د خېبرپښتونخوا او کراچۍ سي ټي ډي د څلورو ترهګرو د وژلو دعوه کړې
د خېبرپښتونخوا او پاکستان د غټ اقتصادي ښار کراچۍ سي ټي ډي پوليسو دعوه کړې چې څلور ترهګر يې وژلي دي، د کراچۍ سي ټي ډي ويلي د دوه وژل شوو ترهګرو تعلق د داعش سره وو.
کرکټ: انګلېنډ په اوومه سيالۍ کې پاکستان ته ماتې ورکړې، سیريز يې ګټلی
د پاکستان او انګلېنډ کرکټ لوبډلو ترمنځ د اووه شل اووريزو [ټي ټوينټي] سیاليو په اخرۍ اوومه لوبه کې انګلېنډ، پاکستانۍ لوبډلې ته په 67 رنزونو ماتې ورکړې او سيريز يې ګټلی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لاتیني امریکا ته ځي
ټاکل شوې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین دوشنبه اکټوبر ۳ (تلې۱۱) لاتیني امریکا ته ولاړ شي چې د سیمې هیوادونو ته د واشنګټن ژمنتیا تازه کړي او د دریو هیوادنو د نویو مشرانو سره وګوري چې د کین اړخ نظر لري.
د شي جنپنګ د صدارت په دوران کې د چین په اړه د نړېوالو نظریات منفي شوي دي - پیو تحقیقاتي اداره
واشنګټن - په داسې حال کې چې د چین صدر شي جنپنګ په دې اکټوبر میاشت کې د کمونېسټ پارټۍ په ناسته کې د درېیمې دورې صدارت منلو ته ځان آماده کوي، د نړۍ په کچه د عامه نظرپوښتنو یوه نوې څېړنه ښيي چې د شي جنپنګ د صدارت پر مهال، په امریکا او نورو پرمختللو هېوادونو کې د هغه په اړه مثبت نظرونه څومره کم شوي دي. د پیو تحقیقاتې ادارې په یو رپوټ کې راغلي، په دې وروستیو کلونو کې پس د هغه چې بجېنګ د کروناوایرس وبا په قابو کولو کې ناکام شو، د چین د صدر په باب نړېوال نظریات نور هم مخ په منفي کېدو ولاړل. شي جنپنګ په کال ۲۰۱۲ کې په داسې یو وخت کې د چین صدر وټاکل شو چې د چین په هکله نړېوال عامه نظر نسبتآ ثابت و. بیا په ۲۰۱۷ کې نظر پوښتنو دا وښوده چې د چین په باب نظریات مخ په خرابېدو شول. بیا د ۲۰۱۹ نه تر ۲۰۲۰ پورې په دې نظریاتو کې ډېر زیات منفي اړخ ولېدل شو. څېړونکي د دې بدلون وجه، د چین د پوځي طاقت او د بشري حقونو د مسئلو په اړه اندېښنې په ګوته کوي. د پیو تحقیقاتي سنټر یوه مشره څېړونکې او د یاد رپوټ لیکوالې لورا سېلور، د وي او اې چینایي څانګې سره مرکه کې وویل: «په هغو ځایونو کې چې خلک په خاص ډول پخپلو داخلي سیاستونو کې د چین د مداخلت په اړه فکرمندي لري، یا د چین ګاونډیان، چې د چین د پوځ له اړخه په خاصه توګه اندېښمن دي، او یا هغه ځایونو کې چې د بشري حقونو په اړه د چین په نظریاتو اندېښنه لري، هلته کې د چین په باب ډېر منفي نظریات شته.» د شي جنپنګ د قیادت په اړه نظريات داسې طمع ده چې د اکټوبر په شپاړسمه نېټه به په بجېنګ کې د چین د کمونېسټ ګوند په کانګرس کې نهه شپېته کلن شي جنپنګ یو ځل بیا د چین د صدر عهدې ته وټاکل شي. په واشنګټن کې د پیو په نوم تحقیقاتي مرکز ترمخه، د شي جنپنګ په اړه منفي نظریات په ۲۰۱۴ کې، یو کال پس د هغه چې د صدارت عهدې ته ورسېد، پیل شول او دا منفي نظریات