BBC
 شاته

''د پلار ډېره خواشیني پر اولاد اغېز کوي''

پلار او زوی د انځور حقوق Getty Images
Image caption ماهرین وايي څېړنه ښيي چې د اولاد درملنه کې باید د پلرونو ذهني حالت وڅېړل شي

یوه نوې څېړنه ښيي د پلار او مور ډېره خواشیني یا ژور خپګان پر ځوانانو یو ډول اغېز کوي، خو د ژور خپګان په درملنه کې د مېندو ذهني حالت ته ډېره توجه کېږي.

د لندن یونیورسټي کالج دغه څېړنه د برتانیا او ایرلنډ ۱۴۰۰۰ کورنیو کې د زرګونو کسانو له مطالعې وروسته شوې او پایله کې یې ویل شوي، چې له ژور خپګانه د ځوانانو لرې ساتلو کې د مور او پلار دواړو رول یو ډول مهم دی.

څېړونکو له پلرونو غوښتي، چې د ژور خپګان علایمو په صورت کې له ډاکټر سره مشوره وکړي.

د لندن یونیورسټي کالج ماهره ډاکټر ګیما لیویس چې د دغې څېړنې مشري کوي وايي، مخکې داسې ګومان کېده چې ګواکې مېندې له ماشومانو سره ډېر وخت تېروي او ښايي له همدې کبله له پخوا راهیسې د اولاد د رواني ستونزو لپاره مور 'ګرمه ' بلل کېده.

خو نوموړې وايي:

''څېړنه ښيي چې باید د درملنې لړ کې د پلرونو لوري ته هم ډېر پام وشي ''

نوموړې زیاتوي:

''که یو پلار یې او د ژور خپګان پر مهال دې درملنې ته پام نه وې کړی، کېدای شي چې پر ماشوم دې هم اغېز شوی وي. موږ هیله من یو، چې زموږ له څېړنې وروسته به پلرونه وهڅېږي، چې که په ژورخپګان اخته وي، له ډاکټر سره مشوره وکړي. ''

څېړنه کې له زرګونو ماشومانو او د دوی له مېندو پلرونو د دوی د ذهني حالت په تړاو پوښتنې شوې او وروسته د ژورخپګان کچې معلومولو لپاره سره پرتله شوې دي.

د انځور حقوق Getty Images

پایلو جووته کړه، چې د مېندو او پلرونو د ژورخپګان برابرې علامې د دوی په اولاد کې هم شته.

ماهرین وايي د ژورخپګان په ګډون یو شمېر رواني ستونزې په ۱۳ کلنۍ کې پیلېږي او دا خو مخکې معلومه وه، چې د مېندو ذهني ستونزې اولاد ته لېږدېدای شي، خو دا نوې خبره ده، چې د پلرونو ذهني روغتیا هم د اولاد په ذهني حالت کې رول لري.