پر کونړ ډزې
پر کونړ ډزې، افغان اړخ وايي د پاکستان پوځ پرې د ټوپونو سخت ګوزارونه کړي، او لسګونه کورنۍ له خپلو مېنو بې ځايه شوې
د نړۍ له بامه
د نړۍ له بامه د راپورونو لړۍ وروستي کې یې واخان کې یو ګرځنده وړکتون چې په عصري وسايلو سمبال دی.
زیمبابوې: واک د پوځ لاس کې دی، موګابې خوندي دی
د زمبابوې پلازمېنې پر واټونو او لارو کوڅو ټانکونه، خو پوځ یې د کودتا خبره ردوي او وايي ولسمشر موګابې او کورنۍ یې خوندي دي.
هغه ځوانۍ چې کنګل موسم کې تېرېږي
د روسیې هغه لرې پراته کلي کې د ځوانانو ژوند څنګه تېرېږي، چې د قلم رنګ په کې کنګل کېږي.
افغانستان کې د کوکنارو کروندې او تولید دوه برابره ډېر شوي
ملګرو ملتونو او افغان چارواکو یه یوې ګډې څېړنې وروسته ویلي، چې روان کال کې د نشه یي توکو تولید ۸۷ سلنه او کښت یې ۶۳ سلنه لوړ شوي دي. له هلمند وروسته کندهار، بادغیس، فاریاب،ارزګان، ننګرهار، فراه، بلخ، نیمروز او بدخشان افغانستان کې هغه ولایتونه بلل شوي، چې ډېر نشه يي مواد تولیدوي.
افغانستان کې په نشه روږدي سل زره ماشومان
رسمي شمېرې ښيي چې په افغانستان کې شاوخوا سل زره ماشومان په مخدره توکو روږدي دي.
بلوچستان کې د پنحاب پنځلس اوسېدونکي وژل شوي
د بلوچستان ایالتي چارواکي وايي، ددغه ایالت په تربت سیمه کې نامالومه وسلوالو پنځلس وژلي دي. دغه کسان په قاچاقي ډول اروپا ته روان وو، چې په مرمیو تر ویشتل کېدو وروسته یې مړي غورځول شوي دي.
"افغانستان کې سل زره ماشومان په نشه يي توکو روږد دي"
رسمي شمېرې ښيي چې په افغانستان کې شاوخوا سل زره ماشومان په مخدره توکو روږدي دي. افغان چارواکي وايي، دا شمېره ورځ تربلې زیاتېږي. بل خوا، ملګرو ملتونو هم اعلان کړی چې په افغانستان کې د کوکنارو تولید د تېرکال په پرتله سږ کال ۸۷ سلنه ډېر شوی دی.
زیمبابوې: واک د پوځ لاس کې دی، موګابې خوندي دی
په زمبابوې کې پوځ د ملي راډیو تلوېزون ودانۍ نېولې او پيغام يې خپور کړی چې د مجرمانو پر ضد یې دغه ګام پورته کړی. یوه جنرال سيبوسيسو مویو له پوځي لارې د واک ترلاسه کولو یا کودتا خبره رد کړې او ویلي يې دي چې ولسمشر موګابې او کورنۍ يې خوندي ده.
استرالیایانو په 'غوڅ ډول' د همجنس خوښوونکو د واده په ملاتړ رایه ورکړه
د استرالیا خلکو په لوی اکثریت د همجنس خوښوونکو د واده کولو ته مثبت رایې ورکړې. د استرالیا د سرشمېرنې دفتر ویلي، ۶۱٫۶ سلنې رای اچوونکو موافقه رایه ورکړې ده.
داسې ګولۍ چې درته وايي اوس معدې ته رسېدلې
د امریکا د خوړو او درملو ادارې د اول ځل لپاره داسې ګولیو ته اجازه ور کړه، چې ان بدن په دې خبروي چې اوس معدې ته رسېدلې دي.
په زلزله کې باید څه وکړو او څه ونه کړو؟
تېره دوشنبه د نومبر پر ۱۳ د ایران او عراق سرحدي سیمو کې زلزله وشوه. شیبه په شیبه یې مرګ ژوبله ډېرېدله، د خلکو د ژغورلو هڅې روانې وې، خو نورو دا پوښتنه کوله چې د زلزلې پر مهال باید څه وکړ؟
واخان کې ښځې؛ هم د سړو کار کوي هم درس وايي
واخان کې د کروندو ټولولو او درمند اخیستو وخت دی، چې د خلکو د ژوند څرخ ګرځېدل هم د کروندو پر حاصلاتو پورې تړلي دي. واخان کې د کروندو ټولولو او درمند اخیستو وخت دی، چې د خلکو د ژوند څرخ ګرځېدل هم د کروندو پر حاصلاتو پورې تړلي دي.
جورجیا کې د 'نړۍ تر ټولو لرغوني شراب' کشف شوي
ساینس پوهان وايي، د جورجیا تبلیسي ښار ته څېرمه یې له انګورو د جوړو شرابو یو خټین مټ 'چاټۍ' موندل شوې چې لرغونتوب یې ۸۰۰۰ کاله ښودل شوی دی.
لومړنۍ حجاب لرونکې ګوډۍ بازار ته وړاندې شوه
دا باربي ډوله لانځکه یا ګوډۍ ابتهاج محمد نومې ورزش کارې ته د درناوي په موخه د هغې په څېر جوړه شوې ده. اغلې ابتهاج هغه لومړنۍ امريکايۍ تورزنه ده چې د تېرکال د اولمپيک په ریو سیالیو کې يې په اسلامي حجاب کې لوبه وکړه او د زېړو مډال يې وګاټه.