ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


شهباز شريف: زراعت ته د سېلابونو د نقصان له امله به پاکستان د بهر نه خوراکي توکي راغواړي

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د خوراک په نړيواله ورځ د ټولنیزو رسنيو د لارې ويلي، سېلابونو په پاکستان کې په لکونو اېکړه ځمکو ولاړ فصلونه تباه کړي او پاکستان چې زرعي ملک دی دا تاوان به یې دې اړ کړي چې د بهر هېوادونو څخه به خوراکي توکي راغواړي.

17.10.2022 ډیوه

ځینې افغان مېرمنې: ملګري ملتونه دې د ښځو د حقونو نقض ته جدي پام وکړي

یو شمېر افغان نجونې او ښځې له ملګرو ملتونو غواړي، چې په افغانستان د ښځو د حقونو نقض ته جدي پام وکړي او ښوونځیو ته د نجونو د تلو لپاره زمینه برابره کړي. زرګونه افغان نجونې له دې ډول برخلیک سره مخ دي او تمه لري، که د تعلیمي کال وروستۍ میاشتو کې هم وشي، اجازه ورکړل شي، چې ښوونځیو ته ولاړې شي. د کابل اوسېدونکې او د دوولسم ټولګي زده‌کوونکې چې اوس پرې طالبانو ښوونځی بند کړی او نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم راپور کې یاد شي، له نړیوالې ټولنې غواړي چې له هرې لارې کېږي، طالبان دې اړ کړي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانېزي. هغې وویل: "سږ کال مې وروستی کال و او هیله‌منده وم چې شهادت‌نامه واخلم او پوهنتون ته ولاړه شم. له بده مرغه اوس په کور یم او د زده‌کړو او ښوونځي ته د تلو اجازه نه راکول کېږي. زما غوښتنه دا ده چې په طالبانو فشار راوړل شي چې موږ زده‌کړو ته پرېږدي او هغه هیله او هدف چې لرو ورته ورسېږو." په ورته وخت کېې یوه مېرمن چې دا هم نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، چې مخکې یې د افغانستان په عدلي او قضايي اداره کې کار کاوه خو میاشتې وړاندې طالبانو له دندې لېرې کړه او اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده. نوموړې وايي: "په ډېرو سختیو کې مې پوهنتون ولوست. حقوقو کې مې لیسانس وکړ، خو له بده مرغه اوس په کور کې بې‌برخلیکه ناسته یم او اقتصادي وضعیت مې ډېر خراب دی." دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ ناوخته د یووالي او پیوستون ګروپ یو شمېر غړو هم د کابل په یوه سرپټي ځای کې سره را ټولې شوې او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو نقض ته جدي پام وکړي او دې ته لاره برابره کړي چې ښځې بېرته خپلو دندو ته ولاړې شي. دا نجونې او ښځې چې وړاندې یې په بېلابېلو دولتي ادارو کې کار کاوه، وړاندې هم څو ځله سړکونو او واټونو ته په راوتو خپلې غوښتنې مطرح کړي دي. خو د یادونې ده، چې وړمه ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ نوې مشرې روزا اوتنبایوا د طالبانو د رییس الوزرا له مرستیالانو عبدالکبیر او عبدالسلام حنفي سره کتنه کې له دوی غوښتي چې نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي او ښځو ته اجازه ورکړي په کار کولو سره د خپل هېواد په بیا رغونه کې ونډه واخلي. هاخوا تمه ده چې د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغان ښځو زده‌کړو، کار او ازادۍ په اړه ځانګړی بحث وکړي. د امنیت شورا په دې غونډه کې به د ۹۲ هېوادونو څخه د ۴۸۱ نړیوالو بنسټونو استازي ګډون وکړي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد د دې سازمان د ښځو څانګې اجراییه رییسه سیما باهوس او د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو برخې مسووله هیدر بار به د دې غونډې له مهمو ویناوالو وي. هیدر بار ازادي راډیو ته یوه رالېږلي پیغام کې ویلي، د سږني کال د بحث ډېر موضوعات به د افغان ښځو په وضعیت وي، چې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو ته د افغان ښځو د وضعیت په اړه معلومات ورکړل شي او د ستونزو په اړه یې یوه حل لاره پیدا کړل شي.

