه شو کولای، دا زموږ لپاره سخته ده او له دې درکه ځورېږو او اندېښنې لرو. باید موږ ته د ورزش اجازه راکړل شي." د افغانستان د المپیک ملي کمېټې مسوولان د دې اندېښنو په ځواب کې وايي، ورزشکارو نجونو او مېرمنو ته د فرصتونو د برابرولو په هڅه کې دي. د دې کمېټې د نشراتو غړي نعیم پرهېز ازادي راډيو ته وویل: "موږ په یوه ميکانېزم کار کوو او همدا ډول مو د اسیا المپيک او نړيوال المپیک ادارو ته د ښځو د یوه کمپلېکس د جوړولو طرحه سپارلې ده. دا اوس په هغوی پورې اړه لري چې کله یې تائیدوي او بودیجه یې منظوروي." خو نوموړي د دې طرحې په اړه ډېر جزئیات ورنه کړل. د ورزشکارو مېرمنو اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو له واکمنۍ تر یو کال ډېره موده کېږي، خو لا یې هم ښځو ته د ورزش اجازه نه ده ورکړې او له همدې امله د بېلابېلو لوبو لوبغاړې چې کره شمېر یې نه شته، له افغانستان څخه وتلي دي.

16.10.2022 ازادي راډیو

دبشري حقونو څار ډله:ایران کې 233 کسان وژل شوي، لاریونونه پنځمې اوونۍ ته ننوتي

مظاهره چیانو د شنبې په ورځ د ایران په ځینو ښارونو کې په لویو لارو او پوهنتونونو کې د حکومت ضد مظاهرو ته زور ورکړی دی. د بشري حقونو څارونکو په داسې حال کې دایران دننه د ماشومانو په ګډون د سلګونو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی، چې په ایران کې پیل شوي احتجاجونه پنځمې اوونۍ ته ننوتي دي. په ټولنیزو رسنیو د خپرو شوؤ  ویډیوګانو له مخې، په کرمانشاه، رشت او تهران کې د پوهنتونونو بهر محصلینو لاریونونه کړي دي اؤ د سنندج په ښار کې، چې د شمالي کردانو په سیمه کې د لاریونونو مرکز دی، د ښوونځي زده کونکو په مرکزي سړک کې د "ښځه، ژوند، ازادۍ" شعارونه ورکول. دا لاریونونه وروسته له هغې پیل شوي چې د پولیسو په ولکه کې د 22 کلنې مهسا امیني نومې مېرمنې د وژل کېدو په اړه د خلکو غصه راوپارېدله . هغه په تهران کې د ایران د اخلاقي پولیسو لخوا د اسلامي جمهوریت لخوا دشوې سپارښتنې په اساس دحجاب نه کولو  په تور نیول شوې وه. د ایران حکومت ټینګار کوي چې امیني سره د پولیسو په ولکه کې ناوړه چلند نه دی شوی، خو د هغې کورنۍ وايي چې د هغې پر بدن د ټپونو او د وهلو نورې نخښې لیدل شوي وې . په امریکا کې د بشري حقونو د څار ډله HRANA په وینا، د سپټمبر په 17مه ایران کې دپیل شوؤ مظاهرو راپدیخوا لږ تر لږه 233 مظاهره کوونکي وژل شوي دي. دغې ډلې ویلي چې په وژل شویو کې 32 کسان له 18 کلونو کم عمرونه لري. مخکې په اوسلو کې موقعیت لرونکي د ایران د بشري حقونو سازمان اټکل کړی و چې 201 کسان وژل شوي دي. ایراني چارواکو د شواهدو له وړاندې کولو پرته دغه ناکراري د غربي سازش په توګه رد کړې ده. دښځو اؤ محصلینو ترڅنګ دایراني ټولنې نورې برخې چې د تیلو کارګران هم پکې شامل دي  په دې احتجاجي تحریک کې شامل شوي. د وي او ای د رپورټ له مخې دا احتجاجي تحریک لږ تر لږه 19 ښارونو ته خور شوی دی. دشنبې په ورځ  سوداګریز اعتصابونه  د کرد سیمې په مهمو ښارونو کې بیا پیل شوي دي،  حکومت دې احتجاجونو ته سخت ځواب ویلی دی، د فعالینو او لاریون کوونکو تنظیموونکي یې نیولي، داحتجاج کوونکو په ملاتړ د غږ پورته کوونکو  ایراني شخصیتونو غندنه یې کړې ده، اؤ حتی د دوی پاسپورټونه یې ضبط کړيدي. ایراني ځواکونو داحتجاج کوونکو د منتشر کولو لپاره  اوښکی بهونکی ګیس اؤ دغږ بمونه هم کارولي دي چې د رپورټونو له مخې دخلکو د مرګ ژوبلې سوب ګرځيدلي دي. په یوه ویډیو کې چې د شنبې په ورځ په پراخه کچه خپره شوې، د بسیج په نامه د نیم پوځي رضاکارانو ډله لیدل کیږي چې د ایران په شمال کې په ګوهردشت کې د لاریون په ترڅ کې یوه ښځه په زوره په موټر کې کښېنوي او په هوا کې ډزې کوي. په پراخه توګه د انټرنېټ بندیدو هم د مظاهره کوونکو لپاره له بهرنۍ نړۍ سره اړیکه ستونزمنه کړې ده، په عین حال کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وایي ایراني چارواکو د ناکراریو له پیل راهیسې لږترلږه 40 خبریالان توقیف کړي دي.

