شاته

د دنیا پر بام افغان لږکي قرغیزان؛ چې د نسل ختمېدو وېره یې شته

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
واخان کې ژوند

قرغیزیان د افغانستان له لږکیو قومونو دي، چې د هېواد شمال ختیځ وروستۍ برخې له سمندره په څه باندې څلور زره متره لوړه سیمه د پامیر غرونو په لمن کې اوسېږي.

په وروستیو کې د زیږون پرمهال د میندو مړینې قرغیزیان په دې هېواد کې د خپل نسل د ورکېدو له وېرې سره مخامخ کړي دي.

Image caption قرغیزان د افغانستان له هغو لږکیو دي چې د پامیر غرونو لمن کې اوسېږي

د قرغیزانو د ژوند ناویل شوې کیسې

له کابله تل الوتلو وروسته د افغانستان شمال ختیځ بدخشان ولایت اشکاشم ته ورسېدو، له یوه ورځني سفر وروسته واخان ولسوالۍ ته ولاړو او یوه ورځ وروسته "بروغیل" سیمې ته ننوتو، چې کوچنی پامیر یې بولي. اوس ددې ولسوالۍ شمال ختیځې سیمې ته ځو، چې د دنیا په پام شهرت لري.

د پامیر لوړو ته د سفر پلان جوړول اسانه نه وو. موږ باید هغه ځای ته تللي وای چې هلته د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی ناشونی دی. چاره نه وه چې هلته د سفر توښه کې له "الفه" تر "یا" د اړتیا وړ توکي راسره واخلو.

قرغیزستان کې د 'ناوې تښتولو' دود پای ته رسول کېږی

ما او همکار مې دا توښه راسره واخیسته، پنځه اسونه مو کرایه کړل او ګهیځ وختي له اوه کسیزه کاروان او لارښود سره یوځای روان شوو، له واخانه تر پامیره پر نریو لارو.

پنځه ورځې پلي په غرونو او غونډیو کې وګرځېدو. خو یوازې موږ ددې لارې مسافر نه وو، په دې لار له څه باندې لسو سیلانیانو سره هم ملګري شوو چې د واخان او پامیر د ښکلي طبیعت کیسې یې کولې.

Image caption د دوی کېږدۍ

په پنځمه ورځ د "ایرغه ایل" سیمه کې د قرغیز سړو او ښځو منځ ته ورسېدو. ښه خلک وو او بېل ژوند یې درلود.

کوچنی پامیر ته غځېدلې لارې د ورښت له کبله په کال کې یوازې څو میاشتې پرانیستې وي.

قرغیزي لږکي کابو ۱۵۰۰ کسه دي چې د پامیر غرونو په یوه څنډه کې اوسېږي. دوی د روسیې د اکتوبر له انقلاب وروسته دلته کډه شوي. ځینې یې د پخواني شوروي اتحاد له ټوټه کېدو وروسته پامیر ته راغلي. دغه سُني مذهبه لږکي په قرغیزي ژبه غږېږي او تر یوه حده په فارسي هم خبرې کوي.

د دې سیمې د خلکو ژوند پر مالدارۍ څرخېږي. ښځې یې هم د کار اصلي ځواک جوړوي.

کورونه یې د وړیو له ټوټو جوړو کېږدیو کې دي چې دوی "خِرګاه" ورته وايي. د خېمو د ننه د قرغیزانو ژوند رنګین ښکاري، خو دسترخوان یې د بې وزلو! دوی بې وزله وګړي دي.

Image caption "قَتَمه" د قرغیزانو ځانګړي خواړه دي

قتمه" د قرغیزانو ځانګړي خواړه دي، چې له شیدو، اوړو او حیواني "ژیړو" غوړیو چمتو کېږي. دوی خپلو ګرانو مېلمنو ته همدا خواړه ورکوي.

د افغانستان د نورو ډېری وګړو برعکس، دغه خلک د ناامنیو ستونزه نه لري، د چاودنو او ځانمرګو له غږونو سره ناشنا دي، خو له نورو دردونو ځورېږي.

دوی د دولت د مور مېرې له چلنده شکایت لري.

تینګش د سیمې یو اوسېدونکی وايي: "د افغانستان دوت موږ ته هېڅ پام نه دی کړی. له موږ سره یې ژمنه کړې چې سړکونه درته جوړوو، روغتون درته جوړوو؛ خو هېڅ ژمنه یې عملي نه شوه. "

تېر کال د قرغیزانو استازي د خپلو خلکو د پیغام رسولو لپاره کار ته تللي وو او له ولسمشر اشرف غني سره یې خپلې ستونزې شریکې کړې وې.