17.10.2022 ازادي راډیو

پښتون ژغورنې غورځنګ: د افغانستان سره په پوله انګور کې په احتجاج کوونکو ډزې شوي

پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] دعوه کړې د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې جنوبي وزیرستان کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دسوداګرۍ په مهمه پوله انګور اډه په احتجاج کوونکو ډزې شوي او تور يې لګولی ډزې پوځ کړي چې پکې څو کسان ژوبل شوي دي، پوليس او انتظاميه پېښه تاييدوي خو وايي ډزې په خلکو نه دي شوي.

17.10.2022 ډیوه

افغانستان د کرکټ نړیوال جام په تمریني لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

افغانستان د شل اوریز کرکټ نړیوال جام په لومړنۍ تمریني لوبې کې نن دوشنبې اکتوبر ۱۷ (تلې ۲۵) بنګله دیش ته د ۶۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه. افغانستان ملي ټیم د پچې له ګټلو وروسته لومړی بیټینګ وکړ او بنګلدیش ته یې د ۱۶۱ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې بنګلدیش په ټاکل شویو شلو اوورنو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۹۸ منډې وکړې. د بنګله دیش هیڅ لوبغاړی ونه توانېد چې له ۱۶ زیاتې منډې وکړي. د افغانستان تېز توپ اچوونکي فضل حق فاروقي په درې اورونو کې یوازې نهه منډې ورکړې او د بنګله دیش درې لوبغاړي یې وسوځول. مجیب ځدران په درې اورونو کې یوازې پنځه منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځوه. محمد نبي عیسی خېل درې اورونه وکړل، ۱۱ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځوه. د توپ وهلو په برخه کې د افغانستان کپتان محمد نبي عیسی خېل وځلېد او په ۱۷ توپونو یې ۴۱ منډې وکړې. ابراهیم ځدران په ۳۹ توپونو ۴۶ منډې وکړي. د افغانستان پرانیستونکي توپ وهونکي رحمان الله ګربز له ۲۷ منډو او حضرت الله ځاځی له ۱۵ منډو کولو وروسته وسوځېدل. د بنګلدیش توپ اچوونکي تسکین احمد په څلورو اورونو کې ۳۰ منډې ورکړې او د افغانستان درې لوبغاړي یې وسوځول. حسن محمود او شکیب الحسن هم د افغانستان دوه، دوه لوبغاړي وسوځول. افغانستان دوهمه تمریني سیالي د چهارشنبې په ورځ د پاکستان سره ده. افغانستان به ددې جام په الف ګروپ کې خپله لومړۍ سیالي د اکتوبر په ۲۲مه د انګلستان سره، د اکتوبر په ۲۶مه د نیوزيلنډ سره، د اکتوبر په ۲۸مه د غوراوي سیاليو نه راغلي دویم ټیم سره، د نومبر په لومړۍ نیټه دغوراوي سیالیو نه راغلي لومړي ټیم سره او د ګروپ وروستۍ سیالي به د کوربه ټیم اسټرالیا سره د نومبر په څلورمه نېټه ترسره کوي.

17.10.2022 امریکا غږ

د عمران خان عبوري ضمانت تر31 اکتوبر پورې غځول شوی

په ممنوعه فنډنګ مقدمه کې د مخکني وزيراعظم او پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان عبوري ضمانت تر 31 اکتوبر پورې غځول شوی دی.

17.10.2022 ډیوه

د اوکراین په سرښار د ډرون حملې شوي

د کییف مېیر یا ښار وال ويټالي کلېچکو وویل په ډرون حملو کې د کییف مرکزي برخه هم په هدف شوي ده. د ښار دغه برخه تېره هفته د روس په مزایل حملو کې هم وېشتل شوي وه

17.10.2022 ډیوه

اسحاق ډار: د سياست په ځای مو رياست بچ کړی

د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار د ملک د معاشي تباهۍ زمه واري د عمران خان په تېر حکومت ور اچولې او ويلي يې دي په هاغو حالاتو کې مخالفه ګوندونو له په سياست او رياست کې يو بچ کول وو، رياست يې بچ کړو او اوس د هغې قيمت ورکوي.