16.10.2022 ډیوه

پنجشېر کې نیونې؛ طالبان د دغه ولایت د زندانیانو دوسیې څېړي

په پنجشېر ولایت کې د طالبانو لخوا د یو شمېر کسانو د نیولو په اړه راپورونو خپرېدو سره هم مهاله، د طالبانو رهبرۍ د یادو بندیانو د دوسیو څېړلو لپاره یو شپږ کسیز کمېسیون ګمارلی دی.

16.10.2022 امریکا غږ

د خوړو نړیواله ورځ؛ نړۍ کې د لوږې سره مخ کسانو شمېر دوه برابره شوی

د اکتوبر ۱۶مې د خوړو نړیوالې ورځې سره هم مهاله، ملګرو ملتونو په نړۍ کې د وږو کسانو د شمېر زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

16.10.2022 امریکا غږ

کندهار کې د وچې مېوې د پروسس یوه فابريکه جوړه شوې

کندهار کې د ۱.۵ میلیون ډالرو په ارزښت د وچې مېوې د پروسس فابريکه جوړه شوې ده. د دې فابریکې مسوولان وايي، د ورځې پنځه ټنه وچه مېوه د نړيوالو بازارونو د غوښتنې مطابق پروسس کوي. په عین وخت کې د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولان وايي، په نړیوال بازار کې د پروسس شوې مېوې غوښتنه کېږي چې اوس کندهار کې دغه چاره ډېره شوې ده. نور تفصیل په دې راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

16.10.2022 ازادي راډیو

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوې استازې خپله دنده پيل کړه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازې د (یوناما) مشرې د خپلې دندې پیلېدو سره هم مهاله، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره د نجونو د زده کړو ترڅنګ یو شمېر نورو مسائلو باندې خبرې کړي دي.