ورځ تر بلې زیات شوي دي. د شي جنپنګ د عهدېدارې په وخت کې یو شمېر غټې مسئلې راپیدا شوې، لکه د چین په جنوبي سمندر کې د چین د پوځي طاقت غځېدل، په هانګ کانګ کې د جمهوریت پلوه مظاهرو ټکول کېدل، د یغورو مسلمانانو د بشري حقونو پامالي، او د شي جنپنګ په خصوصي اختیار کې ورځ تر بلې اضافه راتلل. تر ۲۰۲۲ کاله پورې چې د پیو تحقیقاتي مرکز د دوو نه بغیر د نړۍ نورو پرمختللو ملکونو کې نظرپوښتنه وکړه، نو اکثر خلک هلته د نړېوالو مسئلو په باب د صدر شي جنپنګ په تګلارې یقیني نه ښکارېدل. په اسټرېلیا، فرانس، سوېډن، او جاپان کې د نیمایي نه زیات خلک چې وپوښتل شول، نو په شي جنپنګ یې اعتماد نه درلود. مګر په ملېشیا او سېنګاپور کې د شپېتو فیصدو نه زیاتو کسانو چې ورنه پوښتنه وشوه، نو ویل یې چې په شي جنپنګ اعتماد لري. د پیو تحقیقاتي مرکز مشره څېړونکې لورا سېلور وایي چې د نړۍ د نورو مشرانو په باب چې دوی په نړېواله کچه پوښتنې کړي دي، نو شي جنپنګ نسبتآ ښه محبوبیت نلري. لورا سېلور زیاتوي: «کله چې مونږ په دې ځانګړې سروې کې د (امریکایي) صدر بایډن، (فرانسیسي) صدر مېکرون، او (جرمن) چانسلر شولټز په اړه خلک وپوښتل، نتیجه یې دا وه چې په هر ملک کې چې مونږ سروې وکړه، هلته د شي جنپنګ محبوبیت تر دغو درېیو مشرانو نه کم و. یوازېنی لیډر چې تر شي جنپنګ نه یې هم محبوبیت کم و، هغه [د روس صدر] پوټین و.» د کرونا عالمي وبا هم د دې سبب شوه چې د شي جنپنګ په اړه د خلکو اعتماد کم شي، ځکه چین د دې وبا په قابو کولو کې ګټور طریقه کار جوړ نکړ. که څه هم د چین اقتصاد وده کړې او په بهر ملکونو کې یې سرمایه کاري هم زیاته شوې ده، مګر د پیو تحقیقاتي اداره وایي چې په نړېواله کچه د چین منظر زیات مثبت شوی ندی. د مثال په توګه، په اسټرېلیا کې په ۲۰۲۰ کې، ۵۳ فیصده هغه کسان چې ورنه وپوښتل شول، چین یې د نړۍ یو له غالبو اقتصادي طاقتونو څخه ګڼلو. خو دا د چین د محبوبیت معنا نه ورکوي، ځکه سږکال نظرپوښتنه کې ښکاري چې شپږاتیا (۸۶) فیصده پوښتل شوي کسانو، چین ته په مثبت نظر نه لیدل. مګر په سروې کې دا هم ویل شوي چې د نظرپوښتونکو مقصد په عمومي توګه د چین مشرتابه یا حکومت و، نه د چین عام خلک. پیو تحقیقاتي مرکز د یو نظرلرونکي له قوله لیکلي: «خلک یې په عمومي توګه ښه دي، خو صدر شي [جنپنګ] ډېر زیات غواړي هرڅه کنټرول کړي، او په کار ده چې هغه دومره زیاته موده په واک اختیار کې پاته نشي.»
ترکیه وایي عراق کې یې ۲۳ کردي وسله وال وژلي
د ترکیې د دفاع وزرات وایي جنګي الوتکو یې په عراق کې دننه د کردي وسله والو مرکزونه ویشتلي او ۲۳ تنه یې وژلي دي.
هند له جنوبي افریقا د لوبو لړۍ وګټله او پاکستان په انګلستان وبایلله
د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې چې د شاوخوا ۱۷ کالونو وروسته د لومړي ځل لپاره پاکستان ته د لوبو لپاره تللې، د شلو شلو اورونو د اوو لوبو لړۍ یې ۴-۳ وګټله.
