شاته

دبشري حقونو څار ډله:ایران کې 233 کسان وژل شوي، لاریونونه پنځمې اوونۍ ته ننوتي

مظاهره چیانو د شنبې په ورځ د ایران په ځینو ښارونو کې په لویو لارو او پوهنتونونو کې د حکومت ضد مظاهرو ته زور ورکړی دی.

د بشري حقونو څارونکو په داسې حال کې دایران دننه د ماشومانو په ګډون د سلګونو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی، چې په ایران کې پیل شوي احتجاجونه پنځمې اوونۍ ته ننوتي دي.

په ټولنیزو رسنیو د خپرو شوؤ ویډیوګانو له مخې، په کرمانشاه، رشت او تهران کې د پوهنتونونو بهر محصلینو لاریونونه کړي دي اؤ د سنندج په ښار کې، چې د شمالي کردانو په سیمه کې د لاریونونو مرکز دی، د ښوونځي زده کونکو په مرکزي سړک کې د "ښځه، ژوند، ازادۍ" شعارونه ورکول.

دا لاریونونه وروسته له هغې پیل شوي چې د پولیسو په ولکه کې د 22 کلنې مهسا امیني نومې مېرمنې د وژل کېدو په اړه د خلکو غصه راوپارېدله .

هغه په تهران کې د ایران د اخلاقي پولیسو لخوا د اسلامي جمهوریت لخوا دشوې سپارښتنې په اساس دحجاب نه کولو په تور نیول شوې وه.

د ایران حکومت ټینګار کوي چې امیني سره د پولیسو په ولکه کې ناوړه چلند نه دی شوی، خو د هغې کورنۍ وايي چې د هغې پر بدن د ټپونو او د وهلو نورې نخښې لیدل شوي وې .

په امریکا کې د بشري حقونو د څار ډله HRANA په وینا، د سپټمبر په 17مه ایران کې دپیل شوؤ مظاهرو راپدیخوا لږ تر لږه 233 مظاهره کوونکي وژل شوي دي.

دغې ډلې ویلي چې په وژل شویو کې 32 کسان له 18 کلونو کم عمرونه لري. مخکې په اوسلو کې موقعیت لرونکي د ایران د بشري حقونو سازمان اټکل کړی و چې 201 کسان وژل شوي دي.

ایراني چارواکو د شواهدو له وړاندې کولو پرته دغه ناکراري د غربي سازش په توګه رد کړې ده.

دښځو اؤ محصلینو ترڅنګ دایراني ټولنې نورې برخې چې د تیلو کارګران هم پکې شامل دي په دې احتجاجي تحریک کې شامل شوي.

د وي او ای د رپورټ له مخې دا احتجاجي تحریک لږ تر لږه 19 ښارونو ته خور شوی دی.

دشنبې په ورځ سوداګریز اعتصابونه د کرد سیمې په مهمو ښارونو کې بیا پیل شوي دي،

حکومت دې احتجاجونو ته سخت ځواب ویلی دی، د فعالینو او لاریون کوونکو تنظیموونکي یې نیولي، داحتجاج کوونکو په ملاتړ د غږ پورته کوونکو ایراني شخصیتونو غندنه یې کړې ده، اؤ حتی د دوی پاسپورټونه یې ضبط کړيدي.

ایراني ځواکونو داحتجاج کوونکو د منتشر کولو لپاره اوښکی بهونکی ګیس اؤ دغږ بمونه هم کارولي دي چې د رپورټونو له مخې دخلکو د مرګ ژوبلې سوب ګرځيدلي دي.

په یوه ویډیو کې چې د شنبې په ورځ په پراخه کچه خپره شوې، د بسیج په نامه د نیم پوځي رضاکارانو ډله لیدل کیږي چې د ایران په شمال کې په ګوهردشت کې د لاریون په ترڅ کې یوه ښځه په زوره په موټر کې کښېنوي او په هوا کې ډزې کوي.

په پراخه توګه د انټرنېټ بندیدو هم د مظاهره کوونکو لپاره له بهرنۍ نړۍ سره اړیکه ستونزمنه کړې ده،

په عین حال کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وایي ایراني چارواکو د ناکراریو له پیل راهیسې لږترلږه 40 خبریالان توقیف کړي دي.