شاته

د روس په پوځي روزنیز مرکز د وسله والو برید کې 11 کسان وژل شوي،15 ژوبل

د روسیې په یو پوځي روزنیز مرکز کې د رضاکارانو په هغه ډله دوؤ وسله والو برید کړی چې غوښتل یې په اوکراین کې د روسیې له لوري جګړې له لاړ شي، په دې برید کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د RIA خبري شبکې له قوله وايي،دا برید د شنبې په ورځ د روسیې په پوځي روزنیز مرکز کې دننه شوی دی چې دغلته وسله والو د رضاکارانو په ډله دسپکو وسلو ناتاره ډزې کړې دي.

د فبرورۍ د 24مې نیټې دحملې نه راپدیخوا د مسکو دځواکونو لپاره دا تر ټولو خونړۍ پېښه ده چې رامنځته شوې ده.

RIA د دفاع وزارت په حواله ویلي چې دغه دوه بریدګر په جنوب لوېدیځ بیلګراډ سیمه کې چې له اوکراین سره پوله لري، له برید وروسته په ډزو وژل شوي دي.

RIA د دفاع وزارت د یوې اعلامیې په اساس ویلي"د هغو کسانو د روزنې د یوې غونډې په ترڅ کې چې په خپله خوښه یې د اوکراین پر ضد په ځانګړو پوځي عملیاتو کې د ګډون لیوالتیا ښودلې وه، تروریستانو ددې قطعې پر کارکوونکو په وړو وسلو ډزې کړې دي"

په خبرپاڼه کې ویل شوي د ډزو په پایله کې، ۱۱ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي چې د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي.

د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سلاکار اولیکسي ارستوویچ په یوه یوټیوب مرکه کې ویلي چې برید کوونکي د منځنۍ اسیا د تاجکستان هیواد وو او د مذهب پر سر له جنجال وروسته یې دا برید کړی دی.

تاجکستان یو اکثریتي مسلمان هیواد دی خو برعکس شاوخوا نیمایي روسیه د عیسوي کلیسا بیلابیل څانګې تعقیبوي.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې برید کوونکي د یوه هیواد څخه وو چې د کامن ویلت د خپلواکو هیوادونو سره تړاو لري، چې د تاجکستان په ګډون د پخواني شوروي نهه جمهوریتونه په کې شامل دي.