د ایران په روانو احتجاجونو کې تر اوسه نزدې 92 کسان وژل شوي
واشنګټن - د ایران د پارلېمان سپیکر د اتوار/یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د پولیسو په قید کې د ځوانې مهسا امیني د مرګ په حواله چې کوم احتجاجونه پیل شوي دي، ممکن ایران کې د عدم استحکام سبب شي. د پارلېمان سپیکر، محمد باقر قالیباف، احتجاج کوونکي، عامه نظم ته خطره وبلل او د امنیتي عسکرو یې وغوښتل چې دوی سره دې سخته رویه وکړي. قالیباف دعوه وکړه چې د اوسني احتجاج کوونکو مقصد د حکومت نسکوره کول دي. هغه د ایران د پارلېمان غړو ته ویلي: «د دې نه وړاندې چې کومې مظاهرې شوې وې، اهم ټکی یې دا و چې احتجاج کوونکو اصلاحات غوښتل، او د حکومت نسکوره کولو مقصد یې نه و.» په تېرو دوو هفتو کې زرګونه ایرانیان لارو کوڅو ته راووتل او د ایران د مشرانو په ضد یې نعره بازۍ وکړې. دا احتجاجونه پس د هغه پیل شول چې مذهبي پولیسو یوه دوه ویشت (۲۲) کلنه پېغله، مهسا امیني د بدحجابۍ په تور ونیوله او بیا هغه نجلۍ د پولیسو په حراست کې مړه شوه. داسې ویل کیږي چې مهسا امیني سره پولیسو تشدد کړی و او همدا یې د مرګ سبب وګرځېد. قهرجن احتجاج کوونکي د ښځو سره د حکومت په رویو، او په عمومي توګه د ایران د مذهبي آمریت په ضد راپاڅېدلي دي. د دوی په ملاتړ د ایران نه بهر هم پراخې مظاهرې شوي دي. ایران کې د سرکاري رسنیو او سوشل مېډیا رپوټونو په حواله، د اتوار/یکشنبې په ورځ د تهران په یوې لویې یونیورسېټۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالب علمانو ترمنځ نښتې شوي دي. د ایران د بشري حقونو تنظیم، چې مرکز یې په ناروې کې دی، په یو بیان کې ویلي چې په ټول ایران کې د وروستیو ناکراریو له امله د وژل شوو کسانو شمېر یو سل او دري دېرش (۱۳۳) ته رسېدلی چې په دې کې څه باندې څلوېښت (۴۰) تنه یې د سیستان-بلوچستان صوبې په مرکز زاهدان کې د تشدد په پېښو کې وژل شوي دي. بل اړخ ته د ایران سرکاري ټي وي د رپوټ ترمخه، له هغه وخت راهیسي چې د سپټمبر په اوولسمه (۱۷) مظاهرې شورو شوې، تر اوسه لږ تر لږه یو څلوېښت (۴۱) احتجاج کوونکي او پولیس وژل شوي دي. ایسوشیټډ پرس خبري ادارې د چارواکو د قوله ویلي چې حکومت د یو نیم زر (۱۵۰۰) نه زیات کسان ګرفتاره کړي هم دي. قالیباف د ایران د سپاه پاسداران (د ایران د انقلاب پوځي ډلې) یو پخوانی لوی کمانډر پاته شوی چې اوس د پارلېمان سپیکر دی او د ملک په اهمو چارو کې لوی کردار لري.
زیلنسکي وايي سرتیرو یې د لېمن ښار له روسانو بېرته ونیو
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زېلنسکي وايي، سرتیري یې توانېدلي دي چې د دونڅک په سیمه کې د لېمن ستراتیژیک ښار له روسي ځواکونو بیرته ونیسي.