16.10.2022 امریکا غږ

د روس په پوځي روزنیز مرکز د وسله والو برید کې 11 کسان وژل شوي،15 ژوبل

د روسیې په یو پوځي روزنیز مرکز کې د رضاکارانو په هغه ډله دوؤ وسله والو برید کړی چې غوښتل یې په اوکراین کې د روسیې له لوري جګړې له لاړ شي، په دې برید کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي. رویټرز خبري اژانس د RIA خبري شبکې له قوله وايي،دا برید د شنبې په ورځ د روسیې په پوځي روزنیز مرکز کې دننه شوی دی چې دغلته وسله والو د رضاکارانو په ډله دسپکو وسلو ناتاره ډزې کړې دي. د فبرورۍ د 24مې نیټې دحملې نه راپدیخوا د مسکو دځواکونو لپاره دا تر ټولو خونړۍ پېښه ده چې رامنځته شوې ده. RIA د دفاع وزارت په حواله ویلي چې دغه دوه بریدګر په جنوب لوېدیځ بیلګراډ سیمه کې چې له اوکراین سره پوله لري، له برید وروسته په ډزو وژل شوي دي. RIA د دفاع وزارت د یوې اعلامیې په اساس ویلي"د هغو کسانو د روزنې د یوې غونډې په ترڅ کې چې په خپله خوښه یې د اوکراین پر ضد په ځانګړو پوځي عملیاتو کې د ګډون لیوالتیا ښودلې وه، تروریستانو ددې  قطعې پر کارکوونکو په وړو وسلو ډزې کړې دي" په خبرپاڼه کې ویل شوي د ډزو په پایله کې، ۱۱ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي چې د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي. د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سلاکار اولیکسي ارستوویچ په یوه یوټیوب مرکه کې ویلي چې برید کوونکي د منځنۍ اسیا د تاجکستان هیواد وو او د مذهب پر سر له جنجال وروسته یې دا برید کړی دی. تاجکستان یو اکثریتي مسلمان هیواد دی خو برعکس  شاوخوا نیمایي روسیه د عیسوي کلیسا بیلابیل څانګې تعقیبوي. د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې برید کوونکي د یوه هیواد څخه وو چې د کامن ویلت د خپلواکو هیوادونو سره تړاو لري، چې د تاجکستان په ګډون د پخواني شوروي نهه جمهوریتونه په کې شامل دي.

16.10.2022 ډیوه

د روسیې په یو نظامي مرکز په برید کې ۱۱ تنه وژل شوي

د روسیې د دفاع وزارت وایي د پخواني شوروي اتحاد د یو غړي هیواد دوو وسله والو د هغو داوطلبانو په مرکز چې په اوکراین کې د جګړې لپاره روزل کیدل، برید کړی لږ تر لږه ۱۱ تنه یې وژلي دي.

16.10.2022 امریکا غږ

سوات کې له ولسي پاڅون وروسته انتظامیې جرګه راجوړه کړې،وایي دسېمې ثبات به ګډوډیدو ته نه ورکوي

