د اسراییل لوی درستیځ: د ایران په تړاو له سعودي عربستان سره ورته نظر لرو
د اسراییلي پوځ مشر ویلي، هېواد یې له سعودي عربستان سره د خوندي معلوماتو راکړې ورکړې ته چمتو دی، ځکه په وینا یې د دواړو هېوادونو ګټې د ایران په مخنیوي پورې تړلې دي.
''د پلار ډېره خواشیني پر اولاد اغېز کوي''
یوه نوې څېړنه ښيي د پلار او مور ډېره خواشیني یا ژور خپګان پر ځوانانو یو ډول اغېز کوي، خو د ژور خپګان په درملنه کې د مېندو ذهني حالت ته ډېره توجه کېږي.
ستاسو غږ
ستاسو غږ خپرونه کې پر دې خبرې کوو چې څنګه کوچنیان له نشه يي توکو ژغورل کېدی شي؟
د پړانګ ژغورنې تصویر لپاره جایزه
هند کې کلیوالو او چارواکو له ساعتونو زیار وروسته په څاه کې لوېدلی پړانګ ژغورلی.
اسلام اباد کې د مذهبي ګوندونو احتجاج
د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د ځينو مذهبي ډلو لخوا له تېري یوې اونۍ راهیسې احتجاجي ناسته دوام لري، چې د دغه هېواد د قانون د وزیر د استعفا غوښتنه کوي.
کابل: د ځانمرګي برید سیمه کې زموږ خبریال
د افغانستان پلازمېنې کابل ښار شمال خیر خانې سیمې یوۀ تالار دروازه کې چاودنه شوې. دغه تالار کې د عطا محمد نوړ په ملاتړ غونډه روانه وه چې ځینې افغان سیاستوالو هم په کې گډون کړى وو.
داعش: کابل کې ځانمرگى بريد موږ کړى
د پلازمېنې کابل په شمال خیر خانه سیمه کې پر يوۀ تالار چې په کې د عطامحمد نور په ملاتړ غونډه روانه وه ځانمرګي برید شوى. امنيتي چارواکي وايي د اتو پولیسو په ګډون لږترلږه ١٤ کسان وژل شوي او ١٨ نور ټپیان دي. دغې غونډې ته د ولسي جرګې او د جمعیت اسلامي ګوند ځینې غړي هم ورغلي وو.
د ګاونډي له لور سره واده؛ واخی سړی له پاکستانۍ مېرمنې سره
واخان کې له پاکستانیو نجونو سره واده کول له څو کلونو راهیسې دود شوي. د پولې دواړو غاړو ته پراته خلک د دواړو هېوادونو له سیاسي لانجونو لیرې یو او بل ته نجونې ورکوي او په خپلو کې ودونه سره کوي.
احمدزی: "ولسمشر زما لیرې کولو سره د قانون خلاف کار کړی"
د افغانستان ولسمشر د یوه حکم په بنسټ ددې هېواد د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر نجیب الله احمدزی له دندې ګوښه کړی.
د عکسونو البوم: ترکمنستان کې د افغان صنایعو نندارتون
د ترکمنستان پلازمېنه عشق آباد کې د د افغانستان او ترکمنستان د صنعت کارانو او تولیدوونکو د تولیداتو په نندارتون کی افغان هنرمندانو هم موسیقۍ غږوله. زموږ همکار محمد قاضي زاده ددغه نندارتون انځورونه اخیستي دي.
د 'داوینچي اثر' په ۴۵۰ میلیون ډالر وپلورل شو
د عیسی مسیح یوه ۵۰۰ کلنه کښل شوی هنري اثر، چې اټکل کېږي د لیوناردو داوینچي اثر دی، په ۴۵۰ میلیون ډالر نیویارک کې وپلورل شوه.
"د ټاکنیز کمیسیون مشر لیرې کول د ۲۰۱۸ کال ټاکنو په اړه شکونه پیدا کوي"
د نیویارک ټایمز ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي چې له دندې د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مشر لرې کولو په ۲۰۱۸ کال کې د پارلماني او ولایتي شوراګانو د ټاکنو د ترسره کېدو په اړه شکونه پیدا کړي.
اروپا ته د افغانستان پر لاره هوکړه وشوه
د دغه هوکړه لیک پر بنسټ افغانستان چی په وچه کی ایسار يو هېواد دی، د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره یوې نوی بدیلې لاری ته لاسرسی مومي. دغه لار چې د لاجوردو دهلیز یا لارې نوم ورکړل شوی، له ترکمنستان، ازربایجان او ګورجستان څخه تر تورې بحیرې او د ترکې نه په تېریدو سره افغانستان له نړیوالو اوبو سره نښلوي.
ولسمشر غني د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر له دندې ګوښه کړ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر نجیب الله احمدزی له دندې ګوښه کړی دی. د ولسمشر په فرمان کې اړوند ادارو ته ویل شوي، چې د نویو کاندیدانو نوملړ د کمېسیون غړیو ته وسپاري. ښاغلی احمدزی یو کال مخکې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غړو له لوري ټاکل شوی و.
''د لویې جرګې په تړاو غونډو کې دې دولتي کارکوونکي ګډون نه کوي''
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ دولتي کارکوونکو ته ویلي، هغو غونډو کې دې له ګډون کولو ډډه وکړي، چې په کې د لویې جرګې رابللو په تړاو خبرې کېږي.