BBC
 شاته

د شمالي کوریا له مشر سره د ټرمپ ناندری

ولسمشر ټرمپ د شمالي کوريا له مشر سره بيا سپکې سپورې تبادله کړې، چې د پيونګ يانګ اتومي وسلو پروګرام پر سر يې ډيپلوماټيکه ترينګلتيا بيا تازه کړې ده.

د ناندريو دا تازه تبادله داسې وخت کې پېښېږي، چې امريکايی ولسمشر مانيلا ته رسېدلی دی. دی به د فيليپين پلازمېنه کې د اسيان سيمه ييزې مشرتابه غونډه کې ګډون کوي.