په سوات کې دملاکنډ دسول انتظامیې له لوري راجوړې کړل شوې یوې جرګې ته سرکاري اؤ امنیتي مشرانو ویلي چې په سوات اؤ دملاکنډ ډویژن په نورو سیمو کې به امنیت په هر حال کې باوري کولی شي. دغو سرکاري اؤ امنیتي چارواکو جرګې ته ویلي هیڅ یوې ډلې یا شخص ته به اجازه نه ورکړل کیږي چې دسیمې امن ،دټولنیزو اؤ اقتصادي فعالیتونو مخې ته خنډاڼ راولاړ کړي. د ملاکنډ دسول انتظامیې له لوري دا جرګه تېره ورځ وروسته له هغې راجوړه کړل شوې وه چې تېره اوونۍ سوات کې ځایي خلکو، دمدني ټولنې استازو اؤ سیاسي مشرانو سیمه کې دناامنۍ اؤ دطالبانو دبیا راپورته کیدو پرضد یوه ستره احتجاجي مظاهره وکړه اؤ په زغرده یې وویل چې نور به هیچاته دپښتنو په خاوره دناامنۍ خورولو اجازه ورنه کړل شي. دسیدو شریف په ودودیه حال کې دا سرکاري جرګه په داسې حال کې راجوړه کړل شوې وه چې ځایي خبریالان وایي هغوئ ورته نه دي ورپرېښودل شوي اؤ هم دجرګې برخه والو په ځېنو لانجمنو ویناګانو شور اؤ غوغا کړې ده او ویلي یې دی چې هغوئ سیاسي تقریرونو اوریدلو له نه بلکې د امن خبرې اوریدو لپاره جرګه له ورغلي دي. دخیبر پښتونخوا دچیف سیکرټري په رسمي ټویټر پاڼه ددې جرګې په اړه دجاري کړل شوې سرکاري اعلامیې له مخې دجرګې برخه والو ته دسول انتظامیې چارواکو پخپلو ویناګانو کې ویلي دي چې په سیمه کې دحکومت عملداري پځائ ده اؤ چې هرڅه وي خو دا عملداري به همدا شان پځائ ساتل کیږي. اعلامیه وایي جرګې ته ویل شوي چې کوم عناصر  امن خرابوي ،تفرقه اچوي له هغوئ وړاندې هم انکار شوی دی اؤ بیا به هم نه منل کیږي. خو په سرکاري اعلامیه کې نه ده واضحه کړل شوې چې ددغو "عناصرو" نه مراد څوک دي ؟ په جرګه کې دخیبر پښتونخوا صوبې چیف سیکرټري،دپولیسو سرلښکر،دایف سي ځواکونو مشر،دملاکنډ کمشنر،دسوات،بونیر،شانګلې،دیر،باجوړ اؤ ملاکنډ ځایي خلکو برخه درلوده. اعلامیه وایي چې دغه جرګې دملاکنډ د ټولو طبقو استازیتوب کړی اؤ په سوات اؤ دملاکنډ ډویژن نورو ضلعو کې یې دامنیت اؤ ثبات باوري کولو لپاره په پورته کړل شوؤ ګامونو بحث اؤ غور کړی دی. داعلامیې له مخې سوات د ولس په مرسته امنیتي ځواکونو سیمه کې دامنیت دټینګښت لپاره یو اوږد مزل وهلی دی اؤ دهغې لپاره پوځ،پولیسو اؤ دسوات خلکو درنې قربانۍ ورکړې دي اوس به دا قربانۍ ضایع کیدو ته نه پرېښودل کیږي اؤ د ذاتي ګټو لپاره سوات کې داړي ګړي جوړونکو ارادې به شنډولی شي. اعلامیه کې ویل شوي چې دجرګې برخه والو دقانون پځائ کوونکو ادارو ترشا د ودریدو اؤ سوات کې دبې ثباتۍ پیدا کولو لپاره دپریشر ګروپونو د ارادو شنډولو هوډ څرګند کړی دی. دسوات یو ځایي خبریال انور انجم دیادې جرګې یوه لنډه شان ویډیو هم په ټویټر خپره کړې ده اؤ لیکلي یې دی ورته چې جرګه کې بدنظمي رامنځته شوې اؤ دجرګې برخه والو ویلي چې هغوي دسیاسي تقریرونو اوریدلو لپاره نه بلکې دامن دخبرې لپاره