شاته

بلوچستان: پولیس په مستونګ کې د داعش د کمانډر په شمول د پينځو مشکوکو ترهګرو د وژلو دعوه کړې

د پاکستان د بلوچستان صوبې د ترهګرۍ ضد پوليسو سي ټي ډي دعوه کړې چې د اتوار/ يکشنبې په ماښام يې د بلوچستان په مستونګ سيمه کې په عملياتو کې پينځه ترهګر وژلي چې پکې یو د داعش ډلې کمانډر هم شامل دی.

سي ټي ډي ویلي چې پولسيو او د نورو امنيتي ادارو عسکرو په ګډه له کوټۍ سره نزدې پرته د مستونګ ضلعې په سلپنجي سيمه کې د ترهګرو پر پټنځايونو چاپه وهلې چې پر دې مهال له وسلوالو سره نښته وشوه او د وسلوالو په ډزو د پوليسو دوه عسکر هم ټپي شوي دي.

سي ټي ډي ويلي، وژل شوو ترهګرو په شيعه زيارت کوونکو او امنيتي ځواکونو د بريدونو پلان درلود.

د سي ټي ډي يوه لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وي او اې ډيوه ته وويل، دغه عمليات د داعش د يو مهم کمانډر نياز محمد حسني د شتون په اړه د معلوماتو پر اساس ترسره شوي دي.

هغه دعوه کړې په لومړيو پلټنو کې ورته معلومه شوې چې نیاز محمد حسني له څلورو ملګرو سره وژل شوی دی او و د هغوی له پټن ځای څخه يې زياته وسله هم ترلاسه کړې ده.

چارواکی دعوه کوي چې وژل شويو وسله والو په بمي چاودنو او د انسان تښتونو په پيښو کې لاس درلود.

د ياد چارواکي په وينا د وژل شوو جسدونه به د شناخت او نادرا تصدیق لپاره د کوټې و سيول روغتون ته لېږي.

دوې ورځې وړاندې د مستونګ په هم دې سيمه کې د سړک غاړې ماين چاودنه کې اتهه ځايي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، د دې پېښې زمه واري پر ټولنيزو رسنيو داعش ډلې منلې وه.

د بلوچستان وزير اعلا مير عبدالقدوس بزنجو له لوري په جاري کړل شوي بيان ويل شوي چې وزير اعلا د سي ټي ډي پوليسو د عملياتو ستاينه کړې او امنيتي ځواکونه په کاميابۍ سره د ترهګرو مقابله کوي.

بلخوا د بلوچستان په قلات سيمه کې هم دوو چاودنو خبر ورکول شوی دی خو د رپورټ د جوړولو تر وخته د مرګ ژوبلې په اړه نور معلومات مخې ته ندي راغلي.

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې وخت په وخت په امنيتي ځواکونو د بريدونو خبرونه مخې ته راځي چې پکې د زیاترو بريدودنو زمه وارۍ بلوڅ بېلتون غوښتونکي ډلې مني.

په وروستيو کې د بلوچستان پوليسو د ګواښ په خبر/يا تهرېټ الرټ اعلاميه جاري کړې چې پکې د شمالي بلوچستان په ژوب، قلعه سيف الله، لورالايي او زيارت سيمو کې د ناامنۍ د پېښو کېدو ويره څرګنده کړی شوې ده.

د پوليسو له لوري يادو ضلعو ته په لېږل شوي نوټيفکېشن کې ويل شوي "د تحريک طالبان پاکستان/بلوچستان د ژوب ولايت د نايب امير فتح خان عرف صلاح الدين په مشرۍ کې ډله تشکېل شوې او غواړي چې په يادو ضلو کې ترهګريز بريدونه وکړي، د برید هدف نامعلوم ياد کړی شوی دی".

ياد تهرېټ په داسې حال کې جاري شوي چې په خېبرپښتونخوا صوبه کې په وروستيو کې د بدامنۍ پېښې کېدل سېوا شوي او د زياتو پېښو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان منلي دي.

خو ورسره بيا د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو سيمو کې د بدامنۍ په ضد او امن غوښتنې دپاره په غټه کچه احتجاجي مظاهرې هم شوي دي.

[په دې خبر کې ځينې معلومات د ډیوه خبريال فضل عزيز شريک کړي دي].

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.