BBC
 شاته

د اسراییل لوی درستیځ: د ایران په تړاو له سعودي عربستان سره ورته نظر لرو

ډګر جنرال ګادي ایزنکوټ د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډګر جنرال ګادي ایزنکوټ وايي، اسراییل په لبنان کې پر حزب الله د برید پلان نه لري

د اسراییلي پوځ مشر ویلي، هېواد یې له سعودي عربستان سره د خوندي معلوماتو راکړې ورکړې ته چمتو دی، ځکه په وینا یې د دواړو هېوادونو ګټې د ایران په مخنیوي پورې تړلې دي.

د برتانوي خبري اژانس رویټرز رپوټ کې ویل شوي ډګر جنرال ګادي ایزنکوټ لومړی ځل یوه انلاین عربي ورځپاڼې سره مرکه کې ویلي، اسراییل په لبنان کې پر حزب الله د برید کولو پلان نه لري.

سعودي عربستان دا وروستیو کې پر ایران تور پورې کړی، چې عرب هېوادونو کې د نفوذ ډېرولو لپاره د حزب الله په ګډون اورپکې ډلې استعمالوي.

سعودي عربستان له یمنه پر پلازمېنې ریاض د توغندي د یوه ناکام برید پړه هم پر ایران اچولې وه او دا یې د ایران له لوري د سعودي عربستان خلاف د جګړې اعلان بللی و.

د ایران او سعودي عربستان تر منځ ډېرېدونکي تاوترخیوالي ته په کتو سره یو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې دواړه هېوادونه له ایران سره د ګډې دښمنۍ پر بنسټ د دواړو هېوادونو ترمنځ نژدیوالی رامنځته کېدای شي.

د سعودي عربستان دریځ دا دی، چې که اسراییل ۱۹۶۸ کې د عربانو نیول شوې سیمې خوشې کړي، اړیکي ورسره فعالېدای شي.

د اسراییل له پوځ مشر نه وپوښتل شول چې له سعودي عربستان سره د پټو معلوماتو راکړه ورکړه شوې که نه، نوموړي وویل:

''موږ د دغو معلوماتو ورکړې ته چمتو یو او اړتیا پېښه شي د دواړو هېوادونو ډېرې ګټې ګډې دي. ''

نوموړي ویلي، د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغې ژمنې چې د ټاکنیز کمپاین پر مهال یې کړې وه، چې ګواکې پر ایران به فشار ډېروي، په منځني ختیځ کې د نویو سیاسي ټلوالو رامنځته کولو فرصت چمتو کړی دی.

تل ابیب کې د دغې مرکې پر مهال جنرال ایزنکوټ ویلي، د ایران له لوري د خطر د مخنیوي لپاره باید یو پراخ دفاعي پروګرام جوړ شي او دوی د منځلارو عربو هېوادونو ته د دفاعي ماهرینو او پټو معلوماتو ورکړې ته چمتو دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د اسراییل لوی درستیځ وايي، سعودي عربستان سره د سري معلوماتو شریکولو ته چمتوي دي

د حزب الله خلاف د پوځي پلان په تړاو نوموړي ویلي اسراییل په لبنان کې پر حزب الله د برید هېڅ پلان نه لري، خو په وینا یې د اسراییل خلاف خطر به و نه زغمل شي.

سعودي عربستان له خپلو اتباعو غوښتي چې سملاسي لبنان پرېږدي

سعودي عربستان پر ریاض د حوثي یاغیانو برید د ایران پوځي تېری بللی

عرب ټولنه د ایران د "لاسوهنې" په هکله بېړنۍ ناسته کوي

تېره اونۍ د لبنان لومړي وزیر سعد الحریري سعودي عربستان ته د خپل سفر پر مهال ناڅاپه استعفا اعلان کړه. یو شمېر شنونکي د لومړي وزیر الحریري استعفا ته په سیمه کې د ایران او سعودي عربستان تر منځ د روان تاوتریخوالۍ لړۍ د یوې کړۍ په سترګه ګوري.