جرګې له راغلي دي. پخپل یو بل ټویټ کې هغه لیکلي دې سرکاري جرګې ته صحافیان نه دي ورپرېښودل شوي اؤ جرګه کې دمیډیا په کوریج  بندیز ددې خبرې ښکاره ثبوت دی چې هغوئ د سوات د ولس پوښتنو ته دځوابونو ویلو همت نه لري. دوه ورځې وړاندې خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې دعوامي نیشنل ګوند پارلیماني مشر سردار حسین بابک وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ سوات کې دبدامنۍ اؤ طالبانو پرضد د ولس راپورته کیدو نه وروسته اوس پي ټي ایي په هره ضلعه کې سرکاري جرګې کوي. خو هغه ویلي وؤ "جرګې خو ولسي وي،ولس اؤ د ولس مشران کښیني اؤ جرګې کوي خو حکومت دڅه شي جرګه کوي اؤ چا سره جرګه کوي؟" په ټولنیزو رسنیو ګڼ شمیر فعالانو سوات کې دترسره شوې دې جرګې داعلامیې بیلابیلې برخې پرته له کومې تبصرې خپرې کړې دي خو یو شمیر فعالانو بیا په دې جرګه نیوکې کړي اؤ وایي داسرکاري جرګې دپښتنو نه بلکې دسرکار دي. اجمل نومې ټولنیز فعال په ټویټر لیکلي پښتون وطن کې دخپلو روایاتو په اساس جرګې کیږي چې په هغې کې سم ته سم اؤ ناسم ته ناسم ویل کیږي،خو دا مصنوعي اؤ جوړې کړل شوې سرکاري جرګې دپښتنو نه دي اؤ نه ورته دپښتون وطن دجرګو نوم ورکړل کیدای شي. ټولنیز فعال نورالله خان وایي سوات کې ریاستي سپانسرډ جرګه دسوات دهغه قامي جرګې په وړاندې محض یوه خندا ده کومې چې دسوات دخلکو دحقیقي دریځ حقیقي انځور خلکو ته وښودلو اؤ په ریاستي سرپرستۍکې دکیدونکو فعالیتونو ټول مقاصد یې مسترد کړل. په دې وروستیو کې سوات دترهګرۍ پر ضد د احتجاجونو مرکز جوړ شوی دی او د تېرې نهې په ورځ په مینګوره کې ولسي او سیاسي مشرانو یوه لویه مظاهره هم کړې وه. ځايي پولیسو د نوم نه ښودلو په شرط وي او اې ډيوه ته ویلي وو چې په یاده جلسه کې ۴۵ نه تر ۵۰و زرو پورې خلکو ګډون کړی وو. دغو مشرانو اؤ دسوات ځایي ولس حکومت ته کرښه راښکلې وه چې په هیڅ صورت به نور پښتانه خپله سیمه کې دترهګرو مسلط کولو ته غاړه نه ږدي اؤ دترهګرۍ پرضد به مزاحمت اؤ هر رقم غږ پورته کوي. دپښتونخوا سیاسي قیادت اؤ دسوات ځایي خلک وروسته له هغې په مینګوره کې احتجاج ته راټول شوي وؤ چې په دې وروستیو کې په میډیا اؤ سوشل میډیا دعوې وشوې چې وسله وال طالبان یو ځل بیا سوات ته راګرځېدلي اؤ دلته یې د ګزمو لیدل کیدو ترڅنګ پوځي اؤ پولیس مشران هم تښتولي دي. خو دپاکستان دکورنیو چارو مرکزي وزیر رانا ثناء الله بیا سوات ته دطالبانو د راګرځیدو دعوه افواه ګڼي اؤ وایي داسې څه خبره نشته. رانا ثناء الله سوات ته د طالبانو د واپسۍ نه دا انکار په داسې حال کې کړی چې تېره مياشت په ټولنیزو رسنیو يوه داسې ويډيو خوره کړل شوې وه چې پکې د پوليس يو ډي ايس پي په زخمي حالت کې ښودل شوی و او دوه تنه چې د هغوی د دعوې تر مخه د پوځ عسکر وو طالبانو نيولي وو او بيا په ياده ويډيو کې ښودل شوي وو.

