"طالبان دا ثابتوي چې د افغان پولیسو پرتله په ښو وسایلو او وسلو سمبال دي"
نیویارک ټایمز ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي په افغانستان کې د جګړې په ډګر کې نوې خبره دا ده چې کوم طالبان د شپې په تیاره کې د لیدلو په خاطر روسۍ عینکې په سترګو کوي، امریکايي وسلې چې د نښې لپاره د لیزر رڼا لري او په ایران یا هم پاکستان کې جوړ لوی دربینونه کاروي لسګونه افغان پولیس یې وژلي دي.
د برتانیا لومړۍ وزیره روسیه په ټاکنو کې په لاسوهنه تورنوي
د برتانیا لومړۍ وزیرې په بې مخینې نیوکه کې روسیه په ټاکنو کې په لاسوهنه او سایبري جاسوسي تورنه کړه. تریزا مۍ د لندن ښاروالۍ مېلمستیا کې مهمو سوداګرو ته وینا کې وویل، د ویلادیمیر پوتین حکومت د ازادو ټولنو د کمزورولو هڅه کوي.
له پلاستیکو جوړې کښتۍ چاپیریال ساتلای شي؟
ایا له پلاستیکو جوړې بېړۍ د چاپیریال په پاک ساتلو کې مرسته کولی شئ
فوټبال: افغان لوبډله و نه توانېده اسیاجام سیالیو ته لار ومومي
افغان ملي لوبډله د ویتنام ملي لوبډلې خلاف د ویتنام پلازمېنې هنويي کې د لوبې ډګر ته ووته، خو دغه سیالي له کومې پایلې پرته پای ته ورسېده.
نوې سروې: افغانستان کې راتلونکي لپاره هيلې ډېرې شوي
د اسيا بنسټ سږني رپوټ کې راغلي چې پر ملي وحدت حکومت د خلکو باور کې څه د پاسه ٧ سلنه زياتوالى راغلى. سروې کې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ۱۰ زره کسان پوښتل شوي، چې نیمایي برخه یې ښځې دي.
ککړې هوا د هند رڼا ورځ تیاره کړې
دوړې، د هوا ککړتیا، د موټرو او فابریکو لوګي په دې وروستیو کې د هغې لړې سبب شوي چې د پاکستان او هند پر ډېرو ښارونو خپره ده او تیاره یې جوړه کړې ده.
رقه درې کاله وروسته د داعش له منګولو ووته
په سوریه کې، د امریکا په مشرۍ ځواکونو له داعشه رقه د هغو له واکمنۍ درې کاله وروسته ونیوله.
غلو د تونل له لارې بانک لوټ کړی
نامعلومو غلو له اته میاشتې کار وروسته تر ځمکه لاندې د یوه بانک ودانۍ ته اته متره لار ایستلې او د شپې تیاره کې یې بانک لوټ کړی دی.
د ملي دفاع وزارت څلور افسران په اعدام محکوم شوي
د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، د وژنو په تور یې څلورو تنو منصوبینو ته د دوسیو تر څېړنې وروسته د اعدام سزا ورکړ شوې ده. د دې تر څنګ سلګونه نور منصوبین د فساد، جعل او ټګۍ برګۍ په تور د بند په بېلابېلو مودو محکوم شوي دي.
"د ولسمشر ۱۴ تقنیني فرمانونه د اساسي قانون خلاف دي"
د افغان حقوقپوهانو ټولنې د ولسمشر اشرف غني ۱۴ تقنیني فرمانونه د اساسي قانون خلاف بللي. خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ورکړل شوي فرمانونه د بېړنیو موضوعاتو په اړه دي او دوی یې قانوني سپیناوي ته ځواب لري.
''وزیرستان کې پر موسیقۍ او اټن بندیز''
د سویلي وزیرستان مرکز واڼه کې داسې لیکونه وېشل شوي، چې په کې لیکل شوي د خوښۍ مراسمو کې به اتڼونه نه کېږي او ښځې به له محرم پرته د درملنې لپاره له کوره نه وځي.
ايټاليا د فوټبال له نړيوالې جامه پاتې شوه
ایټالیا د ۲۰۱۶ نړیوال کپ اتلولیو کې په تېرو ۶۰ کلونو کې د لومړی ځل لپاره له نړیوال جامه پاتې شوه. سویډن ایټالیا ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د پوهنې چارسمبالی وزیر له دندې ګوښه شو
د افغانستان د ولسمشر د یوه فرمان له مخې د پوهنې سرپرست وزیر اسدالله حنیف بلخي له دندې ګوښه کړل شوی او پرځای یې ددغه وزارت مرستیال محمد ابراهیم شینواری ټاکل شوی. یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، ولسمشر اشرف غني د ښاغلي بلخي له کار راضي نه و.
کرېکټ: افغان ۱۹ کلنو د اسیا اتلولۍ نیمه پایلوبې ته لار ومونده
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، مالیزیا کې د روان اسیايي جام سیالیو کې د ملي لوبډلې ۱۹ کلنو متحده عربي اماراتن ته په ۱۳۴ منډو ماتې ورکولو سره ددغو سیالیو نیمه پایلوبې ته لار ومونده.
د فوټبال څلور ځله نړيواله اتله ایټالیا له نړیوال جامه پاتې شوه
ایټالیا د ۲۰۱۶ نړیوال کپ اتلولیو کې په تېرو ۶۰ کلونو کې د لومړی ځل لپاره له نړیوال جامه پاتې شوه. سویډن ایټالیا ته ماتې ورکړه.