لومړنۍ حجاب لرونکې ګوډۍ بازار ته وړاندې شوه
دا باربي ډوله لانځکه یا ګوډۍ ابتهاج محمد نومې ورزش کارې ته د درناوي په موخه د هغې په څېر جوړه شوې ده.
اغلې ابتهاج هغه لومړنۍ امريکايۍ ښځينه تورزنه(توره وهونکې) ده چې د تېرکال د اولمپيک په ریو سیالیو کې يې په اسلامي حجاب کې لوبه وکړه او د زېړو (برونزو) مډال يې وګاټه.
هغه د دې له کبله ډېره ستایل شوې وه.
* اولمپیک کې د محجبې امریکایۍ لوبغاړې د سیالۍ هرکلی
* "وایه شیخه دا حجاب مې څنګه دی؟"
په تېر کې پر باربي کمپنۍ نیوکې کېدلې چې خپلې ګوډۍ ډېرې نازکې او له جنسي پلوه ډېرې جذبوونکې جوړوي.
د باربي ګوډۍ جوړوونکې کمپنۍ ماټل وايي، راتلونکی کال د څو داسې مېرمنو په څېره لانځکې جوړوي چې ډېرې اغېزناکې او الهام بښونکې دي.
ابتهاج محمد وايي، کله چې د یوې مسلمانه نجلۍ په ډول د تورې وهلو سیالۍ کې خپل سفر ته پام کوي، نو دا احساسوي چې دا ور پورې تړلی کار نه وو.
"دا باربي د هغو ټولو خلکو لپاره ده چې پر ما یې باور نه درلود".
* د ترکیې پوځ پر حجاب بندیز لغوه کړ
* نایک شرکت مېرمنو ته لومړی سپورتي حجاب جوړوي
د نیو جرسي اوسېدونکې ابتهاج وايي، چې ماشومه وه خپلو باربي ګوډیو ته یې د ټشو پیپر حجاب ور پر سراوه چې د دې او د دې د خوندو په څېر ښکاره شي.
د هغې په درناوي کې جوړه شوې ګوډي د تورې وهلو بشپړ لباس، توره، ماسک او حجاب هم لري.
ابتهاج وايي، تمه لري دغه ګوډۍ نجونې د داسې کالیو اغوستلو ته وهڅوي چې دوی تر نورو ځانګړې ښکاره کړي.
"نن زه ویاړم چې کوچني ماشومان چې حجاب اغونځي او هغه چې نه یې اغونځي، ټول نن له داسې ګوډۍ سره ولوبېږي چې حجاب لري".
د هغې په خبره، دا یوه داسې باربي ده چې ډېره ځواکمنه ده چې توره پورته کولی شي او دومره ځانبسیا ده چې څو کلن زیار سره تر اولمپیک سیالیو پورې رسېږي.