Image caption ددې سیمې د خلکو ژوند پر مالدارۍ څرخېږي

د پامیرمېشتو قرغیزانو د نسل ورکېدو وېره

قرغیزي ماشومان لیک لوست ته لاسرسی نه لري. کوچني پامیر کې یوازې جوړ شوی ښوونځی د ښوونکو د نشتوالي، د سړې هوا او د خوراکي توکو د نه رسېدو له کبله شنډ پاتې دی.

د پاخه عمر لرونکې ګینجه چې پنځه ماشومان لري، د قرغیزي ښځو د ستونزو په اړه راته وویل: "دلته درانه کارونه زموږ ښځو پرسر دي. له مالدارۍ نیولې د ستنې تر کار او د کور تر کارونو پورې. بل خوا ښځې تر ډېره د زیږون پرمهال مري. کوچني ماشومان او نوي زیږېدلي ماشومان مو هم له سړې هوا مري".

د زیږون پرمهال د میندو د مړینې ډېروالي په افغانستان کې د قرغیزانو د نسل ورکېدو وېره ډېره کړې ده.

بل پلو، په قرغیزي ټولنه کې د ښځو د شمېر کمښت هم د سړو لپاره واده کول ګران کړي دي.

سړي باید لږترلږه سر وزې یا مېږې د خسرګنۍ کورنۍ ته ورکړي. هغه کسان چې لاسونه یې بند دي او د بې وزلۍ ژوند لري، د عمر تر پایه یې بخت یاري نه ورسره کوي؛ لکه حبیب چې اوس ۵۷ کلن دی خو د واده وس یې تر اوسه نه دی موندلی.

دی وايي: "۵۷ کلن یم. تراوسه مې واده نه دی کړی. دلته چې ښې ډېرې غواوې او مېږې ونه لرې، هېڅوک لور نه درکوي. ښځې کمې دي".

Image caption کوچني پامیر ته د رسېدو لپاره څلور ورځې پلي سفر ته اړتیا ده، چې له ډېرو لوړو او ژورو به تېرېږي

تریاک؛ د سړي، ښځې او ماشوم د درد دوا

د قرغیزانو لپاره تریاک د کېږدیو د ننه ژوند د اوبو او خوړو په شان دي؛ دوی تریاک د بدخشان له لیرو ولسوالیو د کاروانونو په مټ راغواړي.

نه یوازې سړي، بلکې ښځې او ماشومان یې هم پرې روږدي دي. د خپل درد د ارامۍ لپاره ګټه ترې اخلي.

عبدالرحمن چې له خپلې مېرمنې او کوچنۍ لور سره یوځای ترکیا څکوي، وايي: "تریاک څکوم ځکه چې دلته روغتون نه لرو، تریاک زموږ د دردونو اراموونکي دي. هم یې زه څکوم هم یې ځینې وخت خپلو ناروغو ماشومانو ته ورکوو".

Image caption کوچني پامیر کې تریاک د قرغیزي سړو، ښځو او ماشومانو د درد دوا ده

د نړۍ تر ټولو ګرم تګلوري کې بېخونده سوداګري

ددې ځای سوداګري هم له غوړېدا پاتې ده. د پامیر اوسېدونکي له چین سره پر پوله نژدې هغه سیمه کې اوسېږي د ورېښمو د لویې لارې کاروانونو تګلوری و.

دلته خلک پیسې نه پېژني او ځینې وخت د یوې جوړې بوټو لپاره یوه مېږه هم ورکوي.

دا چې دوی له ښاري او عصري ژوند نه لیرې دي، خو ورو - ورو د عصري کېدو خوا ته روان دي. په ټوله سیمه کې لویو کورونو کې تلوېزیونونه/دیشونه هم لیدل کېږي. برېښنا د سولر له لارې ترلاسه کوي.

خو دلته تیلیفون او موبایل نه شته، خو خلک له یو بل سره د اړیکو نیولو لپاره له مخابرې ګټه اخلي. هغه سیستم چې تر پنځه سوه مترو لږ واټن کې کار کوي او هره مخابره د یوې وزې په بیه اخیستل کېږي.

پر دې ټولو ستونزو سربېره، قرغیزان خپل خوږ ژوند له موسیقۍ سره ارام تېروي، خو اوس د دنیا بام هغه ډبرین قفس ته ورته دی چې د ستونزو په جال کې راګیر وي او د خلکو آه یې د هېچا غوږ ته نه رسېږي.