په پاکستان کې ترهګریز بریدونه زیات شوي- راپور
د پاکستان د تاوتریخوالي او امنیت د مطالعاتو انستیتوت په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې په دغه هېواد کې په دې وروستیو کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
اوکراین د روس نه د لېمان سیمه بېرته ونیوله - کارپوهان وایي دا روس ته یو لوی شکست دی
واشنګټن - نېټو کې شامل د نهو یورپي ملکونو مشرانو د اتوار/یکشنبې په ورځ یو مشترک بیان جاري کړ او د امریکا په مشرۍ د نېټو پوځي ائتلاف کې یې د اوکراین د شاملېدو ملاتړ وکړ. هغو همدا شان د نېټو په ټولو دېرشو (۳۰) ملکونو غږ وکړ چې د اوکراین دپاره دې خپل پوځي امداد تېز کړي. تر دې وړاندې د جمعې په ورځ د اوکراین صدر ولوډیمیر زېلنسکي په یو ناڅاپي اقدام سره نېټو کې د خپل هېواد د فوري شامل کېدو دپاره درخواست ورکړ، ځکه روس د اوکراین څلور علاقې د خپل ملک برخې اعلانې کړې. نېټو کې د شاملېدو دپاره د دې تنظیم د ټولو دېرشو غړو منظوري ضروري ده، او داسې نه ښکاري چې اوکراین دې دومره ژر د نېټو غړی شي. دا چې اوکراین اوس دستي په جنګ کې ښکېل دی، نېټو کې د شاملېدو پروسه یې ورته پېچلې کوي. په مرکزي او ختیځې اروپا کې د نېټو نهه غړي ملکونه دا ېره لري چې که د روس مخه په اوکراین کې ونه نیولی شي، نو کیدای شي چې روس به د اوکراین نه پس، په دوی حمله وکړي. د چېک، ایسټونیا، لاټویا، لېتوانیا، شمالي مقدونیه، مونتينېګرو، پولېنډ، رومانیا، او سلوواکیا مشرانو پخپل مشترک بیان کې د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل: «مونږ د روس د یرغل په وړاندې د اوکراین د دفاع ملاتړ کوو، او دا مطالبه لرو چې (روس) په فوري توګه د ټولو اشغال شویو علاقو نه شاته ولاړ شي، او ټول اتحادیان دې ته تشویقوو چې اوکراین ته پخپل پوځي امداد کې د پام وړ اضافه راولي.» د اوکراین پوځي پرمختګ اوکراین د اتوار/یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د دوی پوځیانو د هېواد په ختیځ کې لېمان ښار چې د لاجسټیکس له اړخه اهم ګڼل کیږي، بېرته په بشپړه توګه د روسانو نه نیولی دی. لېمان د هغې علاقې برخه ده چې د روس صدر ولاډیمیر پوټین تېره هفته په غیرقانوني توګه د روس د خاورې برخه اعلانه کړې ده. د اوکراین صدر ولوډیمیر زېلنسکي د خپل ټېلګرام چېنل د لارې په یو لنډ ویډیويي پیغام کې اعلان وکړ چې، "لېمان په بشپړه توګه صاف شو." روس د لېمان په اړه د اتوار په ورځ څه نه دي ویلي، خو د خالي/شنبې په ورځ یې وویل چې عسکر یې د هغې سیمې نه وځي، ځکه دا ېره ورسره شته چې د اوکراین پوځیان به دوی محاصره کړي. روس په مئې میاشت کې لېمان سیمه قبضه کړې وه او د هغه وخت راهیسي یې د ډونېټسک سیمې په شمال کې د خپلو پوځي عملیاتو دپاره نقل و حمل او لاجسټېکس ټول د همدې سیمې نه کول. د لېمان سیمې د لاسه ورکول، روس ته په دې وروستیو کې د اوکرایني ځواکونو په وړاندې د جنګ په میدان کې یو لوی شکست ګڼل کیږي. د امریکا د سي آی اې استخباراتي ادارې یو پخوانی مشر ډېوېډ پټرېئس د اې بي سي ټلوېژن سره مرکه کې ویلي چې پوټین به د جنګ په میدان کې نورې ماتې هم وخوري او لویه پوښتنه دا ده چې د روس عسکرو غټې ډلې به څه وخت جوپه جوپه تسلیم شي. د پټرېئس په وینا، دا چې پوټین په اوکراین باندې د اېټمي وسلې د استعمال دړکه ورکړې ده، دا دړکه به هم د دوی د ماتې مخه ونشي نیولی.
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
د اشنا تلویزیون د یکشنبې خپرونه
د اشنا تلویزیون په خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.
د نړۍ د فوټبال د لوبغالو لویې غمیزې
د اندونیزیا د فوټبال د کورنیو سیالیو په ترڅ کې د شنبې په ورځ ناوخته په ستدیوم کې د ټیل ماټیل په نتیجه کې دننه په لوبغالي او په روغتونونو کې د سیالو ډلو شاوخوا ۱۷۴ تنه نندارچیان او مینه وال ووژل شول.