شاته

پښتون ژغورنې غورځنګ: د افغانستان سره په پوله انګور کې په احتجاج کوونکو ډزې شوي

پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] ویلي د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې جنوبي وزیرستان کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دسوداګرۍ په مهمه پوله انګور اډه کې په احتجاج کوونکو ډزې شوي دي.

پي تي اېم دعوه کړې چې دغه ډزې پوځ کړي او ځینې کسان پکې ژوبل شوي دي. پوليس او انتظاميه پېښه تاييدوي خو وايي ډزې په خلکو نه دي شوي.

د جنوبي وزیرستان د پولیسو ضلعي مشر یا د ډي‌ پي د دفتر چارواکو ډیوه سره خبرو کې وویل د علاقې پولیس افسران په فوري توګه انګور اډې ته رسېدلي او د پېښې نورجذيات یې لا نه دي تر لاسه کړي.

پولیس چارواکو زیاته کړه تیره ورځ د علاقې خلکو او سوداګرو احتجاجي پرلت پېل کړی او د پاکستان او افغانستان ترمنځ صفري نقطه یې د هر قسمه تګ راتګ د پاره د احتجاج په توګه بنده کړې وه.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين دعوه کړې په احتجاج کوونکو پوځ مخامخ ډزې کړي او شپږ تنه پکې ژوبل شوي دي.

پوځ تراوسه په دغه اړوند په خپله څه نه دي ويلي خو پوليس او انتظاميه وايي دوی ته چې کوم معلومات ترلاسه شوي هوايي ډزې د احتجاج کوونکو په شا کولو او لارې پرانستلو دپاره شوي څوک په ډزو نه دي لګيدلي. انتظاميه مني چې په اړي کړي او د ګټو په ګوزارونو کې يو تن ژوبل شوی دی.

انګور اډه د جنوبي وزیرستان مرکز واڼه نه د 55 کلو میټره په فاصله د افغان پولې سره جوخته سیمه ده او دغلته په پوله دواړو غاړو ته مېشت خلک په خپلو کې راشه درشه او خپلوۍ لري غم ښادۍ او تګ راتګ کوي. دغه سيمه تر اوسه د ټیليفون یا موبایل اسانتیا نه لري او د میډیا رسد نه کیږي.

د سیمې نه خبریالانو او ځایي خلکو وي او ای ډیوه ته وویل تیره ورځ د علاقې خلکو د انګور اډې لار د احتجاج په توګه بنده کړې وه او غوښتنه یې کوله چې په پوله دې د عامو خلکو تر څنګ کاروباري تګ راتګ ته دې د نورو سرحدي لارو په څېر پراختیا او په سیمه کې دې د موبایل او انټرنیټ اسانتياوې ورکړل شي.

د ځايي خلکو په وېنا د احتجاج دپاره خېمې لګول شوي او په سړک کې خنډانونه اچول شوي وو.

په یوه ویډیو کې د علاقې یو تن ډاکټر محب وایي د دوی پرامن احتجاج وو او په دوی د پاکستان پوځ ډزې کړي دي.

په واڼه کې یو انتظامي چارواکي د نوم نه نه څرګندولو په شرط وویل تیره ورځ احتجاج کوونکو د امنیتي ځواکونو په قافله د کاڼو یا ګټو ګوزارونه کړي او امینتي ځواکونو یواځې د خلکو د خورولو په موخه هوایي ډزې کړي دي.

هغه وویل د امنیتي ځواکونو نه یې مالومات ترلاسه کړي او امنیتي چارواکو ورته ویلي چې په ډزو کې چاته زیان نه دی اوښتی خو د ډزو وروسته جوړ شوي الغاو تلغاو کې یو کس ټپي شوی او هغه تن امنتي ځواکونو د درملنې د پاره پېښور کې پوځي روغتون ته وړل شوی دی.

د هغه په وینا دغه سیمه د ضلعې مرکز څخه لرې پرته ده او د انټرنیټ روانولو د پاره دوکاندارانو ته وایفایي او کاروباریانو د پاره د بېنک اسانتیاوې ځایې کړل شوي دي.

هغه وویل د واڼه انتظامیه او پولیسو مشران د پېښې جاج اخستو او د احتجاج کوونکو سره د خبرو دپاره انګور اډې ته رسېدلي خو د هغوی سره رابطه د نه کېدو له امله نور مالومات یې نه دي تر لاسه کړي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.