17.10.2022 ډیوه

د سوات قومي جرګې غړی: که ترهګر تللي وي ښه خبره ده خو قوم اوس هم خطره محسوسوي

د سوات د قومي جرګې غړی وايي، د سوات په مټه تحصيل کې چې پوليسو د ترهګرو پرضد د کومو عملياتو/ اپرېشن دعوه کړې په دغو عملياتو کې د شپونکيانو ځايونه وران کړی شوي دي. خو د سوات پوليسو ويلي په مټه تحصيل کې يې عمليات کړي او علاقه یې د ترهګرو نه پاکه کړې ده.

17.10.2022 ډیوه

د افغانستان پاسپورت یو ځل بیا د نړۍ کم اعتباره پاسپورت وګڼل شو

پاسپورت ایالات متحده امریکا یک‌جا با پاسپورت‌های بلجیم، سویس، ناوری و زیلاند جدید با آمار سفر بدون ویزای اولیه به ۱۸۶ کشور جهان، در ردۀ هفتم این فهرست قرار گرفته است.

17.10.2022 امریکا غږ

ملګري ملتونه: شاوخوا ۲۰میلیون افغانان د خوړو له بحراني او بېړني حالت سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وايي، د روان میلادي کال تر نومبر میاشتې پوري به په افغانستان کې نژدې ۲۰ میلیون کسان د خوړو له بحراني او بېړني حالت سره مخ شي.

17.10.2022 امریکا غږ

بلوچستان: سي ټي ډي په مستونګ کې د داعش د کمانډر سره د پينځه ترهګرو د وژلو دعوه کړې

د پاکستان د بلوچستان صوبې د ترهګرۍ ضد پوليسو سي ټي ډي دعوه کړې چې د اتوار/ يکشنبې په ماښام يې د بلوچستان په مستونګ سيمه کې په عملياتو کې پينځه ترهګر وژلي چې پکې یو د داعش ډلې کمانډر هم شامل دی.

17.10.2022 ډیوه

بلوچستان: پولیس په مستونګ کې د داعش د کمانډر په شمول د پينځو مشکوکو ترهګرو د وژلو دعوه کړې

د پاکستان د بلوچستان صوبې د ترهګرۍ ضد پوليسو سي ټي ډي دعوه کړې چې د اتوار/ يکشنبې په ماښام يې د بلوچستان په مستونګ سيمه کې په عملياتو کې پينځه ترهګر وژلي چې پکې یو د داعش ډلې کمانډر هم شامل دی.

17.10.2022 ډیوه

د افغان ښځو په تړاو د ملګرو ملتونو بحثونه څومره مهم دي؟

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا همدا اوونۍ د افغانستان د ښځو د وضعیت په تړاو ازاد بحثونه ترسره کړي. دا بحثونه څومره مهم دي او ایا د افغان ښځو د وضعیت له ښه کېدو سره به مرسته وکړي؟ همدا پوښتنه د یوې مرکې په پيل کې  اسداله لودین د ولسي جرګې له پخوانۍ غړې او د ښځو له فعالې شینکۍ کړوخېل څخه کړې ده. د اغلې شينکۍ کړوخېل مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

17.10.2022 ازادي راډیو

پاکستان: ضمني انتخاباتو کې زیاتې څوکۍ عمران خان ګټلي، اېمل ولي: جعلي ووټونه اچول شوي

د غېرسرکاري او غېر ختمي نتيجو ترمخه په اته و کې په شپږو حلقو د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشراو مخکنی وزیراعظم عمران خان کامياب شوی دی. د عوامي نيشنل ګوند اېمل ولي خان چې د چارسدې نه یې د عمران خان سره مقابله وه، تور يې لګولی په انتخاباتو کې د خېبرپښتونخوا سرکاري مشينري کارول شوې ده.

17.10.2022 ډیوه

د تیلو د تولید د کموالي پر سر د امریکا او سعودي جنجال

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د سعودي عربستان لپاره د هغې پریکړې له کبله د عواقبو ژمنه کړې چې د تیلو صادروونکو هېوادونو (اوپېک پلس) د مشر په توګه یې د تېلو تولید کم کړي.

17.10.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more