16.10.2022 ډیوه

شهباز شریف دپاکستان دایټمي وسلو په اړه د امریکایي صدر بیان رد کړی،امریکایي سفیر ته دپاکستان سخت احتجاج

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د امریکا د صدر جو باېډن هغه بیان رد کړی په کوم کې چې هغه د پاکستان د جوهري وسلې د خونديتوب په اړه اندېښنې څرګندې کړي دي.  پاکستان دصدر بایډن په دې بیان امریکې ته سخت احتجاج هم کړی اؤ په اسلام باد کې امریکایي سفیر خارجه دفتر ته رابلل شوی اؤ ورته احتجاجي مراسله یا لیک سپارل شوی دی خو دامریکې دسپینې ماڼۍ ویانده وایي چې صدر بایډن هیڅ نوې خبره نه ده کړې. دامریکې صدر جوبایډن تېره ورځ په ډیموکرټيک کانګریشنل کمپین کمیټۍ کې د وینا په مهال ویلي وؤ‌ چې دهغه په اند پاکستان دنړۍ د خطرناک ترینو هیوادونو څخه یو دی چې ایټمي پروګرام یې هم بې ربطه یا بې قاعدې دی. دصدر بایډن دې څرګندونو ته خپل غبرګون کې دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف خپل یو بیان کې ویلي تېرې څو لسیزې دا ثبوت ورکوي چې پاکستان بې کچه ذمه وار جوهري ریاست دی اؤ دجوهري پروګرام دخوندیتوب نظام یې دکوټلي کنټرول اؤ څار لاندې دی. شهباز شریف ویلي د ایټمي وسلو د توان په اړه پاکستان مدام دمسولیت ډک رول ادا کړی اؤ پاکستان ددې وسلو دنه خوریدنې،په سلامتیا اؤ تحفظ دنړیوالې ایټمي توانایۍ دایجنسۍ په ګډون دټولو معیارونو سرته رسولو لپاره خپلې ژمنې سرته رسولې دي. وزیراعظم ویلي دي چې نړیوال امن ته اصل خطره دنړیوالو مروجه کدرونو دپامالوونکو ځینو ریاستونو، تندروه قومیت خوښۍ دانساني حقونو څخه دسرغړوونکو څخه دی. هغه زیاته کړې ده چې دنړۍ امن ته اصل خطره د سرفهرست ایټمي هیوادونو ترمینځه د وسلو د زغل اؤ دهغو هیوادونو څخه ده چرته چې دایټمي سلامتۍ په بابله پرله پسې پیښې سر راپورته کوي. هغه ویلي د پاکستان اؤ امریکې ترمنځ د دوستۍ اؤ خپلو دهمکارۍ یو اوږد تاریخ دی اؤ په داسې حال کې چې نړۍ دسترو ستونزو اؤ جنجالونو سره مخ ده دپاکستان اؤ امریکې ترمنځ داړیکو دحقیقي صلاحیت پېژندنې لپاره پایداره هڅې بې کچه ضروري دي نو ځکه باید ددې مقصد لپاره دغیر ضروري بیانونو څخه ډډه وکړل شي. په عین حال کې دامریکایي صدر په بیان داحتجاج ریکارډ کولو لپاره دخالي په ورځ پاکستان کې امریکایي سفیر ښاغلی ډانلډ بلوم خارجه محکمې ته رابلل شوی اؤ د صدر بایډن په دغه بیان اخظار کړل شوی دی. دپاکستان دخارجه دفتر له لوري دخپرې شوې یوې اعلامیې له مخې دپاکستان دخارجه دفتر سکتر جوهر سلیم امریکایي سفیر ته احتجاجي لیک سپارلی اؤ هغه یې دصدر بایډن په دغه بیان دپاکستان داندېښنې نه خبر کړی دی. خو بل لوري ته دامریکې دسپینې  ماڼۍ ویاندې کیرین ژان پیئر ویلي دي چې امریکایي صدر هیڅ نوې خبره نه ده کړې. کله چې تېره ورځ دسپینې ماڼۍ له ویاندې څخه یو خبریال دپاکستان په اړه دصدر جوبایډن دڅرګندونو په هکله پوښتنه وکړه نو دهغې جواب ؤ چې صدر داسې هیڅ څه نوې خبره نه ده کړې. دهغې وینا وه چې صدر خوندي اؤ خوشحاله پاکستان غواړي اؤ خوندي اؤ خوشحاله پاکستان دامریکایي ګټو لپاره مهم دی. د صدر بایډن لخوا دپاکستان د ایټمي وسلو په اړه ددې تازه بیان نه دوه کاله وړاندې د ډانلډ ترمپ په تېر حکومت کې دامریکې دبهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو هم ویلي وؤ چې دپاکستان ایټمي پروګرام امریکا دپاره ستر ګواښ دی. دصدر بایډن دې بیان ته خپل غبرګون کې دخالي په ورځ دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زداري کراچۍ کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې ویلي وؤ دپاکستان ایټمي اثاثې خوندي اؤ دټولو عالمي قوانینو مطابق دي. دهغه وینا وه چې صدر بایډن  کوم څه دپاکستان دایټمي پروګرام په اړه ویلي دهغې په اړه به د امریکایي سفیر نه سپیناوی غوښتل کیږي خو ددې ترڅنګ بلاول بوټو زرداري واضحه کړې وه چې دامریکایي صدر په دې بیان به دامریکې اؤ پاکستان اړېکې نه خرابیږي. پاکستان کې د تندروه مذهبي ډلو فعالیتونو ته په کتلو دنړۍ زیاتره هیوادونو اکثره وخت دپاکستان دایټمي وسلو دخوندیتوب په اړه اندېښنې ښودلي خو پاکستان تل دا اندېښنې بې ځایه بللي اؤ وایي ایټمي پروګرام یې په بشپړ ډول خوندي اؤ محفوظو لاسونو کې دی

16.10.2022 ډیوه

افغان سندرغاړی او د پښتو ادبیاتو ښوونکی 'عبدالقیوم ناصح' ومړ

د کندهار یو پخوانی هنرمند او د پښتو ادبیاتو ښوونکی استاد عبدالقیوم ناصح د ۷۳ کالو په عمر وفات شو. استاد ناصح په موسیقۍ کې کلونه کلونه تدریس وکړ او خپله یې هم په پښتو، دري او اردو ژبو سندرې ويلي دي. صادق رښتیني د استاد عبدالقیوم ناصح ژوند ته په یوه راپور کې کتنه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

16.10.2022 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more