ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د دنیا پر بام افغان لږکي قرغیزان؛ چې د نسل ختمېدو وېره یې شته

قرغیزیان د افغانستان له لږکیو قومونو دي، چې د هېواد شمال ختیځ وروستۍ برخې له سمندره په څه باندې څلور زره متره لوړه سیمه د پامیر غرونو په لمن کې اوسېږي.

14.11.2017 BBC

ایران کې له زلزلې وروسته زرګونه کسان سرپناه لټوي

بي بي سي ته ویل شوي، چې په ایران کې زورورې زلزلې شاوخوا ۱۲۰۰۰ کورونه ویجاړ کړي او زرګونه کسان له کورونو بهر په سړه هوا کې پاتې دي. یوې خبري رسنۍ ویلي، ۷۰۰۰۰ خلک سرپناګانو ته اړتیا لري، ملګرو ملتونو ویلي، که له دوی مرسته وغوښتله شي، بېړنۍ مرستې ته چمتو دي.

14.11.2017 BBC

"امریکا په افغانستان کې د نشه يي توکو یوه بله جګړه بایلي"

امریکا په افغانستان کې د نشه يي توکو یوه بله جګړه بایلي، دا د پاکستانۍ ورځپاڼې د نیشن د یوه مطلب سرلیک دی او لیکي، له نهه میاشتني نامعلوم حالت، ګډوډۍ او ټویټونو وروسته سپینې ماڼې په څرګنده وویل چې امریکا به د جګړې په خاطر په افغانستان کې پاتې وي او ټینګار کوي چې دا جګړه به ګټي.

14.11.2017 BBC

یوټیوب ولې د سخت دریځي دعوتګر وېډیوګانې لرې کړې؟

یوټیوب د اسلامي سخت دريځي دعوتګر انورالعولقي نژدې پنځوس زره وېډيوګانې لیرې کړې دي. العولقي د ۲۰۱۱ کال په سپټمبر میاشت کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه بريد کې په یمن کې ووژل شو.

14.11.2017 BBC

بیشکیک کې د افغان محصلینو بایسکل ځغلونې کمپاین

د قرغیزستان پلازمېنه بیشکیک کې د منځنۍ اسیا د امریکايي پوهنتون محصلینو د نړیوال تابعیت د بنسټ په نوښت ځینو افغان محصلینو د ککړې هوا د مخنیوي په پار د بایسکل ځغلونې کمپاین پیل کړی.

14.11.2017 BBC

د وسلوالو په برید کې" ۲۲ افغان سرتېري وژل شوي او ۱۵"ټپیان دي

وسلوالو طالبانو تېره شپه د هلمند او کندهار تر منځ د ژړۍ او میوند ولسوالیو د امنیتي کمربند پر پنځلسو پوستو ډلیز بریدونه کړي دي. دغه جګړه د شپې اته بجې پيل او تر دوو بجو پورې روانه وه. افغان چارواکي وايي، په دې شپږ ساعته جګړه کې ۴۵ وسلوال هم وژل شوي دي.

14.11.2017 BBC

د افغانستان په اړه د سیمه ییزې همکارۍ کانفرانس پیل شو

د افغانستان په اړه د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ (رکا) اووم کانفرانس نن(سې شنبه د نومبر ۱۴) د ترکمنستان په پلازمینه عشق اباد کې پيل شو. په دې کانفرانس کې د سیمې او نړۍ د ۴۴ هېوادونو او ۳۸ نړیوالو ټولنو استازو او چارواکو ګډون کړی دی.

14.11.2017 BBC

چین له امریکا په تر ټولو ځواکمن او چټک کمپیوټر کې مخکې شو

د نړۍ د ۵۰۰ تر ټولو چټکو کمپیوټرو په نوملړ کې تر ټولو ډېر ځواکمن کمپیوټر په چین کې دي او په دې برخه کې له امریکا مخکې دی. د یوې تازې شمېرې له مخې د نړۍ د ۵۰۰ تر ټولو چټک کمپیوټرو له ډلې په چین کې ۲۰۲ کمپیوټر دي.

14.11.2017 BBC

هوايي برید د سوریې یوه بازار کې له ۵۰ ډېر کسان ووژل

ویل کېږی د سوریې شمال کې د حکومت د مخالفو وسلوالو په واک کې ښار بمبار شوی او له امله یې ۵۳ کسان وژل شوي دي. په برتانیا کې د سوریې د انساني حقونو څارډله وايي، په دې برید کې ماشومان هم وژل شوي دي.

14.11.2017 BBC

د شوروي اتحاد د ستروالي څلور مهم ټکي

د نړۍ ټوله وچه ۱۴۹ ميليون کيلومتره مربع ده، په دې کې ۲۲،۴ ميليون کيومتره مربع يا اوومه برخه يې پخوانی شوروي اتحاد و.

13.11.2017 BBC

افغانستان کې د خبريالانو حال

په افغانستان او پاکستان کې خبریالان د بېلا بېلو غاړو له فشارونو سره مخامخ دي. دواړو هېوادونو کې ګڼ شمېر خبریالان وژل شوي، نیول شوي اوځورول شوي دي.

13.11.2017 BBC

واخان کې ژوند څنګه دی؟

د بدخشان ولایت واخان کې د افغانستان له نورو سیمو سره په توپير نجونې او هلکان له لومړي ټولګي نیولې تر دولسمه تر یوه چت لاندې زده کړه کوي.

13.11.2017 BBC

د کېلو ژغورنه

هر کال د نړۍ لروبر له سل ميليارډ ټنو ډېرې کېلې خوړل کېږي، خو تر ټولو مشهور ډول یې چې کوندېش يې بولي، د يوې ناروغۍ تر ګواښ لاندې دی.

13.11.2017 BBC

سربيا کې افغان او پاکستاني کډوالو کرېکټ ليګ جوړ کړی

ډېرو ټولنو کې لوبې او سپورټ د خلکو ترمنځ تړاو جوړوي. سربيا کې هم همداسې کيسه ده، چې د پنا غوښتونکو يو مرکز اوسېدونکو په کې د کرېکېټ خپل ليګ جوړ کړی دی.

13.11.2017 BBC

ايران او عراق کې زلزلې درنه مرګ ژوبله اړولې

ايران کې يوې زلزلې شاوخوا درې نيم سوه کسان وژلي، او زرګونه نور يې ټپيان کړي دي.عراق کې هم شپږ تنه وژل شوي دي.

13.11.2017 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more