"خسرگنۍ مې غوښتل د فحاشۍ له لارې پيسې وگټم"
شل کلنه ليمه په بدل واده شوه، د لاس نکريزو يې لا رنگ نه و پيکه کړى چې بدمرغي يې پيل شوه. د خسر گنۍ ظلمونه يې تېرول خو داسې غوښتنې ورنه وشوې چې ورته د منلو نه وې.
طالبانو باجوړ کې پاکستاني پوځيان وژلي
د پاکستان پوځ وايي، د دوشنبې په ورځ وسلوالو ډيورند کرښې ته ورڅېرمه د دوی پر ځواکونو برید وکړ او دوه سرتېري يې ووژل. د پاکستاني طالبانو په وينا دغه سرتيري يې هغه مهال وژلي چې پر ډيورند کرښې تار غځولو لپاره سيمې ته ورغلل.
نجونې ولې سپورت کې شاته پاتې کېږي؟
ګراسي راوي له بدني روزنې ویره لرله. دا وايي "ما پر ځان باور نه درلود او ځان سره به مې ویل چې زه یې نه شم کولای، زه به ولاړه وم، لیدل به مې او ځوریدم".
ایران او عراق کې زلزله
ایران او عراق کې زلزلې تر ۲۰۰ ډېر کسان وژلي او ۲۵۰۰ نور یې ټپیان کړي دي.
عرب ټولنه د ایران د "لاسوهنې" په هکله بېړنۍ ناسته کوي
سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د عرب ټولنې د غړو هېوادونو د بیړنۍ ناستې غوښتنه کړې. ډيپلوماټیکې سرچینې وايي، سعودي عربستان غواړي چې په دې غونډه کې د عربي هېوادونو په چارو کې د ایران پر لاسوهنه خبرې وشي.
"د افغان هوايي ځواک په پښو درېدلو ته اوږده لار په مخ کې ده"
نیویارک ټایمز ورځپاڼه د افغانستان د هوايي ځواک په اړه یو مطلب کې لیکي چې د امریکا له خوا د افغان هوايي ځواک په پښو درېدلو ته اوږده لار په مخ کې ده.
ایران کې زلزلې ۲۰۷ کسان ووژل او له ۲۵۰۰ ډېر یې ټپیان کړل
د ایران په لوېدیځ او د عراق په شمال ختبځو سیمو کې زلزلې یواځې د ایران په کرمانشاه ولایت او نورو سیمو کې ۲۰۷ کسان وژلي او د چارواکو په خبره له ۲۵۰۰ ډېر یې ټپیان کړي دي. د زلزلې کچه اووه عشاریه دوه ریختر درجې ښودل شوې چې کویت، ترکیه او اسراییل یې هم لړزولي دي.
د افغانستان ځنغوزيو حاصلات ډېر شوي
په افغانستان کې د ځنغوزیو کاروباریان وايي، سږ کال به یې له حاصلاتو نژدې ۱۰۰ میلیونه ډالره ترلاسه کړي. تېر کال دا کچه ۷۰ میلیونه ډالره وه.
د واخان ښکلا او بهرني سيلانيان
د افغانستان په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې واخان والسوالۍ په دغه هېواد کې یوه له تر ټولو باامنه سیمو بلل کېږي.
د شمالي کوریا له مشر سره د ټرمپ ناندری
ولسمشر ټرمپ د شمالي کوريا له مشر سره بيا سپکې سپورې تبادله کړې، چې د پيونګ يانګ اتومي وسلو پروګرام پر سر يې ډيپلوماټيکه ترينګلتيا بيا تازه کړې ده.
کوټه: د ترهګرۍ قرباني شوې مېرمنې
بلوچستان کې ترهګرو بريدونو د هزاره لږکيو زرګونه کسان وژلي دي. د دغې ټولنې پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښو سلګونه کورنۍ بې مېړو کړې، چې له امله یې ښځينه اړ شوې د روزۍ ګټلو لپاره مزدوريو ته ملاوې وتړي.
" که مسلمانې نه شئ په تېلو کې مو سوځوو"
۲۴ کلنه ناوومي ادامو د خپل ښوونځي په ټولګي کې ترټولومشره نجلۍ وه کله چې څه باندې ۲۰۰ زده کوونکې چې ډیری یې عیسویانې وې په ۲۰۱۴ کې د نایجریا په شمال ختیځ کې د سامبیزا ځنګله کې د بوکوحرام ډلې یوه پټنځي ته یوړل شوې. ناوومې اوس خپله کيسه کړې.
"افغانستان د پاکستان له اقتصادي اغېزه په وتو دى"
په وچه کې د راګېرافغانستان په اړه اوس د اسلام اباد ورځنى تصور د هغوی له رسنیو له ورایه په ډاګه کیږي. په پنجاب کې د سیاستوالو د ورځني بحث دويمه درجه توده موضوع د افغانستان د بهرنۍ او اقتصادي تګلارو بری دی، چې د پاکستاني شنونکو په باور یې وکولی شوای له پاکستان پرته نړۍ سره پخه او ډاډمنه راشه درشه پراخه کړي.
د خوشال خټک غږيز کتاب - ۷۴ مه برخه
د خوشال خټک شعرونه، د پښتو د دې ستر شاعر شعرونه په لومړي ځل په غږيزه بڼه خپرېږي. دا پروگرام هره جمعه د افغانستان په وخت د شپې په ١٠ بجو له بي بي سي پښتو راډيو اورېدل کېدای شي.
عراق کې د ۴۰۰ کسانو مړي موندل شوي
د عراق په حویجه ښار کې یو ډله ییز قبر موندل شوی چې لږ ترلږه د ۴۰۰ کسانو جسدونه په کې خښ کړای شوي دي. پر دې ښار تر تېرې میاشتې پورې داعش کنترول درلود.